د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو تر څو میاشتینۍ شدیدې ترینګلتیا وروسته اسلام آباد له کابل سره د اړیکو د سمون لپاره هڅې چټکې کړې دي. د همدې هڅو په لړ کې روانه میاشت د سولې او یووالي لپاره د افغانستان-پاکستان د عمل پلان ناستې بیا پیل شوې. د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب پاکستان ته سفر وکړ او ټاکل شوې چې ولسمشر اشرف غني هم په نږدې راتلونکي کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمي غوښتنه دغه هېواد ته ولاړ شي.
اسلام آباد له دولت سره د اړیکو پر جوړولو سربېره، له دولته د باندې له افغان سیاسي مشرانو سره هم د اړیکو جوړولو ته مټې بډ وهلې دي. د همدې هڅو په چوکاټ کې د پاکستان د دولت په رسمي بلنه ځینې افغان سیاسي مشران پاکستان ته ولاړل او هلته یې د افغان سولې په اړه په لاهور کې په یوه غونډه کې ګډون وکړ. سره له دې چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته هم په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي چې د مناسب چمتووالي لپاره د کافي وخت د نشتون له کبله په غونډه کې ګډون نه شي کولی. هغه د سولې لپاره د اسلام آباد د هڅو د هرکلي ترڅنګ، هیله څرګنده کړې چې پاکستانی اړخ دې هڅو ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې د سولې لپاره د پاکستان د مثبت رول لوبول حیاتي دي، ځکه پاکستان په دولتي کچه د وسله والو طالبانو تر ټولو ستر ملاتړی دی او د دې ډلې مطلق اکثریت مشران لا هم د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې ژوند کوي. دا سمه ده چې طالبانو په وروستیو کلونو کې پر پاکستان سربېره، له نورو هېوادونو سره هم اړیکې ټینګې کړې او آن له هغوی د ملاتړ په اړه راپورونه خپرېږي، خو لا هم بل هېڅ هېواد پر دې ډلې دومره اغېز نه لري لکه پاکستان. همدې ټکي ته په پام، په افغانستان کې د سولې لپاره د پاکستان همکاري یوه اړتیا ده.
که پاکستان د ستراتیژيک عمق تګلاره بدله کړي او په رښتینولۍ د هغو هڅو ملاتړ وکړي، چې د افغان کړکېچ د سولې لپاره پیل شوې، افغانستان ثبات ته رسېدلی شي. اوس چې د افغان سولې لپاره په سیمه ییزه کچه اجماع رامنځته شوې او د جګړې اصلي اړخ امریکا هم د دې واقعیت منلو ته چمتو شوې، چې په جګړه کې یې پوځي بریا ممکنه نه ده، نو له دې اجماع سره د اسلام آباد یو ځای کېدل، البته چې په رښتیني مانا وي، د سولې د روانو هڅو د لا پیاوړتیا لامل کېدای شي.