په کابل کې د روسیې سفارت وایي، د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به مسکو د افغان سولې په تړاو د روسیې، امریکا او چین هېوادونو کوربه وي. له یاد سفارته د خپرې شوې اعلامیې له مخې، په دغه درې اړخیزه ناسته کې د افغانستان لپاره د یادو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي. ټاکل شوې چې په دغه غونډه کې د افغانستان پر روانو حالاتو، په دوحه کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ پر خبرو او دغه راز د افغانستان د ملي پخلاینې پر بهیر هم خبرې وشي.
په روسیه کې د افغان سولې په تړاو دا غونډه خورا مهمه ده. افغانستان د وروستیو کلونو سترې جګړې د دغو هېوادونو د ګټو د ټکر له امله وې. که څه هم واړه سیمه ییز لوبغاړي هم شته، خو سترو هېوادونو په افغانستان کې ټکر کړی او همدلته یې هڅه کړې چې یو بل ته کندې وکیندي. که پرون د شوروي اشغال او پر وړاندې یې د افغان ولس مقاومت و او که نن د امریکا اشغال او پر وړاندې یې جګړه ده، د سترو قدرتونو رول او ګټې پکې نه شو هېرولی. امریکايي څېړنیز مرکزونه او نور څېړونکي واضح وايي، چې افغانستان ته د امریکا د راتګ یو اساسي دلیل په منځنۍ اسیا کې روسیې ته سرخوږی جوړول او د چین محدودول دي. دا چې دغو هېوادونو د امریکا پر وړاندې څومره غبرګون ښودلی، جلا بحث دی، خو ورو ورو د دغو هېوادونو په ځانګړي ډول روسیې او امریکا ټکر واضح کېږي. اوس چې دغه هېوادونه سره کښېني، خبرې کوي او د افغانستان په تړاو د نظر یووالی رامنځ ته کوي، نو دا له شک پرته د افغانستان له سولې او ثبات سره مخامخ مرسته کوي.
له بله اړخه د سترو هېوادونو ترمنځ د افغانستان پر سر توافق سیمه ییز واړه لوبغاړي هم اړ کولی شي، چې د افغانستان له سولې او ثبات سره مرسته وکړي. که امریکا، روسیه او چین درې واړه له پاکستان څخه په جدي ډول وغواړي، چې په افغانستان کې جګړې ته لمن ونه وهي، نو له شک پرته چې پاکستان به بیا دا جرأت ونه کړي. همداسې که روسیه او چین له ایران څخه وغواړي چې په افغانستان کې د جګړې پر ځای له سولې او ثبات سره مرسته وکړي، نو ایران به اړ شي چې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي. اوس ستونزه دا ده چې ستر قدرتونه په ټکر کې دي او سیمه ییز لوبغاړي هم له سترو قدرتونو سره په ګډه د خپلو ګټو لپاره جګړې ته لمن وهي. سیمه ییز لوبغاړي خپل اهداف هم لري، خو له دې امله چې ستر قدرتونه ترې د جګړې غوښتنه کوي، نو ځکه دوی په ډاډه زړه دې جګړې ته زور ورکوي.
داسې ښکاري چې امریکا د افغانستان له لارې چین او روسیې ته هغه ګواښ نه شي رامنځ ته کولی، چې غوښتل یې. له بله اړخه روسیه په افغانستان کې د داعش له وېرې د امریکا د ماتولو فکر هم کمزوری ګڼي، نو ځکه غوره ګڼي چې په افغانستان کې یو ګډ توافق رامنځ ته شي. دا ګډ توافق چې که پایله یې سوله او امن وي، د دریو واړو هېوادونو ترڅنګ، د افغانستان په ګټه هم دی او پکار ده چې پوره ملاتړ یې وشي.