دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

سوله؛ زموږ، سیمې او امریکا له سترګیو

جون 16, 2019
in دریځ
0 0

ولسمشر غني د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو په غونډه کې د سولې په اړه خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې دوی د امریکا تضمین معتبر ګڼي. نوموړي زیاته کړې: «موږ د سیاسي حل موندلو لپاره د امریکا تعهد معتبر ګڼو او د سولې په اړه د نړیوالې اجماع جوړولو په خاطر له ټولو خپلو نړیوالو شریکانو سره ضروري هماهنګي لرو، خو ستر پرمختګ د سولې لپاره سیمه ییزه اجماع غواړي او همدا راز باید د طالبانو پر ملاتړ کوونکو د هغوی د اتکا مسئله حل شي».

د افغان سولې په تړاو د کورنۍ، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع خبرې کېږي، خو رښتیا په دې تړاو ادعاوې څومره سمې دي؟

په کور دننه بحث واضح دی. خلک سوله غواړي، داسې چې جګړه بنده شي او د دوی سترې ګټې او ارزښتونه خوندي شي. سیاستوال هم تر ډېره سوله غواړي، خو داسې چې د دوی واک او ځواک پکې خوندي شي. حکومتي مشران بیا د سولې غوښتنه د خپل واک له دوام سره غوټه کوي، نو ویلي شو چې په کورنۍ اجماع کې لا هم ستونزې شته او د ستونزې اساسي برخه اوسني چارواکي دي.

له پاکستان، هند او ایران پرته د سیمې هېوادونه غواړي افغانستان کې سوله وي، ځکه دلته د جګړې دوام دوی ته هم ګواښ پېښولی شي او وېره ده چې جګړه به ور وغځېږي. دوی په سوله کې اقتصادي او نورې ګټې هم لري. له همدې امله د چین او روسیې په ګډون، د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کوي. پاکستان هغه وخت له سولې ملاتړ کوي، چې ګټې یې پوره خوندي شي او ډاډه شي چې راتلونکی افغانستان به داسې پیاوړی نه وي، چې د دوی ګټې وګواښي. ایران هم د خپلو ګټو لپاره غواړي جګړه دوام وکړي. هند بیا غواړي چې پاکستان د افغانستان په جګړه کې همداسې ښکېل وي، څو له یوه اړخه په نړیواله کچه تر فشار لاندې وي او له بله اړخه کمزوری شي. له همدې امله تر سولې، جګړه غوره ګڼي.

د نړیوالې اجماع په اړه باید ووایو چې له امریکا پرته، د نړۍ لویه برخه غواړي افغانستان ته امن را وګرځي. امریکا غواړي افغانستان کې له طالبانو سره جوړجاړی وکړي، خو نه غواړي چې جګړه بنده شي. له همدې امله بیا بیا وايي چې داعش جدي خطر دی او کمپاین ورته کوي. امریکا پر دې کار کوي چې له طالبانو سره له سولې وروسته د داعش پر مټ جګړه وغځوي. امریکايي چارواکي په واضحو ټکو وايي چې له طالبانو سره سوله به د جګړې د ختم لامل نه شي.

اوس روښانه ښکاري چې د سیمې لویه برخه هېوادونه غواړي افغانستان ته سوله را وګرځي. دا هېوادونه په سوله کې جدي مرسته هم کولی شي، خو ستونزه دا ده چې له یوه اړخه زموږ چارواکي د امریکا په سیوري کې ګرځي او له بله اړخه همدا چارواکي د سولې جدي اراده نه لري. له همدې امله د سولې لپاره له سیمه ییز ملاتړه ګټه اخیستل اوس ستونزمن شوي دي. د افغانستان خلک به پر حکومت او نورو اړخونو فشار راوړي، خو سیمه ییز هېوادونه چې په افغانستان کې سوله غواړي، باید پر امریکا فشار راوړي، ځکه چې لا هم امریکا په سوله کې رښتینې نه ده.

Share19Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In