د چين – افريقا د همکاريو فورم د ۲۰۲۴ کال سرمشريزې ته لږ وخت پاتې دی او ټاکل شوې چې روانه مياشت په بيجينګ کې جوړه شي. په يادې سرمشريزې سره د چين – افريقا همکاريو مرکزي حيثيت خپل کړی دی. د چين – افريقا د همکاريو فورم سرمشريزه د افريقا په لويه وچه کې د کمربند او لارې نوښت په چوکاټ کې د ښوونې، روغتيا، انرژۍ او بېخ بناوو د رغونې مهم فرصتونه رامنځته کوي.
په ۲۰۱۳ کال کې پيل شوی د کمربند او لارې نوښت يوازې د زيربنايي رغونې پروګرام نه دی، بلکې د نړيوال اتصال د پياوړي کولو ژمنه او هڅه هم ده. د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال د پايدار انکشاف د اجنډا مطابق، د کمربند او لارې نوښت د اقتصادي، ټولنیزې او ايکو چاپېريالي پراختيا همغږي پياوړې کوي. د ياد نوښت موخه دا ده څو په شريکباڼو هېوادونو کې د پراختيا پر وړاندې خنډونه او د خنډونو بنيادي عوامل ومومي او له منځه یې يوسي.
په افريقا کې د کمربند او لارې نوښت په چوکاټ کې پر عامه زيربنا، د دندو پر رامنځته کولو، بازارونو ته د لاسرسي پر برابرولو او د ژوند کچې پر ښه کولو د پام وړ پانګونه شوې ده. د ريل پټليو، لويو لارو او انرژۍ د اسانتيا د رامنځته کولو پر ځينو کليدي پروژو د پانګونې له لارې د افريقا څنډې ته شوې لويه وچه اوس پر مهم اقتصادي زون بدلېدونکې ده.
د بېلګې په توګه، د مومباسا – نايروبي سټنډرډ ګېج رېل پټلۍ د سفر وخت او لګښت خورا ډير راکم کړي چې ورسره سوداګري هم پراخه شوې ده. د اديس ابابا – جيپوټي رېل لارې په وچه کې ايساره ايتوپيا د جيبوټي له بندر سره نښلولې او د دغه هېواد لپاره یې نړيوال مارکېټ ته لاسرسی اسانه کړی دی.
دغه پرمختګونه د افريقا د اقتصادي تنوع لپاره مهم دي او دوی ته اجازه ورکوي چې د توکو پر صادراتو خپله تکيه راکمه کړي، انعطاف منونکی اقتصاد رامنځته کړي او د نړيوال بازار له هسکو ټيټکو او اقليمي تغيراتو سره په مبارزه کې د خپلو اقتصادونو مقاومت لوړ کړي. هر څومره چې د هېوادونو اقتصادونه انعطاف منونکي وي، په هماغه کچه د اقليمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې او خونديتابه وړتيا مومي.
د کمربند او لارې نوښت په ډيريدونکي ډول د نړيوال پراختيايي ابتکار او نړيوال تمدني ابتکار په نوم پېژندل کيږي. چين د ايکولوژيکي تمدن مفکوره هم پر مخ بيايي چې د افريقا له خدای ورکړې ايکولوژۍ، د ژوندي سرو له تنوع او دې حقيقت سره چې په اقليمي بدلونونو کې د افریقا ونډه تر ټولو کمه ده، بشپړ انطباق لري.
تېر کال د کمربند او لارې فورم د نړيوالو همکاريو درېيمه غونډه په بيجينګ کې وشوه. د يوې مهمې لاسته راوړنې په توګه، ۳۱ هېوادونو په ګډه د کمربند او لارې نوښت د زرغونې پراختيا د مشارکت ابتکار رامنځته کړ چې موخه یې له اقليمي بدلون سره مبارزه، په ګډه د کونمېنګ – مونټريال د ژوندي سرو د تنوع د نړيوال چوکاټ د پياوړي کولو، د ايکولوژۍ او چاپېريال د خونديتابه، د زرغونو زيربناوو د رغولو، د زرغونې انرژۍ په برخه کې د همکاريو او د زرغون ترانسپورټ د رامنځته کولو لپاره د ګډو هڅو چټکول وه.