دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

د ولسمشر غني ناکاره شوې اقتصادي تګلارې

جون 18, 2019
in دریځ
0 0

کله چې  په ۲۰۱۴ ز کال کې محمد اشرف غنی کاندید و، د نورو ژمنو تر څنګ یې په اقتصادي برخه کې هم سترې ژمنې وکړې. خلکو هم اشرف غني ته د یوه اقتصاد پوه په سترګه کتل، چې زموږ په اقتصادي حالت کې به بدلون راولي. نوموړي به ویل چې یو میلیون کسانو ته کار پیدا کوم، افغانستان د اسیا پر څلور لارې بدلوم، افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ پر پله بدلوم، د خلکو په دسترخوان کې بدلون راولم، لویې پروژې پیلوم، اوبه مهاروم، لوی بندونه جوړوم، د افغانستان میوو او نورو کورنیو تولیداتو ته مارکېټ پیدا کوم، د ننګرهار سبزي فرانسې ته وړم، بادام اروپا ته وړم، انار امریکا ته وړم او نورې همداسې لویې ژمنې به یې کولې.

دا دی د ولسمشر قانوني وخت پوره دی، خو د نورو برخو تر څنګ، په اقتصادي برخه کې د ده ژمنې نه دي پوره شوې او اقتصادي تګلارې یې ناکاره شوې دي. ولسمشر نه یوازې یو میلیون کسانو ته کار پیدا نه کړ، بلکې سلګونه زره کسان یې وزګار کړل. افغانستان یې نه یوازې د اسیا پر څلور لارې بدل نه کړ، بلکې د خپل ناکاره سیمه ییز سیاست له امله یې هېواد د رقابتونو او جګړې پر څلور لارې بدل کړ. د خلکو د دسترخوان ډوډۍ یې نیمه کړه. خدمات یې کم، خو مالیه یې لوړه کړه. د اوبو د مهارولو لپاره یې له خبرو پرته په عمل کې هېڅ ونه کړل او یوازې د نورو حساسیت یې را وپاراوه. زموږ میوې لا هم بې ارزښته دي او همدا اوس د فراه یوه کیلو هندوانه په یوه افغانۍ پلورل کېږي او هېڅ بازار یې ورته پیدا نه کړ.

ولسمشر هوايي دهلیزونه جوړ کړل چې په تاوان چلېږي او تاوان یې هم USAID ورکوي، چې دا بیا له حکومت سره په مرسته حسابوي. د لاجوردو د لارې سندرې وېل کېدلې، خو یوازې شپږ لارۍ ترکیې ته ولاړې چې په هر ځای کې به یې عکسونه اخیستل او د سترې لاسته راوړنې په توګه به یې یادول. شپږ لارۍ د یوه هېواد پر اقتصاد څه اغېز لري او څه داسې پکې بار دي چې څوک پرې حساب وکړي!؟ له چین سره د رېل ګاډي خبره وه، رېل ګاډۍ راغی او بېرته ولاړ، خو هېڅکله بیا را ونه ګرځېد. د ټاپي، کاسا زر او ټوټاپ خبرې خو لا هم خیالي کیسې دي، چې پر ځمکه یې څرک نه ښکاري.  د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه را لوېدلې ده او اوس یو ډالر تر ۸۰ افغانۍ پورته پلورل کېږي، په داسې حال کې چې د ولسمشر غني د واک په پیل کې ۵۰-۵۳ پورې و. له هېواده میلیاردونه ډالره ایستل شوي دي او د سوداګرۍ خونې په وینا چې یوازې په تېرو دریو میاشتو کې ۱۴۰۰ سوداګرو خپلې پانګې له هېواده ایستلې دي. د پانګونې په برخه کې هېڅ د حساب وړ کار نه دی شوی او هر پانګه وال هڅه کوي چې خپله پانګه وساتي.

له بده مرغه اشرف غني افغانستان له یوه واقعي اقتصادي بحران سره مخ کړی او د خلکو هغه هیلې یې تر خاورې لاندې کړې دي، چې د یوه اقتصاد پوه په توګه یې له نوموړې لرلې. له بده مرغه ولسمشر د نورو چارو تر څنګ، په اقتصادي برخه کې هم له سختې ناکامۍ سره مخ شوی چې زیان یې د افغانستان خلک پرې کوي. د نورو چارو تر څنګ، د نوموړي اقتصادي تګلارې هم ناکاره او مسخره شوې دي.

Share16Tweet6Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In