سګونه افغانان په بینالافغاني غونډه کې د ګډون لپاره دوحې ته رسېدلي دي. دا غونډه د جرمني او قطر په کوربهتوب جوړېږي، چې ګډونوال به یې د سولې او د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرې وکړي. دې غونډې ته حکومتي استازي هم وربلل شوي، خو هغوی به د حکومت په استازیتوب ګډون نه کوي، بلکې خپل شخصي نظریات به وايي او ازاد بحث به کېږي. دې غونډې ته د مدني ټولنې غړي او ځینې کم مطرح سیاستوال هم وربلل شوي دي.
دوه مسایل د ناسمو معلوماتو پر اساس له دې غونډې سره تړل کېږي. لومړی دا چې دا غونډه به له افغان حکومت سره خبرو ته لاره برابره کړي. دا ادعا ځکه سمه نه ده چې طالبان لا هم پر خپل دریځ ولاړ دي او له حکومت سره خبرې نه کوي. کله چې امریکا او نور قوتونه طالبان نه شي قانع کولی چې له حکومت سره خبرې وکړي، نو د دې غونډې ګډونوال چې کومه خاصه ځانګړنه هم نه لري، طالبان به څنګه قانع کړي چې له حکومت سره خبرې وکړي!؟ دویم دا چې ځینې کسان دا غونډه د دویم بن لپاره لومړنی ګام ګڼي. دا سمه ده چې د دویم بن هڅې روانې دي. د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی دوه ځله کابل ته او یو ځل قطر ته ورغلی دی. په سیاسي کړیو کې دا بحث شته چې دویم بن د یو پراخ بنسټه حکومت لپاره لاره برابرولی شي، خو دا غونډه له دویم بن سره اړیکه نه لري او نه به هم په دې چاره بحث کېږي.
له دې غونډې وروسته دوې شونتیاوې دي. غونډې ته وربلل شوي کسان ځینې یې د سولې مخالف دي او ځینې یې هم د طالبانو په اړه دا نظر لري چې هغوی د سولې او پخلاینې خلک نه دي. کم داسې کسان پکې شته چې د سولې ملاتړي دي او غواړي له طالبانو سره جوړه وشي. اوس چې لویه برخه افراطي مخالفین قطر ته ورغلي دي، نو که د غونډې د جوړونکو موخه ترمیم وي، بیا به دا کسان کابل ته له را ګرځېدو وروسته د طالبانو په اړه مثبتې خبرې وکړي او په دې ډول به د سولې او جوړجاړي لپاره په هغو کړیو کې هم نظر مثبت شي، چې د طالبانو په اړه لا هم افراطي منفي نظر لري او هغوی د سولې او پخلاینې خلک نه ګڼي. که د دې غونډې د جوړونکو هدف د بینالافغاني خبرو او سولې تخریب وي، نو دا کسان چې له وړانډې د طالبانو پر ضد په خبرو او دریځ نیولو کې مخکښ دي، په پراخه کچه به د طالبانو پر ضد تبلیغات وکړي، هغوی به د سولې او جوړجاړي ضد معرفي کړي. طالبان به داسې معرفي کړي چې ګواکې غواړي واک واخلي او افغانستان له ۲۰۰۱ ز کال وړاندې مرحلې ته ور وګرځوي.
د افغانانو ترمنځ هر ډول خبرو، د نظر تبادلې او مفاهمې ته باید په مثبت نظر وکتل شي. که څه هم دا غونډه به کومه محسوسه پایله ونه لري، خو خلک همدې ته په تمه دي او غواړي چې په داسې غونډو سره د افغانانو ترمنځ فاصله کمه شي او پراخ جوړجاړي او پخلاینې ته لاره هواره شي.