په قطر کې د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ دویمه ورځ هم خبرې شوې دي او څو نورې ورځې به هم دوام کوي. دواړه لوري د پرمختګونو خبره کوي، خو رسمي معلومات نه ورکوي. ویل کېږي چې د ترهګرۍ پر تعریف د دواړو اړخونو ترمنځ هوکړې شوې ده، خو دا چې هوکړه لیک ”د طالبانو اسلامي امارت” او که ”د طالبانو د اسلامي تحریک” په نوم لاسلیک شي، لا هم په دې اړه اختلاف شته. دغه راز ویل کېږي چې د بینالافغاني خبرو او اوربند پر څرنګوالي هم لا اختلافونه نه دي حل شوي او خبرې پرې روانې دي.
دواړه لوري د مثبت تصویر ورکولو هڅه کوي او غواړي خلک هیله من وساتي. تر دې وړاندې هم همدا هڅه وه. د خبرو شپږم پړاو له سختو ستونزو او په شاتګونو سره مل و، خو تر پایه دواړو لورو د پرمختګونو خبره کوله. اوس هم د پرمختګونو خبرې کېږي، خو له شک پرته دا خبرې سختې، پېچلې او له اختلافاتو ډکې دي. دواړه لوري هڅه کوي چې پر یو بل خپلې غوښتنې ومني، له همدې امله دا خبرې سختې دي. دا خبرې به اوږدې هم وي، ځکه چې دواړو لورو د مهمو پرمختګونو د وروستي کېدو خبر ورکړی دی. طالبانو خو آن ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش او د چا پر ضد د افغان خاورې نه استعمال به وروستي کېږي او هوکړه به یې لاسلیک کېږي. امریکا بیا بیا ویلي چې هوکړه به پر ټولو مسایلو وي، نو که پر لومړیو دوو مسایلو هوکړه وي، نو پر اوربند او بینالافغاني خبرو به هم بحث کېږي او په دې اړه به وروستۍ پرېکړه کېږي. په واقعیت کې دا اصلي او اساسي غوټې دي چې حل یې د سولې د روانو خبرو د بریا په مانا دی. له همدې امله به دا پېچلې خبرې وې او ښايي ډېر وخت واخلي.
که د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش او د چا پر ضد د افغان خاورې د نه استعمال ربړې حل شي او په دې اړه هوکړه وشي، دوو نورو مسایلو ته لارې شته. که بهرني ځواکونه د وتلو اعلان وکړي، نو طالبان به اوربند ته زړه ښه کړي او وبه مني چې اوربند وشي. البته دا اوربند به مشروط او د بهرنیو ځواکونو د وتلو له عملي پیل سره تړلی وي، چې په هر حال ستونزه ورسره هواریږي. د بینالافغاني خبرو ستونزه یو څه جدي ده، ځکه چې لا هم طالبان نه حاضریږي چې له حکومت سره خبرو ته کښېني. طالبان له سیاستوالو او سیاسي ګوندونو سره خبرې کوي او وايي چې له دوی سره به په راتلونکي نظام او دولت خبرې کوي او تر اوسه پورې یې ورسره څو غونډې هم کړې دي. د حکومت ستونزه پر ځای ده. اوس که له حکومت سره پر خبرو ډېر ټینګار کېږي او دا د حل لپاره اړینه وي، نو کېدای شي حکومت داسې بدل شي چې طالبان ورسره خبرو ته زړه ښه کړي. ښايي یو ناپېیلی لنډمهاله حکومت جوړ شي او طالبان ورسره خبرو ته حاضر شي. په دې ډول به هم له حکومت سره د خبرو ستونزه حل شوې وي او هم به دلته حکومت او نظام له منځه نه وي تللی. که دواړه اړخونه په رښتیا د حل جدي اراده ولري، نو حل ستونزمن نه ښکاري او کېدای شي همدا اووم پړاو د بشپړې هوکړې پړاو شي.