د ملي یووالي په حکومت کې ټاکنو خپل اعتبار بالکل بایلود. لومړی خو د ولسي جرګې ټاکنې نږدې دری کاله وځنډېدې. که د دغه ځنډ علت د هېواد د امنيتي حالاتو خرابي وه؛ نو پوښتنه دا ده چې ایا اوس حالات ښه شوي؟ که ښه شوي وي بیا نو د ټاکنو کمېسیون ولې اعلان کوي چې د انتخاباتو ډېر مرکزونه به د ولسمشریزو انتخاباتو پر مهال هم بند پاتې وي. ایا د هغو سیمو خلک د رایې ورکولو حق نه لري؟ که یې لري، نو بیا ولې یاد مرکزونه بند پاتې کېږي او که دلیل دا وي چې هغوی دې هغو مرکزونو ته ولاړ شي چې هلته رایه ورکول کېږي، نو یو خو دا په باران پسې د پټي د ګرځولو په مانا دي او بله دا چې زموږ خویندې- میندې او بوډاګان به چې هغوی هم د رایې ورکولو حق لري، څه کوي. بس دا خو هسې په لوټه د لور د تېره کولو مانا لري. که دلیل د بودجې نشتوالی و، نو اوس له کومه دا دې ډالرو باران وشو؟
همدارنګه دا دي اوس د ولسمشرۍ انتخابات څو ځله وځنډول شول او بیا یې دا دي د ولایتي شوراګانو انتخابات له ولسمشرۍ انتخاباتو نه جلا کړل او د غزني ولایت د انتخاباتو برخلیک هم لا نه دی معلوم. که خبره دا وي چې د ارګ مېشتو د اقتدار دوره تکرار شي، بیا دې نه د ملت پیسې بېځایه لګوي او نه دې یو ځل بیا لکه د ولسي جرګې د انتخاباتو له خلکو نه قرباني اخلي. ایا دا سر تر پایه په فساد او معامله ګرۍ کې ککړ حکومت د دې وړتیا لري چې یو افغان دې هم د هغې لپاره ووژل شي؟
حکومت هم ګوري چې هسې د مخالفت غږونه خو له دې او هغه لوري را پورته کېږي؛ خو د عمل په ډګر کې داسې څوک نشته چې د اختلاف لپاره له خپل هغه قانوني حق نه هم ګټه واخلي، چې اساسي قانون ورکړی دی. په تېره روژه کې د اپوزېسیون له خوا دا تور پورې کېده چې تر کوچني اختر وروسته به دوی لارو کوڅو ته را وځي، خو روژه هم تېره شوه، اختر هم تېر شو؛ خو د مخالفت یو غږ هم چا وانه ورېد. کوم مخالف غږ هم چې پورته کېږي، هسې په ځان پورې ملنډې وهل دي. دا خو شو د انتخاباتو په باب د اندېښنو یو اړخ؛ خو بل اړخ یې بیا د انتخاباتو شفافیت دی. له بده مرغه تر اوسه زموږ د انتخاباتو لمن د تقلب له چټلۍ پاکه نه شوه، هر چا تر خپل وس پورې د تقلب هڅه کړې ده. چا پکې مېږې او وزې وڅرولې او چا پکې نورې لارې چارې خپلې کړې او هغه د انتخاباتو د کمېسیون منسوبینو چې د خپلو جېبونو د ډکولو لپاره څه وکړل، همدا ثبوت یې بس دی چې په همدې جرم له کاره ګوښه کړای شول او دوسیې یې لویې څارنوالۍ ته وسپارل شوې، خو تر اوسه یې لا سر و بر نه دی معلوم چې څه به کېږي.
دا اوس چې د انتخاباتو کمېسیون کومې دمبورې غږوي، پخپله د انتخاباتو ناظر بنسټونه پرې نیوکې کوي او د هغوی د انتقاد غږ وخت پر وخت پورته کېږي چې د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې انعکاس مومي. له دې نه معلومېږي چې حکومت ټینګ هوډ کړی چې له تقلبه ډک انتخابات به کوي او د ارګ نوماند به خامخا بریالی کوي.
له بده مرغه په ۲۰۱۴ ز کال کې هم موږ داسې نوماند نه درلود چې د هېواد دا توپان اخیستې بېړۍ د نجات ساحل ته ورسولای شي، بیا یې چې لا د ملي یووالي په نامه دوه سری حکومت هم را منځته کړ. هغه مهال هم هېڅ داسې قوت پیدا نه شو چې د هېواد د اساسي قانون له حریمه دفاع وکړي؛ ځکه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري راغی او دواړه مخکښ نوماندان یې پر یوه دسترخوان کښېنول. هغه مهال نه اشرف غني د اساسي قانون پروا وکړه، نه ډاکټر عبدالله او نه نورو نوماندانو د اعتراض غږ پورته کړ؛ ځکه په حقیقت کې دغه یوه هم په ولس کې ځای نه درلود. زموږ په انتخاباتو کې یوه غلطه نسخه چې بیا بیا تکرارېږي؛ هغه د انتخاباتو قومي کول دي. یو دم داسې غږ پورته کړي چې خلک وړ او نا وړ ونه ګوري، دا ونه سنجوي چې دغه جناب د ولسمشرۍ وړتیا لري او که نه. وایي، دغه جناب ته رایه ورکړﺉ چې پښتون دی، هغه جناب ته رایه ورکړﺉ چې تاجک دی؛ بس هر څوک په خپل قومي نوماند پسې روان وي، خو زه پوښتنه کوم چې دغه اشرف غني چې په همدې نامه یې ان طالبان تېر ایستل، نور ملت خو لا پر ځای پرېږده چې هغو پښتنو ته یې څه وکړل چې د هغوی په رایه تر ارګه پورې ورسېد او هغه خليلي او محقق زموږ هزاره وروڼو ته څه وکړل او دوستم زموږ ازبکو هېوادوالو ته څه وکړل او ډاکټر عبدالله چې یوه ورځ ځان پښتون کړي او بله ورځ تاجک او دغسې نورو.
پر دوی همغه د قومي دلالانو اصطلاح ډېر ښه صدق کوي، زه خو وایم چې ملت هم لږ پر دې غور وکړي چې هلته خو د اسلام ستر پیغمبر (ص) فرمایي: «مومن له یوې سوړې نه دوه ځله نه چیچل کېږي». دا د قومیت سوړه خو هغه سوړه ده چې زموږ ملت ترېنه بیا بیا وچیچل شو، ایا نور هغه وخت نه دی را رسېدلی چې نور ملت هم خپل مسوولیت درک کړي؟ دا به هم له انصافه لرې وي چې سړی ټوله ملامتي پر نوماندانو ور واچوي او ملت کاملاً بريالی وګڼي. نوماندان خو هر یو نه کامیابېږي، هغه د عبدالرحمان بابا خبره:
یو پاچا وي چې لښکر ورپسې درومي
هسې نه چې هر سړي پسې لښکر دی
موږ په نوماندانو کې هم ډېری پېژنو، چې څوک د یوې مستقلې ملي ارادې خاوند دی او څوک په چا پورې تړلی او د چا پر پیسو ځان ته کمپاین کوي، حال دا چې دی هم پوهېږي چې زه د ګټلو یو یا دوه سلنه چانس هم نه لرم، نو راځه که په همدې وخت کې مې خپل جیبونه له کوم لوري ډک کړل، ډک کړل او که نه پاتې شوم.
په داسې حال کې چې د دې کرښو پر لیکلو بوخت وم، د یوې ورځپاڼې په پرونۍ ګڼه کې مې یو عجیب خبر ولوست او هغه دا چې د ډاکټر عبدالله او حنیف اتمر د ټیمونو تر منځ د ادغام خبرې روانې دي. ښایي دغه خبرې هم د هغې اندېښنې زېږنده وي چې که ولسمشر غني ته سره یو نه شي، ښایي دواړه انتخابات بایلي؛ خو زه وایم که چېرې د دې اندېښنې اساسي چاره ونه شي، دغسې هلې ځلې به هسې پر شګو د دریاب د بندولو مانا ولري؛ ځکه دلته خو شفاف انتخابات نه کېږي، چې رښتیا هم چا چې ډېرې رایې وګټلې هغه به ګټونکی وي، دلته خو چې چا ډېر تقلب وکړای شو، هغه ګټونکی دی او د تقلب امکانات خو تر هر چا زیات له ولسمشر غني سره دي؛ ځکه د انتخاباتو د کمېسیون په شمول، ټول حکومت دربست د ده په خدمت کې دی. له وزیره نیولې تر والي او ولسوال پورې ټول د ده په خدمت کې دي. دا کومې مقررۍ چې وشوې او ښایي نورې هم وشي او په حکومتي وسایلو چې کوم کمپاینونه وشول، دا ټول د دې لپاره چې باید رایه بېځایه نه شي. د افغانستان دری نیم تر څلورو لکو پورې امنیتي منسوبین، دا د معارف منسوبین چې ټول مکتبونه او پوهنتونونه پکې راځي، دا حکومتي مامورین چې د دوی پنځوس سلنه هم ولسمشر ته رایه ورکړي، دی پرې کامیاب دی؛ ځکه هغه پاتې پنځوس سلنه خو پر نورو ټولو نوماندانو وېشل کېږي.
زه خپله دا خبره بیا هم تکراروم چې موږ اصلي نوماندان لږ لرو، خو هسې په اصطلاح په بیستو کې راغلي کسان نوماندان شوي دي. که فرض کړو په هغوی کې هم لکه پدرام غوندې سړی رایه وګټي چې اصلاً یې نه شي ګټلای، نو دا به د دې ملت بدبختي وي.