د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو جزیات لا هم پټ دي. یوازې دومره ویل کېږي چې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د چا پر ضد د افغان خاورې پر نه کارولو خبرې شوې دي. دغه راز خلیلزاد وايي چې اوربند او له افغان حکومت سره خبرې هم د اجنډا برخه وې، خو طالبان وايي چې دا د افغانستان کورنۍ چاره ده او له امریکا سره له توافق وروسته به پرې له افغانانو سره خبرې کوي.
د هر پړاو په پیل کې ویل کېږي، چې دا ځل به نوې خبرې کېږي. د هر پړاو په پای کې یوازې د پرمختګ خبره کېږي، خو جزیات یې نه وي. که د خبرو جزیات نشته، خو څه داسې بدلونونه شته چې پر مټ یې موږ کولی شو، پوه شو چې څه لوبه روانه ده. تر ګردو لومړی موږ پوهېږو چې امریکا غواړي د سولې له لارې هغه څه تر لاسه کړي چې په جګړه کې یې ترلاسه کول ورته ستونزمن وو؛ له همدې امله اوس له طالبانو سره خبرو ته حاضره شوې او د جګړې پر ځای د سولې خبرې کوي. روښانه معلومیږي چې امریکا غواړي په افغانستان کې خپل نظامي ځواک کم او بدل کړي او یو بدلون ته لاره برابره کړي. دا چې دا بدلون پوره سوله دی او که نه، بېل بحث دی، خو امریکا نور نه غواړي چې اوسنی حالت دوام وکړي.
له بده مرغه په کابل کې لا هم دا فکر واکمن دی چې امریکا به زموږ سره مرسته کوي او موږ به له طالبانو سره همداسې جګړې ته دوام ورکوو. دوی لا هم فکر کوي چې امریکا به ورته طالبان ماتوي او یا به یې هم اړ کوي چې د دوی د خوښې سوله وکړي. همدا تېروتنه ده چې موږ یوې بلې تیارې ته وړي. افغان دولت هېروي چې امریکا نور دغه جګړه نه غځوي او نه هم طالبانو ته د تسلیمۍ خبره کوي. امریکا اوس طالبانو ته ارزښت ورکوي، د خبرو لپاره ورته ځانګړی استازی ټاکي، بیا بیا کتنې ورسره کوي او د طالبانو د غوښتنو منلو ته تیارېږي، نو چې کله امریکا له ټول قوت سره خپل دریځ بدلوي، حکومت ته پکار ده چې خپل دریځ بدل کړي، که نه په طبیعي ډول زیان کوي. کله چې امریکا له طالبانو سره توافق کوي او آن معامله ورسره کوي، نو دا لرې نه ده چې یو مخ به اوسني حکومت ته شا کړي. تازه ویل شوي چې د افغان امنیتي ځواکونو سره به د امریکا مرستې کمېږي. رویټرز اژانس ويلي چې امریکا د افغان ځواکونو لپاره ځانګړي شوي شپږ سوه میلیونه ډالره له مکسیکو سره پر جوړېدونکي دېوال لګوي. که پر تاریخ له ټینګار او احساساتي خبرو را تېر شو، له امریکا پرته، نه دا حکومت دوام کوي او نه هم بل داسې کوم بدیل شته چې د امریکا ځای ډک کړي، نو حکومت ته پکار ده چې خپل دریځ ته له سره کتنه وکړي.
پر بې ارزښته او کم ارزښته مسایلو ټینګار، د واک د انحصار او دوام حرص او له روانو حالاتو کمزوری درک به نه یوازې اوسني چارواکي کندې ته وغورځوي، بلکې افغانستان به له ستونزو سره مخ کړي. له همدې امله پکار ده چې حکومت او سیاستوال له طالبانو سره د خبرو او جوړجاړي لپاره له شرطونو او خنډ جوړولو تېر شي او یو پراخ خپلمنځي تفاهم ته لاره هواره کړي.