د برېکس هېوادونو د مشرانو ۱۶مه سرمشريزه د اکتوبر په ۲۳مې نېټې د روسيې په کازان ښار کې ترسره شوه.
د سرمشریزې ګډونوالو د برېکس پر همکاريو بحثونه کړي، د کازان اعلاميه يې خپره کړې او د برېکس د همکاریزو هېوادونو د جوړېدو اعلان يې کړی دی.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ هم په دغې سرمشريزې کې ګډون او وينا کړې او ويلي يې دي، چې برېکس به د پرمختیايي هېوادونو د پیوستون او همکاريو عمده چینل او نړیواله اداره وګرځي او د بدلونونو د هڅولو لپاره به خوځنده ځواک وښيي.
رئیس شي جین پينګ د برېکس پر ټولو غړو غږ کړی، چې د سولې، نوښت، زرغونتيا، عدالت او غوره دودونو ته کار وکړي او کلتوري برېکس دې جوړ کړي.
نوموړي یو لړ داسې ځانګړي اقدامات هم اعلان کړي، چې په نړیوالې ټولنې کې یې تاوده بحثونه راپورته کړي او عامه افکارو پرې مثبتې تبصرې کړې دي.
د چين د معاصرو نړيوالو اړيکو انسټيټيوټ د اروپا او اسيا د څېړنیز مرکز مشر دينګ شياو شينګ چین ميډیا ګروپ ته ويلي، رئيس شي جين پينګ د برېکس سږنۍ سرمشریزې کې د دغه ميکانیزم د غړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو نړيوال مقام او پرمختيايي لارې ته اشاره کړې، چې د چين لارښوونکی رول ترې ښکاري.
د برېکس هېوادونه د نړۍ په اقتصادي تولید کې شاوخوا ۳۰ سلنه جوړوي، د نړۍ نږدې نیمایي نفوس لري او د نړۍ د سوداګرۍ حجم کې یو پر پنځمه برخه نیسي. نړۍ له برېکس څخه هیله لري، چې د سولې او پرمختګ په برخو کې لازیات خدمتونه وکړي.
نړۍ اوسمهال د سیمه ییزو شخړو او لوړو امنیتي کسرونو سره مخ ده.
چین او برازیل د اوکراین د کړکېچ د هواري لپاره “شپږ نظريې” خپرې کړي او له پرمختیايي هېوادونو سره یې د “سولې ملګري” ډله جوړه کړې ده.
د برېکس د غړيو هېوادونو مشرانو تېر کال د فلسطين او اسرائيل د مسئلې په اړه يوه ځانګړې ويډيويي سرمشريزه ترسره کړه. دا ځل چین ” د سولې برېکس” د جوړولو وړاندیز کړی او ويلي یې دي، چې د برېکس هېوادونه دې د نوي امنیتي مفهوم د عملي کولو بېلګه واوسي او د نړیوالې سولې او امنیت په ساتلو کې دې مهم رول ولوبوي.
د چين دغه وړانديز د نړیوالې ټولنې له عمومي تمایل او تمې سره سمون لري.
اوسمهال د نړۍ شاوخوا ۳۰ هېوادونه غواړي، چې د برېکس غړيتوب واخلي او نږدې همکارۍ ورسره وکړي.
د چين او نورو غړو هېوادونو د هڅو په نتيجه کې د برېکس سږنۍ سرمشریزه کې د دغه ميکانيزم د ملګرو هېوادونو د جذبولو اعلان شوی او غړيو هېوادونو او نړيوالو عامه افکارو دا يو ډېر مهم پرمختګ بللی دی.
د روسيې او اسيا د صنعتکارانو او متشبثينو د ګډې ټولنې مشر ويتالي مانکويچ رسنيو ته ويلي، د برېکس د غړو د شمېر پراخوالی د دې ښکارندويي کوي، چې دغه همکاريز ميکانيزم د نړیوال پرمختګ له تمايل او تمو سره سم روان دی.
نوموړي تمه ښودلې، چې “د برېکس کورنۍ” به په راتلونکي کې نور غړي هم جذب کړي او پدې سره به د نړۍ د سولې، ثبات او پرمختګ ملاتړی ځواک نور هم پیاوړی شي.
د برېکس پر جوړېدو ۱۸ کاله اوښتي او د همدې مودې همکارۍ يې د دې څرګندويي کوي، چې د دغه ميکانیزم چارې د نړۍ د پرمختګ له عمومي تمايل سره سمون لري او د سولې، پرمختګ او همکاريو په برخه کې د پرمختيايي هېوادونو ګډې هيلې منعکسوي.
د برېکس هېوادونه به په راتلونکي کې د نړۍ د څو قطبي نوي حالت او د “نوې سړې جګړې” د بحران پر وړاندې متحد او پياوړي پاتې شي او د لوړ پرمختګ نوی حالت به رامنځته کړي او د یوې غوره نړۍ د جوړولو رېښه به وګرځي.