له اوږده ځنډ وروسته په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ پرون له غرمې وروسته بیا خبرې پیل شوې دي. دا د خبرو اووم پړاو دی چې برخلیک ټاکونکی بلل شوی دی. طالبانو ویلي چې په دې پړاو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د چا پر ضد د افغان خاورې پر نه استعمال به وروستۍ خبرې او هوکړه کېږي. امریکايي اړخ بیا ویلي چې پر اوربند او بینالافغاني مذاکراتو به هم بحث وشي او پر ټولو مسایلو به یو ځای هوکړه کېږي.
د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو شپږم پړاو له ستونزو ډک پړاو ګڼل کېده. د دواړو اړخونو ترمنځ سختې خبرې شوې وې. که څه هم دواړو اړخونو د پرمختګونو خبره کوله، خو رښتیا دا وه چې شپږم پړاو د په شاتګ پړاو و. ټاکل شوې وه ژر اووم پړاو پیل شي، خو طالبانو امریکا ته بیا بیا دا پیغام لېږه چې که د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د چا پر ضد د افغان خاورې د نه استعمال مسایل په دې پړاو کې نه وروستي کېږي، نو دوی خبرو ته تیار نه دي. طالبانو همدا شرط اېښی و چې په اووم پړاو کې باید په همدغو دوو مسایلو هوکړه وشي. امریکا بیا ویل چې اوربند او له افغان حکومت سره پر خبرو هم باید هوکړه وشي. طالبانو ټینګار کاوه چې لومړي دوه مسایل دې وروستي شي او دوه نور دې افغانانو ته پرېښودل شي. امریکا پر طالبان پراخ نظامي او سیاسي فشار راوړ چې نرم یې کړي او له خپلې غوښتنې یې را وګرځوي، خو طالبان پر خپل دریځ کلک ولاړ وو. له همدې امله اووم پړاو خبرې وځنډېدلې. اوس داسې ښکاري چې امریکا منلې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسئله به وروستۍ کوي. له همدې امله خبرې پیل شوې دي او برخلیک ټاکونکي ګڼل کېږي.
که امریکا پر خپله ژمنه ودرېږي، نو په همدې پړاو کې به د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش وټاکل شي او طالبان به تضمین ورکړي چې افغان خاوره د چا پر ضد نه کارول کېږي. د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش له اعلان سره به اوربند هم اعلان شي، خو له حکومت سره د طالبانو د خبرو شرط به ونه منل شي. طالبان به غوره وګڼي چې له سیاستوالو او سیاسي ګوندونو سره خبرو ته دوام ورکړي. د دې شونتیا هم شته چې طالبان له یو بې طرفه لنډمهالي حکومت سره خبرې ومني او په دې سره دا ستونزه هم حل شي. په دې ډول به د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش، د چا پر ضد د افغان خاورې پر نه استعمال، اوربند او بینالافغاني خبرو هوکړه وشي او لومړنی اساسي ګام به واخیستل شي. که امریکا پر خپله کړې ژمنه ونه دریږي او یو ځل بیا د خپلو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش له هوکړې ځان وغړوي، نو ښکاري چې دا به د پیل شوې پروسې وروستی پړاو وي. د سولې روانې خبرې به له جدي خنډ سره مخ شي او ښايي اوږده موده بیا طالبان خبرو ته حاضر نه شي. له همدې امله اووم پړاو برخلیک ټاکونکی ګڼل کېږي او له دې سره د سولې د روانو خبرو بری او ناکامي تړلي دي.