ولې عالي شورا وايي چې لا هم طالبان نه حاضریږي، چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي. د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عطاالرحمن سلیم ويلي، چې دوی بیا بیا هڅه کړې او زمینه یې برابره کړې چې طالبان ورسره خبرې وکړي، خو طالبان نه حاضریږي چې له حکومت سره خبرې وکړي. تازه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي، چې دوی به له امریکايي اړخ سره خبرو ته دوام ورکړي، خو له افغان حکومت سره خبرې نه کوي. تر دې وړاندې طالبانو د افغان سولې په تړاو په ناروې کې یوې غونډې ته له ورتګه هم له دې امله ډډه وکړه، چې دې غونډې ته حکومتي استازي وربلل شوي وو.
حکومت ټینګار کوي چې طالبان باید ورسره خبرې وکړي او له دې پرته بله لاره نشته. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی هم وايي چې طالبان باید له حکومت سره خبرې وکړي، خو طالبان پر خپل دریځ کلک ولاړ دي او وايي چې له افغان سیاستوالو، سیاسي ګوندونو او نورو افغانانو سره خبرې کوي، خو حکومت سره خبرې نه کوي. دې چارې د سولې خبرې له خنډ سره مخ کړې دي او پوښتنه دا ده چې دا ستونزه به څنګه حل کېږي؟
پر طالبانو پوره فشار راغی چې له حکومت سره خبرې وکړي. زلمي خلیلزاد ډېره هڅه وکړه، چې پر طالبانو نظامي او سیاسي فشار زیات کړي. دغه راز پاکستان په دې برخه کې پر طالبانو فشار راوړ. له بله اړخه اماراتو او سعودي په دې چاره کې هڅې وکړې، خو د دې ټولو هڅو پایله یوازې دومره وه چې طالبان له ځینو حکومتي چارواکو سره خبرو ته حاضر شي، خو شرط به یې دا وي چې دا چارواکي به د حکومت په استازیتوب خبرې نه کوي، بلکې خپل شخصي نظر به بیانوي. له دې سره بیا هم ستونزه حل نه شوه.
اوس چې د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د خبرو اووم پړاو پیلېږي او خلیلزاد د ځینو توافقاتو او پرمختګونو خبره هم کوي، نو د مسئلې افغاني اړخ به څنګه کېږي؟ که طالبان په هېڅ ډول نه مني چې له حکومت سره خبر وکړي، نو پکار ده چې بدیل پیدا شي. له یوه اړخه اوسنی حکومت د اساسي قانون پر اساس نامشروع دی او وخت یې پوره دی او له بله اړخه دوی د سولې په چاره کې ستونزې هم جوړوي، نو پکار ده چې د سولې لپاره د دغه حکومت پر بدیل کار وشي. که طالبان حاضریږي چې له یوه بې طرفه او موقت حکومت سره خبرو ته کښېني، نو پکار ده چې د ستونزې د حل او سولې لپاره موقت حکومت جوړ شي. اوس به حکومتي چارواکي بیا ټینګار کوي چې موقت حکومت په اساسي قانون کې نشته. سمه ده چې موقت حکومت په اساسي قانون کې نشته، خو د ملي یووالي حکومت هم اساسي قانون کې نشته او د اساسي قانون پر اساس د حکومت وخت هم د جوزا په لومړۍ نېټه ختم شو. خو د دې لپاره چې د حکومتي مشرانو د واک دوام او شخصي ګټې وې، یو ځل یې په پیل کې او بیا یې په پای کې پر اساسي قانون پښه کېښوده، د ملي یووالي حکومت یې جوړ کړ او د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته یې وغځاوه. اوس موقت حکومت د چا د شخصي ګټو لپاره نه، بلکې د افغانانو د سترې هیلې او سترې ګټې لپاره جوړیږي، چې پکار ده مخالفت یې ونه شي. که طالبان ومني چې له موقت حکومت سره به خبرې کوي او سوله به کېږي، نو پکار ده چې جوړ شي او ستونزه حل شي.