په قطر کې د سولې په تړاو په خبرو کې د پرمختګ، خو په افغانستان کې د وینې تویېدنې او وحشت د زیاتېدو خبرونه دي. طالبان په روژه کې د جګړې د زیاتېدو خبره کوي او وايي چې دغه کار یې ثواب لري، خو حکومت د خپلې جرګې د مشورې او پرېکړې خلاف درنو بمباریو او چاپو ته زور ورکړی دی. امریکايي استازی زلمی خلیلزاد پر طالبانو او حکومت د تاوتریخوالي د کمولو غږ کوي، خو خپله امریکا نه یوازې دا چې وحشت او جګړه کموي نه، بلکې پر ملکي وګړو او طالبانو لا زیات درانه بمونه غورځوي، وحشت کوي، خلک وژني او جګړه زیاتوي.
له دې زیاتېدونکې جګړې سره اوس دا پوښتنه جدي شوې، چې ایا د سولې کومه رښتینې هڅه روانه ده او که روانې خبرې نورې موخې لري؟
څومره چې د سولې په خبرو کې د پرمختګ او له ښکېلو اړخونو څخه سولې ته د ژمنتیا غږ را پورته کېږي، دومره د جګړې په ډګر کې مثبت بدلون نشته. نه یوازې دا چې مثبت بدلون نشته، بلکې منفي بدلونونه دي. حکومت د سولې په تړاو جرګه را وغوښتله او د جرګې د ټولو کمېټو په غوښتنو کې د شپنیو عملیاتو او بمباریو د بندېدو او د اوربند غوښتنې وې. که څه هم اوربند باید دوه طرفه وي او حکومت وویل چې که طالبان اوربند کوي، دوی حاضر دي چې اوربند وکړي، خو که اوربند نه کېږي، بمبارۍ او شپني عملیات خو باید ودرول شي. له بده مرغه له جرګې وروسته شپني عملیات او بمبارۍ زیاتې شوې دي، چې ډېره مرګ ژوبله یې ملکي وګړو ته اوړي.
طالبان هم له بده مرغه د سولې د خبرو تر څنګ، پر جګړه ټینګار کوي. دوی په روژه کې د جهاد د ثواب خبره کوي. دا سمه ده چې په روژه کې جهاد ثواب لري، خو د خپل ورور وژل جهاد او ثواب دی!؟ طالبان نه پوهېږي چې اردو او پولیس چې د دوی پر وړاندې ولاړ دي، د څه لپاره جګړه کوي او ایا دوی مسلمانان نه دي؟ خو له بده مرغه دوی پر هر څه پوهېږي او بیا هم پر جګړه ټینګار کوي. که طالبان په اوربند کې ستونزه لري او دا نه کوي، لږ تر لږه جګړه دې کمه کړي، څو سولې ته لا زیاته زمینه برابره شي.
تر حکومت او طالبانو بیا زیات امریکا په دې چاره کې منافقت کوي. له یوه اړخه حکومت او طالبانو ته وايي چې تاوتریخوالی کم کړي، خو له بله اړخه بیا خپله وحشت او جنایت کوي. همدا پرون د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر د کورنیو چارو له سرپرست مسعود اندرابي، د ملي امنیت له رییس معصوم ستانکزي، له لوی درستیز جنرال بسم الله وزیري او د فاریاب له والي نقیب الله فایق سره په خبرو کې ویلي، چې عملیاتو ته به دوام ورکړي. ډېری درنې بمبارۍ او چاپې یا د امریکايي ځواکونو له خوا وهل کېږي، یا د هغوی په غوښتنه کېږي او یا هم لږ تر لږه د دوی په خوښه کېږي. نو که دوی رښتیا تاوتریخوالی را کموي، ولې له خپله اړخه پیل نه کوي!؟
د جګړې له زیاتېدونکي حالته ښکاري چې له بده مرغه ښکېل لوري لا هم پر جګړه ټینګار کوي او د سولې په خبرو کې رښتیني نه دي.