په داسې حال کې چې د قطر په دوحه کې د طالب خواه او امریکایي اړخ ترمنځ د افغان ـ امریکا جګړې د پای ته رسولو اړوند، اووم پړاو مذاکرات روان دي او دواړه لوري د خبرو له دوام او رامنځته شویو پرمختګونو خورا خوښ ښکاري؛ خو په یوه تازه مرکه کې امریکايي ولسمشر ټرمپ ویلي چې (له سولې وروسته په افغانستان کې قوي استخباراتي ډله پرېږدو)، نوموړي همدا راز زیاته کړې چې دوی به اجازه ور نه کړي چې سیمه او افغانستان د ترهګرو پر لابراتوار او تولید ځای بدل شي. ټرمپ ویلي چې د سرتېرو تر ایستلو وروسته به په افغانستان کې خورا پیاوړې استخباراتي ډله پرېږدي او دغه ډله به هر څه له نږدې څاري. د نوموړي په خبره، یاده استخباراتي ډله به تر هغې ډېره پیاوړې وي چې خلک یې اټکل کوي.
بلخواه طالبان د مذاکراتو په دې پړاو کې په دې لټه کې دي چې له امریکایانو د بهرنيو ځواکونو د وتلو او په همدې تړاو پر یوه مهالوېش د هوکړې غوڅ ځواب تر لاسه کړي.
اوس که امریکایان دا ځل له طالبانو سره کومې هوکړې ته ونه رسېږي، نو ښایي روانو مذاکراتو ته سخته ضربه ورسېږي او جګړې شدیدې شي.
په داسې یو ګوډ او مات حال کې د امریکایانو له لوري د جګړې د دوام، بیا یرغل او متناقضو دریځونو شننه زموږ هغه منطق غښتلی کوي، چې امریکایان د جګړې دوام غواړي او که سوله کیږي هم، دوی د یوه ژر ماتېدونکي جوجاړي په تمه دي.
ځکه دوی هغه سوله چې پر امریکايي شرایطو(ګټو) او رویه (تسلیمۍ) نه وي ولاړه، لکه په نږد تاریخ کې چې عراق يې ترخه بېلګه کېدای شي، ورته د منلو نه ده.
دوی همدا اوس د سولې او جګړې په دغه نازکه کرښه کې داعشي ځوزي- ماځوزي همداسې يوې ډرامې ته غټوي او د دې ترڅنګ يې لکه د عراقي سني اشایرو په شان د (خوست ساتندویانو، په شمال کې د مرګ ډله، شجاعي، قریشي، نویدک، عليپور، صفر یو او دوه ) په نومونو د افغانانو د وژلو لپاره لنډغر او کرايي اجرتي مزدور قاتلان همداسې يوې ګډې وډې ورځې ته ساتلي دي.
د دې ترڅنګ، دوی (امریکایان) په بینالافغاني اړخ کې له یوې خواه سوله تر ټاکنو مهمه ګڼي، لکه په کابل کې د امریکا سفیر جان بس چې ویلي: «سوله او ټاکنې دواړه مهم دي، خو اوسمهال سوله لومړیتوب لري». د نوموړي په خبره، ټول اړخونه پر دې باور دي چې تر ټاکنو مخکې دې د سولې یوه واضح هوکړه رامنځ ته شي او په دې توګه دې د وژنو او جګړو لړۍ پای ته ورسول شي. جان بس داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم تر ټاکنو مخکې سوله مهمه بللې وه او بل لور ته د افغان سولې او سویلي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سیاسي استازې الیس ویلز څه موده وړاندې د ټاکنو کمېسیون ته ځي او کمیشنرانو ته دنده ورکوي چې ژر تر ژره دې ټاکنو ته چمتووالی ونیسي.
دا او دېته ورته د جګړې د دوام خبرې، د سولې خلاف پروژو لکه ولسمشریزو ټاکنو ملاتړ، د سولې اړوند د ژمن او واحد دریځ نه لرل، د سوله پالو هڅو ګواښل، پر جګړه مارو طرحو تاکید او په ټوله کې د افغان حکومت پر رهبرۍ او اډانه کې پر سوله دښمنو کړیو د فشار نه راوستل، هغه موضوعات دي چې د سولې او امن هر ډول مثبت جدجهدونه له خنډ او ځنډ سره مخ کوي. د امریکا ژمنو او دريځونو په دوه مخیتوب دلالت کړی او ډېرېدونکي تناقضات د سولې هر ډول ضمانت له بې باورۍ سره مخ کوي.
دا ځکه نور هغه مغرضانه هڅې بې مانا دي چې د امریکایانو ماتې ته د خټو پزه جوړه کړي، روانه جګړه چې کله خپله د امریکایانو په اصطلاح د دوی د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده، نو بیا بینالافغانیوالی يې مهال دی. همدارنګه د طالب ترهګر بللو کیسې او نور داسې خندوونکي حماقت ته ورته دي چې نړۍ څه چې د امریکا ملاتړو او ملګرو هېوادونو ته یې هم د منلو نه ښکاري او یوازې احمقانو ته د ځان غولولو وړ دي.
پر همدې بنسټ زموږ غوښتنه د افغان ـ امریکا جګړې او افغان سولې متضادو او موافقو اړخونو ته دا ده، چې فشار راولي، څو د امریکا نظامي شتون پای ته ورسیږي او افغانستان پرېږدي، څو یوازې د افغانانو کور او د دوی په نړيوال یون کې مسوول او ګډ ملګری پاتې شي.
افغانانو ته هېڅکله او په هېڅ ډول په هېڅ پلمه د بهرنیانو شتون د زغملو او منلو وړ نه دی، نور د بهرنیانو د وتلو غږ یوازې د طالب غوښتنه نه؛ بلکې دا اوس پر يو ملي او ولسي غبرګون اوښتې چې لکه د هر تاریخ په هر بل پړاو کې چې د بهرنیانو شړل د هر افغان اسلامي، ملي او تاريخي داعیه ده.