دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

د امریکا او طالبانو له اووم پړاو خبرو څه تمه کېدای شي؟

جون 26, 2019
in دریځ
0 0

تر شپږ پړاو خبرو وروسته هم د افغان کړکېچ د سوله ییز حل په اړه د امریکا او وسله والو طالبانو دریځونه څومره چې پکار وه، نه دي سره نږدې شوي. د اووم پړاو په اړه د دواړو لورو څرګندونې هم په بشپړ ډول له یو بل سره په ټکر کې دي. په قطر کې د وسله والو طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین څو ورځې وړاندې په یوه ټویټ کې د جزیاتو له ورکولو پرته وویل، چې امریکایانو له افغانستانه د ټولو ځواکونو له ایستلو سره هوکړه کړې او ژمنه کوي چې په راتلونکي کې به د افغانستان په چارو کې هېڅ راز لاسوهنه نه کوي. د شاهین له څرګندونو وروسته، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله رسمي ټویټرپاڼه ولیکل چې امریکا له افغانستانه د وتلو د هوکړې په لټه کې نه ده، بلکې هدف یې د سولې یوه جامع توافق ته رسېدل دي. هغه پر خپل پخواني دریځ په ټینګار سره وویل، څو چې پر هر څه هوکړه نه وي شوې، پر هېڅ شي هم هوکړه نه کېږي.

د امریکا او طالبانو له دریځونو په وضاحت ښکاري چې اووم پړاو خبرې به هم له ننګونو ډکې وي او د کومې محسوسې پایلې تمه نه شي ترې کېدلی. د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې ستونزه د دواړو له لوري پر خپلو دریځونو تر اړتیا ډېر ټینګار دی. امریکا هڅه کوي چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو تر مهالوېش وړاندې، طالبان له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته مجبور کړي. د طالبانو ټوله هڅه بیا دا ده چې له افغان دولت سره تر خبرو وړاندې پر امریکا مهالوېش اعلان کړي. ستونزه د دواړو لورو ترمنځ د باور ده. طالبان د امریکا او امریکا بیا د طالبانو ارادې ته د شک په سترګه ګوري. طالبان لا هم نه دي ډاډه شوي چې امریکا دې په رښتیا د کړکېچ داسې سوله ییز حل وغواړي، چې د هغوی پوځي حضور ته دلته د پای ټکی ږدي. له بل لوري هغوی د سیاسي مذاکراتو تجربه هم نه لري، له همدې کبله ډېر په احتیاط ګامونه اخلي او وېره لري چې په مذاکراتو کې کوچنۍ تېروتنه یې د جګړې د ډګر لاسته راوړنې پر اوبو لاهو کولی شي. امریکا بیا اندېښنه لري چې که له افغان حکومت سره د طالبانو تر مخامخ خبرو وړاندې د ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان کړي، طالبان ښايي وروسته هم له دولت سره له خبرو انکار ته دوام ورکړي. د ځواکونو د وتلو مهالوېش پر دې سربېره، طالب جنګیالي په پوځي لحاظ پر خپلې بریا نور هم ډاډمنوي.

د سولې مذاکرات برخلیک ټاکوونکي پړاو ته رسېدلي دي. په دې پړاو کې دواړو لورو ته پکار ده چې انعطاف وښيي او دغه بهیر له بشپړې ناکامۍ وژغوري. غوره به دا وي چې په دې پړاو خبرو کې پر ځینو باور جوړوونکو اقداماتو هوکړه وشي، څو دواړه لوري د یو بل له ارادو ډاډه شي او په راتلونکي کې د سولې په تړاو عمده پرېکړو ته لاره هواره شي. که طالبان او امریکا د تېرو پړاوونو په څېر پر خپلو دریځونو بشپړ ټینګار وکړي، د سولې په برخه کې تر اوسه پورې شوی پرمختګ له منځته تللی شي.

Share18Tweet6Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In