ټاکل شوې چې د روانې جولای میاشتې په اوومه او اتمه په دوحه کې د المان او قطر په کوربهتوب د بینالافغاني مذاکراتو غونډه جوړه شي. لا هم د غونډې د وخت د بدلون شونتیا شته، خو د دې غونډې اصلي هدف څه دی؟ څوک وربلل شوي او دا غونډه به له سولې سره څه مرسته وکړي؟
دې غونډې ته له کابل څخه شاوخوا شپېته کسان وربلل شوي چې پکې مهم سیاسي کسان نه ښکاري. غونډې ته د ځینو کم پېژندل شوو کسانو تر څنګ، یوه برخه هغه کسان هم وربلل شوي چې د جرمني تابعیت لري او یا هم د مدني ټولنې په نوم په کابل کې د سفارتونو پروژې مخکې وړي. په غونډه کې د پخواني ولسمشر په ګډون، مهم سیاسي مشران نشته او په دې سره د دې غونډې ارزښت کمرنګه شوی دی. کله چې د افغانستان د سولې او ثبات په تړاو غونډه کېږي، نو باید مهم او نفوذ لرونکي کسان ور وغوښتل چې هلته د افغانستان د خلکو او یا لږ تر لږه د افغانستان د خلکو د یوې کتلې په استازیتوب خبرې وکړي. دا هم ډېره مهمه ده چې له طالبانو سره په بینالافغاني خبرو کې د ولس د استازو تر څنګ، د سیاسي ګوندونو او هغو ډلو استازي وي چې له طالبانو سره ستونزې لري، اختلاف لري، جګړه یې کړې، طالبان یې وژلي او طالبانو دوی وژلي دي. د افغانستان داخلي ستونزه باید د متخاصمو ډلو ترمنځ حل شي او له یو څو هغو مدني فعالینو سره خبرې چې د سفارتونو په پیسو چلېږي، د افغانستان ستونزه نه شي حل کېدلی.
دې غونډې ته دولتي کسان هم وربلل شوي، خو په بلنلیک کې ورته لیکل شوي چې دوی به د دولت په استازیتوب ګډون نه کوي، بلکې هلته به خپل شخصي نظر وايي. کله چې په غونډه کې دولتي استازي په دولتي حیثیت ګډون نه کوي، دا نو بیا همغسې غونډې دي چې په مسکو کې وشوې. آن د مسکو تر غونډو کمزورې او بې ګټې ځکه دي چې کوم مهم سیاسي مشر هم پکې برخه نه اخلي. له همدې امله دا غونډه سر له اوسه بې ګټې او بې مانا ښکاري چې موږ د سولې له اصلي مسیر څخه اړوي. موږ د جرمني په بن کې د افغانستان په تړاو په ۲۰۰۱ ز کال کې د شوې غونډې د ناسم جوړښت او پرېکړو بیه لا هم پرې کوو، خو که جرمني له قطر سره په ګډه له هغو تېروتنو زده کړې نه کوي او بیا لویې تېروتنې کوي، نو بیا نه یوازې د رښتینې سولې چانس کمېږي، بلکې ستونزې به زیاتیږي.
د یوې رښتینې بینالافغاني سولې لپاره داسې غونډې ته اړتیا ده چې د افغانستان د ټولو خلکو او ډلو استازي پکې برخه واخلي. د یوې داسې غونډې اړتیا ده چې د ټولو ګوندونو استازي پکې وي، مخالفین او موافقین ټول پکې را ټول شي. داسې یوه غونډه چې قومي، سمتي او ټولو مسایلو ته پکې پام شوی وي او د افغانانو ترمنځ یوه رښتیني ډیالوګ او سولې ته لاره برابره کړي. د څو سفارتي مدني فعالینو، دوه تابعیته لرونکو او کمزورو کسانو په ګډون سره نه رښتینې بینالافغاني غونډه کېدای شي او نه هم دا چاره له سولې او ثبات سره مرسته کوي.