بريکس له شک پرته په نړيوال دريځ کې پر يوه ډير متحرک چوکاټ بدل شوی چې هسته یې د هغو مخ پر ودې هېوادونو د شمېر په ډيريدو سره د پراخېدو په حال کې ده چې له ياد چوکاټ سره د يو ځای کېدو هيله لري.
په داسې حال کې چې په نړيوال سويل کې د بريکس د موخو خورا ډير هرکلی کيږي، خو د کارپوهانو په مجلسونو کې دا پوښتنه مطرح کيږي چې د ټولشموليت په پراخېدو سره یې مؤثريت تر کومې کچې پر ځای پاتې کېدای شي. کارپوهان اندېښنه څرګندوي چې د برېکس د غړو په ډيريدو سره به د سازمان په منځ کې اجماع ته رسېدل ستونزمن شي.
د دې لپاره چې د بريکس د ټولشموليت او مؤثريت تر منځ انډول وساتل شي، چين بايد ځانګړی رول ولوبوي. دغه هېواد په ۲۰۱۷م کال کې د بريکس پلس مبتکر و چې د بريکس له کورنۍ سره یې د پرمختللو هېوادونو د يو ځای کېدو ګڼ غوښتنليکونه ترلاسه کړل.
په داسې حال کې چې چين د بريکس په ټولشموله کولو کې خورا مهم رول ادا کړی، اوس د دې وخت دی چې د مؤثريت په ډيرولو کې یې هم خپل کردار ادا کړي.
بل اړخ چې هم د بريکس کورنۍ پرې لويېدای شي او هم د لويو اقتصادي قوتونو تر منځ عملي همکاريو ته پکې لومړيتوب ورکول کېدای شي دا دی چې د بريکس پلس د (د مشارکت کمربند) رامنځته شي. په دغه مشارکت کې به د بريکس د اصلي هستې غړي او سيمه ييز اقتصادونه غړيتوب ولري.
د پورتني ماډل په پلي کېدو سره به له يوې خوا د بريکس کورنۍ پراخه شي او له بلې خوا به د بريکس پلس د غړو هېوادونو تر منځ سوداګري د سيمه ييزو بلاکونو له اغېزې خلاصه او لا ډيره ازاده شي.
د نوي پرختيايي بانک د غړو ډيرول د بريکس د ټولشموليت او مؤثريت د ساتلو بله لاره کېدای شي. په دې سره په نړيوال سويل کې د اتصالي پروژو د پلي کولو له لارې د سيمه ييز ادغام بنسټونه لا ډير پياوړي کېدای شي.
يو بل ترتيب دا هم کېدای شي چې د بريکس د مشروطو زيرمو د ترتيب وړتيا لوړه شي. د بريکس پلس د اقتصادونو د ملاتړ لپاره د وسايلو رامنځته کول د پرمختللو هېوادونو په منځ کې د بريکس نفوذ د پام وړ ډيروي او په پرمختللو هېوادونو کې د لويو اقتصادونو ناانډولي له منځه وړي.
که په ټوليزه توګه ووايو، نو د ټولشموليت او مؤثريت تر منځ د تعادل رامنځته کول په لنډمهال کې د بريکس د اصلي هستې د پراخېدو مخنيوي ته اړتيا لري. د بريکس اصلي هستې ته رسېدل بايد د بريکس د مشارکت په کمربند کې له نورو شريکانو سره د اقتصادي همکاريو په ودې پورې تړلي وي او همدا اصل بايد د بريکس پراختيايي ستراتيژي وي.
بالاخره، د مؤثريت او ټولشموليت موخو ته د رسېدو لپاره بريکس سازمان بايد هغه نړيوال نوښتونه په نښه کړي چې د هغو جدي ستونزو په هوارولو کې مرسته کولی شي، کومې چې نن ورځ نړيواله ټولنه ورسره مخ ده.
نړيوالې سوداګرۍ ته په درناوي سره، بريکس بايد د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د يوه نوي نړيوال سوداګريز دور د پيل مشري وکړي، هغه څه چې له لسیزو راهيسې په واقعيت نه دي بدل شوي. د نړيوال پولي نظام په حوزه کې بريکس بايد خپل ليدلوری په لا ډير مؤثر او باثباته ډول وړاندې کړي څو پر بنسټ یې سيمه ييز مالي بنسټونه د پيسو د نړيوال صندوق او نړيوال بانک په څېر نړيوالو مالي ادارو سره ونښلول شي.
په پای کې، بريکس پلس د مؤثريت او ټولشموليت په يو ځای کولو سره د نړيوال سويل ټولو هېوادونو ته باالقوه فرصت ورکوي چې د نړيوال اقتصادي نظام په ښه کولو کې د پام وړ ونډه واخلي.