د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د اووم پړاو خبرو لپاره په نږدې وخت کې قطر ته ورځي او له هغوی سره به د سولې په تړاو خبرې کوي. خلیلزاد له وړاندې ویلي چې دا ځل به خبرې ډېرې متفاوتې وي او ځینې مسایل به وروستي کړي. خلیلزاد تر دې خبرو وړاندې په اروپا کې خپل متحدین او پاکستاني چارواکي هم کتلي او ترې غوښتي یې دي چې د سولې په چاره کې مرسته وکړي.
خو دا ځل به رښتیا هم په خبرو کې کوم مهم پرمختګ وشي؟
خلیلزاد په داسې وخت کې قطر ته ورګرځي، چې د سولې په تړاو د جدي خنډونو خبرې کېږي. له یوه اړخه شپږم پړاو خبرې له جدي خنډونو سره مخ وې او له دواړو اړخونو داسې غوښتنې شوې وې، چې خبرې یې ستونزمنې کړې. له بله اړخه طالبان تر کم ساري نظامي فشار لاندې دي. داسې ښکاري چې په اووم پړاو کې به طالبان دغو دوو مسایلو ته جدي پام کوي. امریکا بیا بیا له طالبانو غوښتنه کوي، چې تاوتریخوالی را کم کړي، اوربند وکړي او یا هم جګړه کمه کړي، خو له خپله اړخه بیا تاوتریخوالی زیاتوي. خپله امریکایان مني چې یوازې په یوه میاشت کې یې نږدې ۶۵۰ بمونه پر طالبانو غورځولي دي، چې هره ورځ تر شلو ډېر بمونه کېږي. ځینو نظامي چارواکو یې دا هم ویلي، چې دا بریدونه به زیاتوي. که څه هم په دغو بریدونو کې ډېری ملکي وګړي وژل کېږي، خو طالبانو ته یې هم درنه مرګ ژوبله اړولې ده. اوس چې د خبرو اووم پړاو پیلېږي، نو طالبان به له خلیلزاد سره په جدیت دا بحث مطرح کوي، چې د سولې خبرې او دومره نظامي فشار پر یو وخت څه مانا لري. طالبان د خپل مجبوریت پر اساس هم دا بحث مطرح کوي، ځکه چې پرله پسې د جګړې له ساحو او نظامیانو دا پیغامونه تر لاسه کوي، چې امریکا نظامي فشار ډېر کړی او د سولې خبرې ګټه نه کوي. له همدې امله به دا بحث په جدیت مطرح کړي. که امریکا د طالبانو دا بحث جدي وانه خلي او ستونزه حل نه کړي، نو وېره ده چې خبرې به له لویې ناکامۍ سره مخ شي. دویم بحث دا دی چې طالبان به نور امریکايي چارواکو ته واضح ووايي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د چا پر ضد د افغان خاورې نه د استعمال بحثونه باید دا ځل وروستي شي او په همدې اووم پړاو کې پرې توافق وشي. خلیلزاد به بیا ټینګار وکړي چې له دې سره باید طالبان له افغان حکومت سره خبرې او اوربند هم ومني او دا هغه څه دي چې طالبان یې لا هم منلو ته تیار نه دي. له همدې امله به یا امریکا تنازل کوي او یا به هم طالبان نرمي ښيي چې شونتیا یې کمه ده.
په دې ډول په اووم پړاو خبرو کې به جدي بحثونه وشي او که مهم پرمختګونه پکې ونه شي، نو د سولې روان بهیر به له لوی خنډ سره مخ شي. څه چې دا پرمختګونه له خنډ سره مخ کوي، هغه د امریکا له چل او ول نه ډک سیاست او د طالبانو «یوه خبره» ده چې تنازل ترې نه کوي.