پرون د ولسي جرګې لپاره د دویم پړاو ټاکنې وشوې، چې پایله یې لانجمنه شوه، خو د جرګې موقت رییس میر رحمان رحماني چې ۱۲۳ رایې اخیستې وې، د جرګې رییس اعلان کړ. ډېرو وکیلانو اعتراض وکړ او د دغه اعلان مخالفت یې وکړ. دوی وویل چې موقت رییس پیسې اخیستې او د قانون پر اساس رحماني رییس نه دی، ځکه چې د جرګې رییس باید له حاضرو غړو څخه ( ۵۰+۱) رایې واخلي او په پروني نصاب کې دا رایې ۱۲۴ ګڼل شوې وې. دا لانجه پاتې ده او وروسته به حل کېږي، خو د ولسي جرګې غړو د ریاست لپاره په دوو پړاوه ټاکنو کې له اوسنۍ جرګې خلکو ته خپل لومړنی تصویر ورکړ.
پر تېره ولسي جرګه ډېرې نیوکې وې. ډېری وکیلان یې کمېشنکاران ګڼل کېدل. نه یوازې دا چې وکیلانو به پر حکومت د امتیاز اخیستلو لپاره فشار راوړ، بلکې پخپله په جرګه کې دننه هم پراخ فساد و. وکیلان به خپله یو بل پر فساد او بډو اخیستلو تورنول. وزیرانو ته رایې په پیسو وې، دوی به وزیران را غوښتل او بیا به یې پرې فشار راوړ، چې قراردادونه ورکړي، خپل خپلوان یې مقرر کړي او پیسې ترې واخلي. د تېرې جرګې یو خیانت چې تاریخ به یې هېر نه کړي، دا و چې له امریکا سره یې امنیتي تړون په پټو سترګو تایید کړ او په بدل کې یې له حکومت او امریکا امتیازات واخیستل. تمه وه چې نوې ولسي جرګه به بدله وي، خو له لومړیو ورځو ښکاري چې دا جرګه هم د پخوانۍ هغې پر پله روانه ده. لومړنیو ګامونو ته په کتو یې ښکاري چې دا به تر پخوانۍ جرګې ډېره خرابه وي، ځکه چې له لومړۍ ورځې پکې د چټلو معاملو، بډو، رای پلورنې او فساد معاملې روانې وې. دوی نه یوازې له ولسي جرګې د باندې د دغو معاملو لپاره هڅې کولې، بلکې په ولسي جرګه کې دننه او بیا آن رییس ته رایې ورکولو پر وخت یې هم معاملې روانې وې او د رایو پېر او پلور روان و. خپله د جرګې موقت رییس بیا بیا وویل چې دلته د رایو پلورل او پېرل ودروئ او ګواښ یې وکړ چې که د رایې ورکولو پر مهال دا معاملې بندې نه شي، نو غونډه به ختمه کړي. دا هر څه د ولسي جرګې پر ټلوېزیون خپرېدل او خلکو لیدل.
پایله یې هم همداسې وه. د جرګې ریاست کوم عالم نه دی ګټلی او کوم سیاستوال هم نه دی ګټلی، بلکې د جرګې ریاست د امریکایانو یو قراردادي ګټلی، چې ډېرې پیسې لري او ټول پوهېږي چې رایې یې وپېرلې او تر ریاسته یې ځان ورساوه. د رییس خبره پر خپل ځای، خو تر سلو ډېرو وکیلانو خپلې رایې وپلورلې او دا ښکاره کوي چې دا جرګه هم د مفسدینو او معامله ګرو یو داسې کنډک دی، چې ښه خلک پکې کم دي. له بده مرغه د دې ولسي جرګې ډېری غړي هم د امریکا قراردادیان، مفسدین او هغه کسان دي چې په بډو بریالي شول او په جرګه کې یې هم کار بډې اخیستل، معاملې او فساد دی. له لومړۍ ورځې ښکاري چې له دې جرګې هم باید د خیر او سم کار تمه ونه شي.