د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي چې داعش له طالبانو سره د سولې د پروسې له بریالیتوب وروسته، د جګړې لپاره تیاری نیسي. نوموړي پرون په شمال کې د امنیتي ځواکونو یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې په شمال او په ځانګړي ډول جوزجان کې یو ځل بیا د داعش فعالیتونه پیل شوي او که په چټکۍ یې مخه ونه نیول شي، نو شمېر به یې زرګونو ته ورسیږي.
اوس پوښتنه دا ده چې له طالبانو سره د سولې د خبرو له بریالیتوب وروسته، داعش څومره جدي ګواښ دی؟
له طالبانو سره د امریکا د خبرو او د سولې په تړاو یو تحلیل دا دی، چې امریکا له طالبانو سره د سولې له لارې غواړي داعش ته د فعالیت زمینه برابره کړي. که څه هم له طالبانو سره د خبرو لرۍ تر اوسه ډېره بریالۍ نه ښکاري، خو دا چې امریکا له طالبانو سره خبرو ته حاضره شوې، ډېری کسان د امریکا پر نیت شک کوي او فکر کوي چې امریکا غواړي له طالبانو سره سوله وکړي، خو جګړه به د داعش پر مټ غځوي. څه وخت وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په واضحو ټکو وویل، چې له طالبانو سره سوله به په افغانستان کې ټوله جګړه ختمه نه کړي. د خلیلزاد او نورو امریکايي چارواکو دا ډول خبرو هغه تحلیل پیاوړی کړ، چې امریکا نه غواړي جګړه ختمه شي، بلکې غواړي طالبان سوله وکړي، خو یوه برخه نارضایان یې باید له داعش سره یو ځای شي او په دې ډول داعش پیاوړی شي.
پر امریکا دا تور هم دی چې د داعش ملاتړ کوي، وسلې او تجهیزات او مالي ملاتړ یې کوي او ډېر کله یې په الوتکو کې ځینو سیمو ته لېږدوي. دا بحث آن رسمي چارواکو، د ولسي جرګې غړو او مهمو سیاستوالو را پورته کړی دی، چې لا هم نه د حکومت او نه هم د امریکا له خوا ورته قناعت بښونکی ځواب ورکړل شوی دی. اوس چې د سولې خبرې روانې دي، پر طالبانو نظامي فشار هم تر بل هر وخت زیات شوی دی، خو له همدې سره په یو وخت کې په ختیځ او شمال کې د داعش د فعالیتونو د پراخېدو رپوټونه ورکړل شوي دي. خپله د ولسمشر لومړي مرستیال دا خبره کړې او ویلي دي چې ولسمشر ته یې په دې اړه خبر هم ورکړی دی.
دغو ټولو بدلونونو او د امریکا کړنو ته په کتو سره ښکاري، چې په منظم ډول د داعش لپاره کمپاین کېږي. ښايي له همدې امله وو چې په شپږم پړاو کې طالبانو له امریکا سره دا بحث را پورته کړ، چې پایله یې لانجمنه شوه او له دې سره د شپږم پړاو خبرې له یو ډول ناکامۍ سره مخ شوې. اوس طالبان هم د داعش بحث او له دوی سره له سولې وروسته د جګړې د دوام پلان ته متوجه شوي او غواړي مخه یې ونیسي. یوازې طالبان نه، بلکې هر افغان باید د داعش پروژې، د داعش فعالیتونو او د داعش د ملاتړو پروګرامونو او پلانونو ته متوجه وي. له سولې مخکې او بیا تر هغه ډېر له سولې وروسته د داعش د پراخیدو او پر مټ یې د جګړې دوام خطر جدي دی او باید سره له اوسه یې د مخنیوي لپاره ګامونه پورته شي.