د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو رسنیو ته ویلي، چې د بیارغولو په دې پروژه کې د ۲۸۳ جریبه ځمکې د احاطې دېوال رغول، د فارم لېول کاري، د کارکوونکو لپاره ۱۸ خونې، دفترونه جوړول، د تخمونو د پروسس مرکز جوړول، د کرنیزې ماشینرۍ لپاره ترمیماتي خونه او د اوبو زېرمه شامل دي. بولان څېړنیز فارم د هېواد په کچه یو له هغو فارمونو دی، چې د تخمونو د څېړنې او د عصري کرکیلې د لارو چارو ښودلو په برخه کې بزګرانو ته اسانتیاوې برابروي او د کرنې په برخه کې بېلابېلې څېړنې هم په کې ترسره کېږي. نوموړی وايي چې په دې سره به د کروندګرو په حاصلاتو او د دوی په اقتصاد کې د پام وړ مثبت بدلون راشي.