دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

ولې د استخدام پر وخت، د کارکوونکي تر تخصص د هغه شخصیت مهم دی؟

ژباړه: امان الله «حنیفي»

جولای 3, 2019
in لیکنې
0 0

د هر کار او دندې د پایېدو لپاره د کارکوونکو ترمنځ اغېزناکې اړیکې تر هرڅه مهم او ارزښتناک حیثیت لري. هرڅومره چې ستاسې کارکوونکي متخصص او پر کار پوه وي، تر هغې چې د اړیکې په ساتلو او له مقابل لوري سره په مرسته کولو کې سست وي، ستاسې په درد نه خوري. په دې وروستیو کې ډېری مدیران په کاري چاپېریال کې د کارکوونکي تر تخصص د هغه شخصیت ته ارزښت ورکوي. هغه کارکوونکی چې ځان تر نورو مجرب او پوه ښکاره کوي او یا د هر چا کار کې کار لري، پرته له شکه چې هم ستاسې او هم د خپل کاري پرمختګ په لار کې لوی خنډ ګرځي. موږ په همدې مقاله مدیرانو ته هغه لارې چارې ښيو، چې د استخدام په وخت د کارکوونکي تر تخصص  د هغه شخصیت ته په ارزښت ورکولو کې له هغه سره مرسته وکړي، څو ښه کارکوونکي پر دنده وګوماري.

۱–پر هرڅه پوه کارکوونکی ستاسې په درد نه خوري

په مخکې وختونو کې به هر مدیر د داسې کارکوونکي په لټه کې و، چې پر هرڅه به پوه و. دوی غوښتل چې له تخصص پرته په نورو برخو کې اشنايي لرونکي کارکوونکي وګوماري، چې دا د استخدام پر وخت تر ټولو لویه تېروتنه ده. د بېلګې په ډول، د مارکېټېنګ د برخې یو کارکوونکی چې یوازې د یو بازار په سطحه د تبلیغاتو وړتیا ولري، کفایت کوي. خو ځینې مدیران بیا وايي چې د مارکېټېنګ برخې کارکوونکي د تبلیغاتو رسولو ترڅنګ باید په پلان جوړونه او د انلاین کمپنیو په مدیریت کې هم ښه وړتیا ولري، خو په دې وروستیو کې هرڅه بدلون کړی دی. نن ورځ ډېری مدیران د کار په ډول، د ستونزو پر حل او د هغه پر بدیل امتیاز او د ځینو نورو اړخونو په نظر کې نیولو سره په ډېر متفاوت ډول برخورد کوي. په داسې شرایطو کې پر هرڅه پوه کارکوونکی په درد نه خوري؛ بلکې داسې کس پکار دی، چې نوښت ولري او وکولای شي هغه لارې وازمويي چې تر اوسه بل چا پرې پل نه دی اېښی او دا ځانګړنې لرل دقیقاً د یوه ښه کارکوونکي د شخصیت استازولي  کوي.

۲– په نوې دنده کې یوازې تخصص لرل مهم نه دي

پر هرڅه پوه کارکوونکی نن ورځ ډېر په درد نه خوري. کلونه مخکې په کاري چاپېریال کې د خپل پوزېشن وړاندوینه کول ډېر محدود او کم شونی کار و، خو نن ورځ کاملاً شرایطو بدلون کړی دی. د بېلګې په ډول، کلونه مخکې مو د انلاین بازارموندنې په برخه کې د (خوشحالۍ مدیر) په نوم پوزېشن هېڅ نه پېژانده، خو کله چې د دغه پوزېشن په رامنځته کولو فکر وشو، سمدستي یې دنده او کار هم مالوم شول چې د شرکت له خدمتونو به د خلکو په راضي ساتلو کې کار کوي. دا چې دغه دنده او پوزېشن ډېر نوی او خلاقانه دی، د استخدام په وخت مدیر نه شي کولای چې د څو کارکوونکو له منځه داسې سړی انتخاب کړي، چې هغه مخکې په دې برخه کې کار کړی وي. دقیقاً باید په داسې شرایطو کې د کارکوونکي شخصیت ته د هغه تر تخصص زیات ارزښت ورکړل شي.

۳– د کاري ټیم وړتیا تر هرڅه زیاته د کارکوونکوپه شخصیت پورې اړه لري

د کاري ټیم وړتیا تر هرڅه د کارکوونکو په شخصیت پورې اړه لري. نن ورځ ډېر کارونه په ګروپي او ټیمي ډول ترسره کېږي، نو په دې لحاظ مدیر باید داسې کسان پر دنده وګوماري چې هغوی انعطاف منونکي، له مقابل لوري سره مرسته کوونکي او د خپلو تجربو شریکوونکي و اوسي، څو وکولای شي د ټیم له ټولو غړو سره ښه اړیکه وساتي. هغه کارکوونکی چې باید ۹۰ سلنه وخت د خپل ټیم له غړو سره یو ځای کار وکړي، که ځان خوښوونکی او پر نور نه ورګډېدونکی خاصیت ولري، حتماً ده چې په کاري ټیم کې دې ستونزې رامنځته کړي. هغه کس چې په شخصیتي لحاظ په ګډ ټیم کې د کار کولو روحیه ونه لري یا په ډېرې سختۍ سره په هغه کې کار کوي، بیخي ناممکنه ده چې هغه د ښه لاسته راوړنه ولري.

۴– د کارکوونکي د شخصیت بدلول ناممکن دی

د کارکوونکي د شخصت بدلون د مدیر له وسه وتلې خبره ده. ځکه دا له ډېره وخته زده شوی او په وار وار تکرار شوی عمل دی. خو داسې هم نه ده چې د هغه شخصیت تور کاڼی دی او په هېڅ رقم نه ماتېږي، د ځینو خاصو لارو چارو په استعمال سره کولای شی خپلو کارکوونکو ته د کار کولو لاره وښيی. که تاسې  د استخدام پر وخت داسې کارکوونکی پر دنده وګوماری چې ښه تجربه ولري، خو په شخصیتي لحاظ بیا نیمګړی وي، باوري اوسی چې ستاسې لپاره به درد سر وي. ځکه په کاري چاپېریال کې د یو چا د شخصیت اصلاح کول سلو په سلو کې بې پایلې کار دی. نو ښه خبره دا ده چې د استخدام پر مهال د نیمګړي شخصیت، خو پوره تجربه لرونکي کارکوونکي په ګومارلو پسې ونه ګرځئ. د هغه پر ځای د هغه کارکوونکي په لټه کې شی، چې د کار او زده کړې مینه وال وي. دا دقیقاً هغه کسان دي چې پر فوق العاده کارکوونکو اوړي. هغه کارکوونکي چې ښه شخصیت، خو کمه کاري تجربه ولري، د هغه په پرتله چې ډېره کاري تجربه او بد شخصیت لري، په څو څو وارې ستاسې شرکت او کاري دفتر ته د بریا راوړلو ضامن دي.

۵– د ګډ کاري ټیم د کارکوونکو د شخصیتونو ترمنځ باید تعادل په پام کې ونیول شي

د ګډ کاري ټیم د کارکوونکو د استخدام پر مهال څو ډوله شخصیت لرونکي کارکوونکي وګومارئ. داسې نه چې تاسې یو ډول شخصیت لرونکي کسان ځای پر ځای کړی. د کارکوونکو ترمنځ د شخصیت د تعادل په پام کې ساتل، واقعاً ټیم ته خوشالي ورکوي. اوسنیو کارکوونکو ته مو ښه پام وکړئ او د هغوی هر یوه له اخلاقو او عادتونو یو ذهني فهرست واخلئ.  اوس وګورئ، ستاسې د کارکوونکو ترمنځ کوم عادت نیمګړی دی. د بېلګې په ډول، کېدای شي ستاسې د ډېری کارکوونکو شخصیت داسې وي چې هغوی کمې خبرې کوي او پر همدې اساس کله چې دفتري موبایل ته زنګ وهل کېږي، هر یو د دې کوښښ کوي چې هغه بل ځواب ورکړي. نو که داسې وخت کې یو ډېرې، خو پر ځای خبرې کوونکی کارکوونکی کس وګوماری، څومره به ښه وي.

د کاري مصاحبې او استخدام پر وخت، د کارکوونکي له دغو ځانګړنو سترګې مه پټوئ، ضرور نه ده چې هغوی د پوره کاري تجربه ولري، چې ښه شخصیت ولري، حتماً به بریا ته رسېږي.

Share2Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

سپتمبر 7, 2026

خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

سپتمبر 7, 2026
BANDAR ABBAS, IRAN - AUGUST 10: Ships are anchored in the Strait of Hormuz on August 10, 2026 off the coast of Bandar Abbas, Iran. In a recent statement, Iran's Supreme National Security Council said the vital waterway would not reopen until the United States "corrects its behavior," demanding that the U.S. end its war on Iran and compensate the country for war damage, among other conditions. Iran has largely halted vessel traffic through the strait with the threat of strikes; meanwhile, the U.S. has imposed a blockade on Iranian ports. (Photo by Ali Saeedi/Getty Images)

ایران له هرمز تنګي څخه د باندې ممنوعه سیمه جوړوي

سپتمبر 7, 2026

زيلينسکي: د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي او ورسره پلاوي سره مې لیدنه له خورا عملي او اساسي پایلو ډکه وه

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In