اروپايي اتحادیې پرېکړه کړې چې د چين پر برېښنايي موټرو د تنبيهي ګمرکي تعرفو لوړولو ته دوام ورکړي. دوی هيله لري چې په دې کار سره به په ستونزو کې ښکېلو خپلو توليدي شرکتونو ته لنډمهاله خونديتوب برابر کړي. له ناچارۍ، دغه اقدام د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د دغه صنعت د اختلال سبب کيږي.
که دې چارې ته ادامه ورکړل شي او د بروکسل دا ادعا چې ګنې چين د اروپايي اتحادیې د توليدي شرکتونو د کمزوري کولو لپاره د خپلو کورنيو شرکتونو غير عادلانه ملاتړ کوي نو نه يوازې اروپايي اتحادیې، بلکې ټولې نړۍ ته به دردناکې پايلې ولري. که څه هم چې د کورنيو شرکتونو ملاتړ له ستونزو د هغوی د ژغورلو لنډمهالې حل لاره ده، خو په اوږدمهال کې ناوړه عواقب درلودلی شي.
د اکمالاتي ځنځير ګډوډي: راپورته کېدونکی توپان
چين د موټرو د توليد د نړيوال اکمالاتي ځنځير په ايکوسيسټم کې خورا مهم رول لوبوي. د تسليحاتي ګمرکي تعرفو اعمال به له داسې غبرګون سره مخ شي چې په نړيواله کچه د اکمالاتي ځنځير فعاليت او توازن ګډوډ کړي.
اروپايي اتحادیه ناچاره ده چې د بېټريو او نورو مهمو توکو په ګډون د برېښنايي موټرو ګڼې پرزې له چين څخه واردې کړي چې نه یې پر وړاندې قانوني محدوديت شته او نه هم لا تر اوسه کوم خنډ ورته پېښ شوی دی. د لوړو تعرفو لګول د اروپايي شرکتونو ګټه راکموي او د توليداتو پر پروسې یې ناوړه اغېز کوي.
له چين پرته، اروپايي موټر جوړوونکي عادي فعاليتونه نه شي ترسره کولی، پر ستونزو غلبه کول خو لا ليرې خبره ده. که پر هغوی د خامو توکو بيې لا ډيرې لوړې شي نو له شک پرته به له زيان سره مخ شي.
اقتصادي سياستولي: يو لوی ګواښ چې انکار نه شي ترې کېدای
چين به د اروپايي اتحادیې پر اقداماتو سترګې پټې نه کړي او نه به اجازه ورکړي چې د هر چا هر څه زړه وغواړي نو له چين څخه به یې ترلاسه کړي. چين به د اقتصادي سياستونو له لارې د خپلو ګټو د خونديتابه هڅه وکړي، له همدې کبله بايد اروپايي اتحادیه متقابل غبرګون ته په تمه وي. د اروپايي اتحادیې پر صادراتو، لکه کيمياوي موادو، تجملي توکو او ماشينرۍ د باالمثل عمل په توګه د ګمرکي تعرفو لوړول په چين کې د مېز پر سر پروت انتخاب دی.
اروپايي اتحادیې ته بويه چې روان کشمکش له ډيموکراټيکو مجراوو او د مذاکراتو له لارې هوار کړي او له يواړخیزو اقداماتو او د اقداماتو د پايلو له پامه غورځول ودروي.
نړيواله بې ثباتي: خطرناکه لوبه
د نړيوالې اقتصادي بې ثباتۍ پېښېدل ډير واقعي دي. د تعرفو جګړه يوه دوه اړخيزه مسئله نه ده، دا جګړه به د نړيوال اقتصاد بنسټونه ولړزوي. ډېر هېوادونه به چې له دواړو اقتصادي بلاکونو سره په اړيکو کې دي له يوه متقاطع اور سره مخ شي او اقتصادي ودې به یې مهمو بازارونو ته د لاسرسي د لنډېدو او محدوديتونو له کبله له خنډ سره مخ شي.
که د چين او اروپايي اتحاديې تر منځ کشمکش ژورېدو ته پرېښودل شي نو هېڅ سکټور به ترې خوندي پاتې نه شي. دا چې د ځينو مهمو مسايلو لکه اقليمي بدلونونو پر سر نړيواله همکاري خورا اړينه ده، زرغونې انرژۍ ته د اوښتون مزل او د اقليمي اهدافو ترلاسه کول به له خنډونو سره مخ شي.
اروپايي اتحادیه بايد پر خپلو پرېکړو له سره غور وکړي، ځکه له چين سره د سړې اقتصادي جګړې دوام داسې څه نه دي چې هغوی یې بار ته اوږه ورکړای شي. اروپايي اتحادیې ته بويه چې د غير قانوني او غير عملي ديوالونو د هسکولو پر ځای د مشارکت لپاره پلونه جوړ کړي. که اروپايي اتحادیه د خپل ټاکلي مسیر د بدلولو اړتيا درک نه کړي نو وضعيت به داسې مرحلې ته ورسيږي چې بيا یې که مخنيوی ناممکن نه وي نو دردناک خو به ضرور وي.