د افغانستان او روسیې د اړیکو د سلمې کلیزې په پلمه مسکو ته وربلل شوو طالب استازو او افغان سیاستوالو سره لیدلي دي. دوی د لومړۍ ورځې په خبرو کې د یو بل پر منلو او افغان شخړې پر سیاسي حل ټینګار کړی دی. دواړو اړخونو د اشغال د خاتمې او د افغانانو پر یووالي ټینګار کړی دی. که څه هم افغان سیاستوالو او طالبانو تر دې پخوا هم په مسکو کې سره لیدلي وو او مثبتې خبرې یې کړې وې، خو دا ځل غونډې ته د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا غني برادر هم ورغلی دی. دا لومړی ځل دی چې ملا برادر د سولې د خبرو لپاره له قطر څخه بهر وځي او په رسنیو کې را ښکاره کېږي. تمه ده چې د طالب استازو او افغان سیاستوالو ترمنځ به د څلورمې ورځې خبرې له لا زیاتې مثبتې روحیې ډکې وي.
دې غونډې ته له دې اړخه هم د اهمیت په سترګه کتل کېږي، چې تر دې وړاندې د قطر کېدونکې بینالافغاني غونډه د حکومت د اعلان شوې لېست او د امریکا د چل او فریب له امله لغوه شوې وه. له وړاندې هڅې روانې وې چې بېرته ژر بینالافغاني ناسته وشي. که څه هم دا ناسته په هغه ډول نه ده چې ټاکل شوې وه په قطر کې وشي، خو بیا هم مهم سیاستوال او طالبان سره مخ کېږي او د افغان سولې په اړه خبرې کوي. د دغو خبرو اهمیت له دې اړخه هم مهم دی چې دواړه اړخونه په یوه پیاوړي هېواد کې سره کښېني، کوم چې د افغان سولې په پروسه کې د مثبت رول لوبولو هڅه کوي. دا مثبت رول به د دې لپاره نه وي چې هغوی له افغانانو سره مینه او یا کوم بل تړاو لري، بلکې په افغانستان کې جګړه خپلو ګټو ته خطر ګڼي او غواړي دغه هېواد ته سوله او ثبات را وګرځي. په دې غونډه کې د امریکا توافق هم شرط دی، ځکه چې که د امریکا توافق نه وی، سخته وه چې یا له کابل څخه سیاستوال دې غونډې ته ورغلي وی او یا هم له قطر څخه طالبان. له کابل څخه په ورغلو سیاستوالو کې داسې کسان شته چې د امریکا له خوښې پرته ګام نه اخلي، نو ځکه په دې غونډه کې د امریکا توافق ښکاري. همداسې که امریکا د دې غونډې مخالفت کولی، نو طالب استازو ته به یې له قطر څخه د ورتګ اجازه نه وی ورکړې.
اوس د دې موقع ده چې بینالافغاني خبرې لا زیاتې شي. د مسکو دا غونډه باید په قطر یا بل هېواد کې پراخې بینالافغاني غونډې ته زمینه برابره کړي. څومره چې افغانان یو له بل سره ویني، همدومره فاصلې کمېږي، له زړونو نفرتونه وځي او د یو بل منلو روحیه پیاوړې کېږي. له همدې امله د مسکو د غونډې هرکلی پکار دی. ځینې کسان به په دې خاطر د دې غونډې مخالفت کوي، چې په مسکو کې شوې ده. دا به ډېر ښه حالت وی چې که په افغانستان کې د داسې غونډو امکان وی، خو د اوس لپاره دا چاره ستونزمنه ده، نو ځکه په هر ځای کې چې افغانان کښېني او مثبتې خبرې کوي، پکار ده چې ملاتړ یې وشي.