په داسې حال کې چې د افغان کړکېچ د سوله ییز حل په اړه له طالبانو سره د امریکايي ډيپلوماټانو د مذاکراتو اووم پړاو پیلېدونکی دی، په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د پراختیا په اړه اندېښنې په ډېرېدو دي. د داعش تر نامه لاندې په افغانستان کې د وسله والو د فعالیت له پیل راهیسې د دې ډلې په تړاو ځینې اندېښنې او پوښتنې شته، چې باید ځواب شي. په لومړیو کې چې کله د دې ډلې تر نامه لاندې وسله والو د هېواد په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول ختیځ ولایت ننګرهار کې فعالیت پیل کړ، ویل کېدل چې دا وسله وال د داعش د هغې ډلې غړي نه دي چې په عراق او سوریه کې یې د ابوبکر البغدادي په مشرۍ د خلافت اعلان کړی و. وروسته ځینو سیاستوالو افغان دولت له دې ډلې پر ملاتړ تورن کړ. کله چې طالبانو د داعش له وسله والو سره نښتې پیل کړې، دې ډلې هم ادعا وکړه چې د امریکا په مشرۍ په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه او دولت د داعش ملاتړ کوي.
طالبانو تازه ادعا کړې چې امریکايي ځواکونو د چورلکو په وسیله د داعش هغه جنګیالي ژغورلي، چې وسله والو طالبانو په کونړ کې محاصره کړي وو. طالبانو تر دې وړاندې هم څو ځله ویلي چې له داعش سره د نښتو پر مهال، د امریکايي ځواکونو له لوري د هغوی پر وسله والو هوايي بریدونه شوي دي.
د داعش په اړه نه یوازې له افغانانو بلکې د سیمې له هېوادونو سره هم اندېښنې شته. روسیه د بېلګې په توګه دې وسله والې ډلې ته د لوېدیځ د یوې توطیې په سترګه ګوري، چې غواړي پر مټ یې تاوتریخوالی منځنۍ آسیا ته ولېږدوي. د روان کال په (مې) میاشت کې د روسیې د امنیتي خدماتو د فدرالي ادارې مشر وویل، چې د افغانستان په شمال کې د داعش د وسله والو شمېر دوه چنده شوی دی. پر روسیه سربېره، ایران هم په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه اندېښنې لري.
د افغانانو لپاره هم د داعش د فعالیتونو دوام او پراختیا د پوښتنې وړ ده. کله چې داعش په لومړیو کې په افغانستان کې فعالیت پيل کړ، د افغانانو له ارزښتونو سره د هغوی د باورونو د ټکر له کبله یې د پراختیا فرصت نه لیدل کېده. پر دې سربېره، دلته د طالبانو په څېر د یوې نسبتاً ځواکمنې وسله والې ډلې د شتون په صورت کې، چې د امریکا د شمېرو له مخې نږدې پر نیمايي افغانستان حاکمیت کوي، د داعش د پراختیا امکان ډېر نه و. له دې سره سره، دا وسله واله ډله وتوانېده چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. ځینې افغانان له دې هم وېرېږي چې ښايي د طالبانو سپین بیرغ پر تور بدل او په دې ډول به دا ملت د څو نورو لسیزو لپاره هم د ترهګرۍ قرباني شي. په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو او د پراختیا په اړه ډېرې پوښتنې او اندېښنې شته چې باید امریکا او نور لوېدیځ ملاتړي یې ځواب کړي.