د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشريزه د روان کال په جولای کې د قزاقستان په پلازمېنې استانې کې ترسره شوه او چين ته پکې له ۲۰۲۴م کال څخه تر ۲۰۲۵م کال پورې د دغه سازمان د نوبتي رئيسه هېواد دنده سپارل شوې ده.
د چين دولت رئيس شي جین پینګ په يادې سرمشريزې کې د يووالي او متقابل باور، سولې، ارامۍ، سمسورتيا، دوستۍ او عدالت لرونکي ګډ کور د ابادۍ لپاره پنځه فقره ييز وړانديز کړی او د نويو حالاتو پر وړاندې يې د دغه سازمان د پرمختګ لوری روښانه کړی دی.
د سرمشريزې ګډونوالو د رئیس شي جين پينګ د وړانديز تود هرکلی کړی دی.
بېلا بېلې خواوې په تمه دي، چې چين د شانګهای همکارۍ سازمان د نوبتي رئيسه هېواد په توګه غړو هېوادونو ته د سيمه ييزو او نړيوالو سترو موضوعاتو پر وړاندې د مقابلې لارښوونه وکړي او ټول د همکاريو له لارې ګډو برياليتوبونو ته راوبولي.
شانګهای همکارۍ سازمان تر سړې جګړې وروسته د سیمه يیزو همکاریو نوی ډول سازمان بلل کېږي او تل د شانګهای پر هغې روحيې، چې بنسټيزه محتوا يې متقابل باور، ګډې ګټې، مساوات، مشورې، تمدنونو ته درناوی او د ګډ پرمختګ موندل دي، ټينګار لري او دا د زماني جريان په رڼا کې د همکاريو او پرمختګ د لټولو لپاره د پراخو پرمختيايي هېوادونو له ګډو هېلو سره سمون لري.
د دغه سازمان پر جوړېدو ۲۳ کلونه اوښتي او په دغې مودې کې يې ډېر همکاران پيدا کړي دي او همکاريز بنسټ يې نور هم ټينګ شوی او د غړو هېوادونو شمېر يې له ۶ څخه ۲۶ ته پورته شوی دی. دغه سازمان د اوسنۍ نړۍ داسې لوی سيمه ييز همکاريز سازمان او مهم نړيوال اغېزمن ځواک دی، چې پراخوالی يې له نورو پراخ او نفوس يې تر ټولو ډېر دی او د همکاريو او ګډو برياليتوبونو په پرمختيایي لوري روان دی او د نوي ډول نړیوالو اړيکو د ټينګېدو او سيمه ييزو همکاريو نمونه بلل کېږي.
چين د دې سازمان بنسټګر غړی هېواد دی او تل یې په ډيپلوماتيکو چارو کې دغه سازمان ته لومړيتوب ورکړی دی.
چین عمل د دغه سازمان د نوبتي رئيسه هېواد په توګه د چارو کليدي کليمه بولي او په چوکاټ کې يې څه باندې سل غونډې او فعاليتونه ترسره کړي او د خپلو عملونو له لارې يې په بېلا بېلو برخو کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړې کړې دي. د بېلګې په توګه، چين د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د زرغون پرمختیايي فورم، د دغه سازمان د ترهګرۍ ضد ارګانونو د شورا ۴۲ نوبتي غونډې، د ۲۰۲۴ م کال د فکري ارګانونو فورم او د ښځو فورم په شمول د يو لړ غونډو او فعاليتونو د ترسره کولو له لارې د شانګهای روحيه خپره کړې او هغه شعارونه يې عملي کړي، چې د دغه سازمان غړي هېوادونه دې په سیاسي چارو کې متقابل باور ټينګ کړي، ګډ خونديتوب دې وساتي، ګډه سمسورتيا دې پرمخبوزي، د ولسونو ترمنځ تګ راتګ دې زیات کړي، د اړوندو ميکانيزمونو اغېزمن توان دې پياوړی کړي او د سيمه ييزو هېوادونو د امنیت، ثبات او پرمختګ د ساتلو لپاره دې ګټور ځواک برابر کړي.
کله چې چين د یاد سازمان د نوبتي رئيسه هېواد په توګه ټاکل شوی، نو له همغه وخت راهيسې د دغه سازمان او چين د سوداګريزې همکارۍ نمونوي سيمې څخه ازبکستان ته لومړۍ لاره (TIR) په رسمي توګه پرانيستل شوې او دغه راز د چين، قرغيزستان او ازبکستان ترمنځ د مالونو د لېږد رالېږد د لويې لارې جوړونې هم نوي پرمختګونه موندلي او سربېره پردې په پاکستان کې د ګوادر نوی هوايي ډګر هم ګټې اخيستنې ته سپارل شوی دی.
د پاکستان د نړيوالو اړيکو او اطلاعاتو د څېړنيز مرکز مشر ياسر حبيب خان په يوې مقالې کې ليکلي، چې چين د سیمه ييزو او نړيوالو ننګونو پر وړاندې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو پرمختګ په خوځښت راوستلی او د دغو هېوادونو اقتصاد ته يې پرمختګ ورکړی دی.
د هاسپانيې کارپوه هوليو ليوس په يوې مقالې کې ويلي، چې چين د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو سره د همکاريو کليدي عامل بللی او د بنسټیزو تأسيساتو، سوداګرۍ او د پولي چارو د پيوستون په برخو کې سترې لاسته راوړنې لري.
يووالی او همکارۍ د شاهګهای همکارۍ سازمان بريالۍ تجربه ګڼل کيږي او هم په نوي مزل کې له بدلونونو سره د مقابلې لازم انتخاب دی.
چين به په بدلېدونکې نړۍ کې د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو سره د اصلي موخې د ترلاسه کولو په پار د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ او د نړۍ د دايمي سولې او ګډې سمسورتيا د پرمخبېولو لپاره خدمتونه وکړي.