ښايي ډېرو ژوند کړی وي، عمر به یې تېر شوی وي، د ژوند خوږې او ترخې به یې لیدلې وي؛ خو ښايي د عمر تر پایه یې د خپل وجود وړتیاوې نه وي پېژندلې. دوی یوازې خوړلي، څښلي او ځان یې تقدیر ته سپارلی دی. خو هغو چې ځان پېژندلی، په نړۍ کې یې ستر بدلونونه راوستلي دي، هغوی پر دې پوه شوي چې نړۍ د انسان لپاره پيدا شوې ده، انسان د مرګ لپاره نه دی پيدا، مرګ د انسان لپاره پیدا دی، انسان د ژوند لپاره پيدا دی څو په نړۍ کې د انسانیت او انساني ژوند ستر سمبول شي، انسان ته ښايي چې د ځمکې پر سر خپل رسالت تر سره کړي، هغه رسالت د ښه، با وقار او دینداره ژوند تېرول دي. ارواپوهنې په دې وروستیو کې ډېر پرمختګ کړی دی، له خپل پرمختګ سره یې جوخت هغو ټولنو ته هم د پرمختګ واګې په لاس ورکړې، چې ارواپوهنه مطالعه کوي او ارواپوهنې ته د ارزښت په سترګه ګوري، خو په هر حال، ارواپوهنه هغه علم دی چې د انسان نه لیدونکي قدرتونه یې ولیدل، انسان ته یې پر ځان باور، پاکي، مینه، محبت، کورنۍ ژوند، د اولاد روزل او ډېر نور داسې مهارتونه ور وښودل، چې تر ننه انسان هغه نه وو عملي کړي.