د ولسمشرۍ کاندیدانو شورا یو ځل بیا ویلي، چې ولسمشر غني باید واک یا ولسمشرۍ ته کاندیدي پرېږدي او یا دې هم واک سرپرست حکومت ته پرېږدي. دوی د اساسي قانون پر ۶۱مه ماده استناد کوي او وايي چې د ولسمشر وخت پوره دی او کار یې ناقانونه دی. دغه شورا چې پکې ۱۲ کاندیدان را ټول شوي وايي، که ښاغلی غني د اساسي قانون خلاف کار ته دوام ورکړي، دوی به د یوې اجماع له مخې د دولت د سرپرست د ټاکلو تکل وکړي. دوی وايي چې یوه شورا به جوړېږي او د هغې شورا له خوا به د سرپرست حکومت مشر ټاکل کېږي. ارګ بیا وايي چې سرپرست حکومت د اساسي قانون خلاف دی او په دې ډول دا غوښتنه هم ردوي. دوی وايي چې ولسمشر به د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې خپل کار ته دوام ورکوي.
د اساسي قانون له مخې د ولسمشر وخت پوره دی او پر قانون یې استدلال هم ناسم او د اساسي قانون او ولسوالۍ خلاف دی. ځکه ولسمشر د یوې ټاکلې مودې لپاره انتخابېږي او کله یې چې وخت پوره شي، نو باید نوي ولسمشر ته واک پرېږدي. اوس نوی ولسمشر نشته او لامل یې هم دا دی چې ولسمشر او حکومت یې بې کفایته دی او ونه توانېد چې سم ټاکنیز کمېسیونونه وټاکي او ټاکنې په خپل وخت وکړي. اوس چې د دوی د بې کفایتۍ له امله نوی ولسمشر نه دی تاکل شوی، نو پړه یې پر ارګ ده. که ارګ همداسې ټاکنې نه کوي او ځنډوي یې او غواړي خپل واک وغځوي، نو دا بیا په هېڅ ډول قانوني نه ده او پکار ده چې مخه یې ونیول شي.
اوس د کاندیدانو غوښتنه او د هغوی له خوا وړاندې شوی بدیل هم قانوني نه دی، خو مانا یې دا نه ده چې ولسمشر غني دې د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته، همداسې واک ته دوام ورکړي. ولسمشر د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د یوې ورځې لپاره هم په واک کې د پاتې کېدو حق نه لري. دا چې نوی ولسمشر نشته او موږ له یوې قانوني ستونزې سره مخ یو، پکار ده چې دې ستونزې ته حل پیدا شي. دا حل باید داسې نه وي چې د کاندیدانو شورا یې وايي، خو داسې هم باید نه وي، لکه ارګ یې چې وايي. پکار ده چې یوه منځنۍ حللاره پیدا شي. د دې لپاره چې دا منځنۍ لاره هم عملي وي او هم قانوني، نو پکار ده چې اساسي قانون او د افغانستان حالاتو ته په کتو سره، دا لاره وټاکل شي. د دې لارې لپاره لومړی باید ارګ ومني چې د ولسمشر وخت پوره دی او په قانوني ډول حق نه لري چې ولسمشر وي. اوس چې قانون د داسې حالت لپاره بله لاره نه ده ښودلې، نو باید د افغانستان حالت ته په کتو سره یو سیاسي حل را پیدا شي. په سیاسي حل کې باید ولسمشر واک ته دوام ورکړي، خو باید روښانه کړي چې ټاکنې به په اعلان شوې نېټه کوي. له بله اړخه د دې لپاره چې د ټاکنو د ځنډ لامل خپله ولسمشر دی، نو باید په تأدیبي ډول یې ځینې واکونه او صلاحیتونه کم شي او په دې ډول دا ستونزه حل شي.