د روان ۲۰۲۴م کال په لومړيو درېو ربعو کې د چين د توکو د وارداتو او صادراتو عمومي اندازه ۳۲ ټريليونو او ۳۳۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵.۳ سلنه زياته شوې او د صادراتو اندازه يې۶.۲ سلنه او د وارداتو اندازه يې ۴.۱ سلنه ډېروالی ښيي.
د چين بهرنۍ سوداګرۍ په داسې حال کې له اټکل وتلی ثابت پرمختګ کړی، چې نړيوال اقتصاد لا هم د عادي کېدو په بهیر کې روان دی او سوداګريز پروټيکشنيزم پکې په سختېدو دی.
دا لومړی ځل دی، چې د يو کال په لومړيو درېيو ربعو کې د چين د توکو د وارداتو او صادراتو عمومي اندازه له ۳۲ ټريليونو يوانو څخه اوښتې ده او همدارنګه دا هم د چين لومړی ځل دی، چې په همدې مودې کې يې د هرې ربعې د وارداتو او صادراتو اندازه له لسو ټريليونو يوانو څخه پورته ده او ربعې په ربعې يې زياتوالی موندلی دی.
د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د زياتوالي لاملونه کوم دي؟
چين بشپړ صنعتي ځنځير لري، تخنيک يې ډېر پرمختللی او د سيالۍ توان يې لوړ او پياوړی دی او په نړيوال بازار کې يې ژورې رېښې غځولې دي.
اوسمهال نړیواله تقاضه زیاته ده او د چین د صادراتو لپاره ښه چاپېريال برابر شوی دی.
اوسمهال چين د نړۍ څه باندې ۲۰۰ هېوادونو او سيمو ته برېښنايي موټرونه، ليتيم بېټرۍ او لمريزې انرژۍ توليدات صادروي، چې نه يوازې نړیواله تقاضه يې زياته او د پيسو پړسوب يې ارام کړی، بلکې د اقليمي بدلون ضد د نړیوالې مبارزې او د چاپېريال د زرغونېدو لپاره يې هم زيات خدمتونه کړي دي او په ورته وخت کې یې د وارداتو د پراخولو له لارې له نړۍ سره خپل لوی بازار او نوي فرصتونه هم شريک کړي دي.
د روان کال په لومړيو درېېو ربعو کې د چین د وارداتو اندازه ربعې په ربعې ډېره شوې او څه باندې له ۱۶۰ هېوادونو او سيمو سره یې سوداګرۍ هم زیاتوالی موندلی دی.
د چين حکومت له بېلا بېلو هېوادونو سره سوداګريز تړونونه لاسلیک کړي او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ لپاره هڅې کوي.
چين له نورو هېوادونو څخه د ښه کيفيت تولیدات واردوي او اوسمهال د چيني مشتريانو سويه او انتخاب هم لوړ شوی او په ورته وخت کې بهرني شرکتونه هم په دغه هېواد کې نوي فرصتونه او ګټې لټوي او پانګونې کوي.
په ټوله کې د چين بهرنۍ سوداګري مخ په ښه کېدو روانه ده.
د امريکا د ګولډمېن ساچس (Goldman Sachs) شرکت او ځينو نورو نړيوالو پولي ارګانونو څرګنده کړې، چې چين په دې وروستيو کې د اقتصاد او بازار د سمسورتيا لپاره لړيز تدبيرونه خپاره کړي او په روان ۲۰۲۴م کال کې يې د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ اټکلي انډول لوړ کړی دی.
د دې تر څنګ، د چین بهرنۍ سوداګري له پېچلي بهرني چاپېريال سره هم مخ ده او په نړۍ کې د جغرافيايي سياست او سوداګريز پروټېکشنيزم اغېزې لا هم موجودې دي.
د چین د وارداتو نړیوال نندارتون به ډېر ژر په شانګهای کې پرانيستل شي او د نړۍ ګڼې تصدۍ به پکې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي. چين په دغه نندارتون کې د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو د نويو او پخوانيو ملګرو د ګډون هرکلی کړی دی.
د شنونکو په اند، چين د بهرنيو پانګوالو لپاره يو نه پاشل کېدونکی بازار لري او د نړيوالې سوداګرۍ د بيا سمسورتيا او زياتولي لپاره مهم خوځنده ځواک ګرځيدلی دی.