دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

داعش ته کمپاین پر سولې څه اغېز کړی؟

جون 19, 2019
in دریځ
0 0

له وسله والو طالبانو سره د سولې له خبرو وروسته، د داعش فعالیتونو یو ځل بیا زور اخیستی او دغه راز امریکايي چارواکي پرله پسې د داعش د ګواښونو په اړه خبرې کوي. تازه د مشرانو جرګې ځینو غړو ویلي چې داعش په جوزجان، سرپل او فاریاب کې فعال شوی او خپلو لیکو ته د جنګالیو پر جلبولو کار کوي. تر دې وړاندې امریکايي مهمو نظامي چارواکو ویلي وو، چې داعش په افغانستان کې فعال دی او هڅه کوي چې د افغانستان له خاورې په استفادې سره، پر امریکا برید وکړي. د امریکايي چارواکو له خوا دغو څرګندونو ته طالبانو هم غبرګون وښود او دا یې داعش ته کمپاین وباله. داسې ویل کېږي چې په شپږم پړاو خبرو کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د داعش په تړاو توندې خبرې شوې دي.

له طالبانو سره د سولې په خبرو کې بیا بیا طالبانو ته دا روحیه ورکول کېږي، چې ګواکې له تاسې وروسته به داعش جګړه غځوي. د خلیلزاد دا خبره چې له طالبانو سره سوله به جګړه ختمه نه کړي، همدا مانا لري چې داعش به جګړه غځوي او تر یوه بریده به د طالبانو ځای نیسي. کله چې امریکايي چارواکي د داعش خطر لوی ګڼي او بیا بیا یې په اړه څرګندونې کوي، نو طبیعي ده چې طالبان به همدا پیغام اخلي چې امریکا غواړي د دوی ځای داعش ته ورکړي او جګړه وغځوي. په کونړ او د افغانستان په شمال کې د داعش تحرکات هم داسې دي چې له سولې وروسته د جګړې لپاره تیاری ترې ښکاري. څو ورځې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال هم وویل چې داعش په شمال کې فعالیتونه پیل کړي او له طالبانو سره د سولې د خبرو له بریالي کېدو وروسته به دوی جګړه پیلوي.

دغه حالت پر طالبانو اغېز کړی او اوس احساسوي چې امریکا نه غواړي افغانستان ته سوله او ثبات را وګرځي. طالبان اوس درک کوي چې امریکا د سولې په خبرو کې رښتینې نه ده، بلکې غواړي له دوی سره فریب او چل وکړي. د داعش په تړاو د امریکايي نظامیانو څرګندونې او تر دې وړاندې له داعش سره د امریکا د مرستې په اړه خبرونو، رپوټونو او معلوماتو دا دریځ پیاوړی کړی، چې امریکا غواړي له طالبانو سره سوله وکړي، خو جګړه د داعش پر مټ وغځوي. همدا دریځ او بدلون د دې سبب شوی چې طالبان په خبرو کې د داعش موضوع را ګډه کړي او له امریکايي چارواکو سره پرې خبرې وکړي.

اوس به طالبان په اووم پړاو کې یو ځل بیا له زلمي خلیلزاد سره د داعش بحث را پورته کوي. طالبان غواړي چې د سولې له توافق وروسته او له عملي پیل وړاندې داعش په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي. دا هغه څه دي چې طالبان به یې په جدیت مطرح کړي. که طالبان له داعش څخه ډاډمن نه شي، نو سخته ده چې له امریکا سره به د سولې تر عملي ګامونو ولاړ شي. د طالبانو دا دریځ سم دی او د افغانستان خلکو ته هم پکار ده چې د داعش په تړاو حساس و اوسي او پرې نه ږدي چې داعش د جګړې د غځولو لپاره وکارول شي.

Share13Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In