د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر ۵۷مې غونډې مياشت واوښته. د دغې شورا ځانګړي راپور ورکوونکې ټيوري الينا دوهان د اکتوبر په نهمې نېټې په يو راپور کې ويلي، چې پر چين د امريکا په شمول د ځينو هېوادونو يو اړخيز بنديزونه له نړيوالو قوانينو سره په ټکر کې دي او د چينايانو پر بشري حقونو يې منفي اغېزې کړې دي او دغه اغېزې نورې هم مخ پر پراخېدو دي.
نوموړې له چين غوښتي، چې د اداري حکمونو او قانون په شمول د اړينو طريقو له لارې ځوابي غبرګون وښيي.
د نړۍ له سلو زياتو هېوادونو د ګډو او يا خپلواکو ويناوو له لارې د چين د دريځ ملاتړ کړی او د شينجيانګ، هانکانګ او شي ځانګ چارې يې د چين کورنۍ چارې بللې دي او پکې د امريکا له لاسوهنې سره يې ټينګ مخالفت ښودلی دی.
د دوی دغه دريځ د دې ښکارندويي کوي، چې د بشري حقونو چارو ته د سياسي رنګ ورکولو له لارې د امريکا په شمول د ګوتو په شمېر هېوادونه د چا ملاتړ او پلويان نه شي پيدا کولی.
امريکا ولې په نورو هېوادونو کې ((د بشري حقونو جنګونه)) پيل کړي، کومې هيلې لري او نيت يې څه دي؟
امريکا په نورو هېوادونو کې د لاسونې په پلمه د بشري حقونو په اړه بې بنسټه تورونه لګوي او رسنۍ یې پرې راپورونه جوړوي. د امريکې د خارجه وزارت ((د بهرنيو هېوادونو د بشري حقونو راپور)) د يادې چالاکۍ يوه ښه بېلګه يادولی شو.
امريکې په نوموړي راپور کې څو څو ځلې د شينجيانګ د چارو په اړه دروغ او پاراپاګنډ خپاره کړي او د همدغو مالوماتو په پلمه يې پر چين زيات بنديزونه لګولي دي.
واشنګټن د يادو کړنو په بهانه غواړي، د چين نړيواله بڼه تخريب کړي او د پرمختګ مخه یې ونيسي.
له امريکايي حکومت او رسنيو پرته، د دغه هېواد مدني ټولنې او نور غېرحکومتي سازمانونه هم د بشري حقونو په يوه او بله پلمه په نورو هېوادونو کې لاسوهنې کوي او د واشنګټن د ګټو لپاره کار کوي.شمېرې ښيي، په امريکې کې شاوخوا ۲ ميليونه غېرحکومتي سازمانونه فعال دي او د دغه هېواد له حکومت سره نږدې اړيکې پالي. د امريکا د حکومت اختصاصي فنډونه د دغو سازمانونو د پيسو مهمه، بلکې لویه سرچېنه ده. د امريکايي شکله ارزښتونو ډنډوره د دغه هېواد د غېرحکومتي سازمانونو په پټو کړنو کې څرګنده ده. دغه سازمانونه د تشريفاتي بيرغونو د پورته کولو له لارې هڅې کوي، چې د نورو هېوادونو پر سياسي نظام او ټولنيزو ارزښتونو اغېزې وښندي او د بدلولو هڅې يې کوي او د واشنګټن لپاره د ګټو چاپېريال برابروي. د بېلګې په توګه، د امريکې د پرانېستې ټولنې صندوق (OSF)، چې بنسټګر يې جورج سروس نوميږي، څه باندې سلو هېوادونو کې سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او شخصيتونو ته پیسې ورکوي، چې د امريکا غږ د خپراوي لپاره خپل مايکروفونونه وکاروي او ښه رول ورته ولوبوي.
امريکا څواړخيز ميکانيزمونه د بشري حقونو د جنګ د وسيلې په توګه کاروي، چې ښکاره بېلګه یې ملګري ملتونه يادولی شو؛ که څه هم دغه نړيوال سازمان د څواړخيزم مرکزي عملي ډګر دی، خو اوس دا د واشنګټن د بشري حقونو د جنګ لپاره عمده ډګر بلل کيږي.
امريکا له اوږدې مودې راهيسې د بشري حقونو په پلمه د نورو هېوادونو په اړه د پرېکړه ليکونو د تصويب لپاره هڅې کوي او پر ځينو پرمختيايي هېوادونو سياسي فشارونه اچوي او له بلې خوا د بشري حقونو د بېړنيو چارو پر وړاندې جفا او تېښته کوي.
د امريکا په شمول د ځينو هېوادونو کړنې نړيوالو ته دوه ګوني معيارونه ښودلي دي. که امريکا د مسلمانانو بشري حقونو ته پاملرنه کوي، نو بيا يې ولې په منځني ختيځ او نورو سيمو کې جنګونه پارولي او له یوې او بلې ډلې ملاتړ کوي؟
واشنګټن ولې د عربو عدالت له پامه غورځولی او په ملګرو ملتونو کې یې د فلسطين د رسمي غړيتوب مخه نېولې ده؟
امريکا ولې په غزې کې د دايمي اوربند لپاره مثبت رول نه لوبوي؟
زياترو هېوادونو د امريکې چل او کړنې پېژندلي او پوی شوي، چې امريکا د بشري حقونو په پلمه د چين او نورو پرمختيايي هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي او خپله باداري غواړي.
د ډېرو اسلامي هېوادونو په شمول له سلو زياتو پرمختيايي هېوادونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې له چين څخه ملاتړ اعلان کړی او د دې کړنې موخه يې نه يوازې د چين د حقه حقونو ساتنه ده، بلکې د نړيوال عدالت او برابرۍ او د پرمختيايي هېوادونو د ګډو ګټو ساتنه هم ده.
بشري حقونه د کوم هېواد انحصاري حق نه دی او نه هم پر نورو هېوادونو د فشار اچولو او یا د دوی په کورنيو چارو کې د لاسوهنې وسيله ده.
دا د نړيوالې ټولنې ګډه نظريه ده، چې د بشري حقونو لار بايد د يو هېواد د وضعيت او د خلکو د ارادې له مخې وټاکل شي او د چارو په بحثونو کې يې بايد پر څواړخيزم ټينګار وشي.