په قطر کې له طالبانو سره د امریکايي پلاوي له شپږم پړاو خبرو وروسته اوس داسې ښکاري، چې دا خبرې بې پایلې وې. تمه وه چې دا ځل به په خبرو کې مهم پرمختګ وشي، خو طالبانو او زلمي خلیلزاد له خبرو وروسته دومره وویل، چې خبرې ښې وې. خلیلزاد زیاته کړه چې په چټکۍ سره باید مخکې ولاړ شو، خو طالبانو ویلي چې پاتې مسایل به په راتلونکو غونډو کې حل شي. د دواړو اړخونو له څرګندونو ښکاري، چې د شپږم پړاو خبرې ښې نه وې. اوس پوښتنه دا ده چې د سولې خبرې له کوم جدي خنډ سره مخ شوې دي؟
تر شپږم پړاو وړاندې باید په قطر کې بینالافغاني غونډه شوې وی، خو د غونډې د ګډونوالو پر سر د اختلاف له امله دا غونډه ونه شوه. په دې غونډه کې امریکا غوښتل طالبان د دوی د دریځ خلاف له حکومتي پلاوي سره مخ کړي، خو طالبانو مقاومت وکړ او پایله یې هم دا شوه چې غونډه ونه شي. ظاهراً داسې ښودل کېده چې حکومت ناسم لېست جوړ کړ او د غونډې پر وړاندې خنډ شو، خو څه چې حکومت کول، هغه د امریکا په خوښه وو، ځکه امریکا غوښتل حکومت له طالبانو سره مخ کړي. طالبانو دا هر څه درک کول او ورته ښکارېدله چې امریکا د دې غونډې په جوړولو کې هغسې جدي نه وه، لکه د مسکو په غونډه کې چې وه.
له بله اړخه د سولې له خبرو سره هممهاله پر وسله والو طالبانو او کلیوالو شپنیو عملیاتو او چاپو زور اخیستی دی. خلیلزاد بیا بیا له طالبانو غوښتل چې جګړه کمه کړي، خو امریکا خپله جګړې ته زور ورکاوه. همدې چارې پر قطري طالبانو د نظامي طالبانو فشار زیات کړ او دا پر امریکا د شک لامل شو. طالبان چې په جګړه کې پښه نیولي وو، خپله هم را وړاندې شول او پایله یې د څو وروستیو ورځو د جګړو او وژنو شدت دی.
د قطر د شپږم پړاو خبرو د جزیاتو په اړه هم ویل کیږي، چې خلیلزاد ډېر زیات ټینګار کړی چې طالبان باید اوربند او له افغان حکومت سره خبرې وکړي. که څه هم پر نورو مسایلو خبرې شوې، څه پرمختګ هم شوی دی، خو خلیلزاد ویلي چې که طالبان دا ونه مني، نو ستونزه نه حل کېږي. طالبان بیا پر خپل دریځ ولاړ دي او وايي چې له امریکا سره د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د چا پر ضد د افغان خاورې پر نه استعمال له توافق وروسته به پر اوربند او نورو چارو له افغانانو سره خبرې کوي. همدې چارې ستونزه پیدا کړې او پر شپږم پړاو خبرو یې هم ژور سیوری غوړولی و.
طالبانو ته نږدې کسان وايي چې خلیلزاد بیا بیا په خبرو کې خپل دریځ بدلوي، پر پخوانیو هوکړو له سره بحث کوي او پر اصلي موضوعاتو د بحث پر ځای فرعی او کم ارزښته مسایلو ته پام کوي. له همدې امله طالبان داسې احساس کوي چې امریکا نه غواړي په رښتیني ډول سوله وکړي. اوس داسې ښکاري چې طالبان د سولې لپاره د امریکا پر اراده بې باوره کېږي او امریکا هم فکر کوي چې طالبان له خپل دریځه نه شي اړولی، چې دې چارې د سولې خبرې له یوه جدي خنډ سره مخ کړې دي. که د طالبانو دریځ نرم نه شي او امریکا ثابت او رښتینی دریځ غوره نه کړي، نو دا وېره زیاته ده چې دا خبرې به له ناکامۍ سره مخ شي.