افغان حکومت د سولې د چارو د لا ښه تنظیم لپاره د سولې وزارت په نامه نوی جوړښت اعلان کړی. پلمه دا وه چې د لویې جرګې غوښتنه وه، خو هیله ده چې همدا پلمه د سولې په برخه کې د ادارو او د سولې د چارو ستراتېژیک لید د اصلاح لپاره وکارول شي. له بده مرغه له کومې ورځې چې په افغانستان کې سوله د سیاسي اجنډا برخه ګرځېدلې چې په لړ کې یې د سولې شورا را منځته شوه، له دې پروسې سره له تخنیکي زیات سیاسي چلند شوی. یا په بل عبارت، د سولې شورا تر ډېره د سیاسي رشوت ورکونې یو آدرس ګرځېدلې ده. دا چې اوس د افغانستان حکومت ظاهراً د دغه بهیر د اصلاح په تکل کې دی، د سولې وزارت باید له یو پراخ ستراتېژیک لید سره دغه پروسه تر کار لاندې ونیسي.
د اصلاحاتي کارونو په لړ کې باید د سولې شورا له منځه یووړل شي. زما انګېرنه دا ده چې دا کار به هرو مرو کېږي او یادونه به یې لازمه هم نه وي، خو دا چې موږ په افغانستان کې د موازي ادارو مخینه لرو، اړینه ده چې دا نکته په لومړي سر کې د ټینګار په پار ذکر شي. کله چې د سولې شورا د انحلال خبره کېږي، نو مطلب یې دا دی چې غړي یې باید تر کوم بل نوم لاندې د سولې وزارت اړوند پاتې نه شي او له دې لارې دا جوړښت د امتیاز اخیستنې آدرس ونه ګرځي. د سولې په اړه په ملي کچه د مشورې لپاره باید ولسمشر یو عالي مشورتي بورډ جوړ کړي، زه فکر کوم دا کفایت کوي. په ټوله کې د لارې نقشه هم لویې جرګې وړاندې کړې. که بیا هم مشورو ته اړتیا کېږي، د ولایتي ادارو په مرسته کېدای شي غونډې جوړې او نظریات را ټول شي او هم په مرکز کې سترې ناستې برابرې شي. همدا راز، دا چې د سولې شورا ډېری غړي هممهاله د حکومت په بېلابېلو برخو کې دندې لري، د اړتیا په وخت کې د دوی له وړتیاوو څخه بیا هم ګټه اخیستل کېدای شي.
همدا راز زما په اند، د سولې عالي شورا دارالانشا دې د سولې وزارت برخه وګرځول شي. ورسره دې هغه ځانګړی کمېسیون چې له حزب اسلامي سره د سولې د تړون لیک د پلي کولو دنده په غاړه لري، هم د سولې وزارت برخه وګرځول شي چې دا به په ټوله کې د جوړښتونو د انسجام بهیر تکمیل کړي. د سولې په وزارت کې دې یوه وړه، متمرکزه؛ خو مسلکي، کدري کاري ډله پر کار وګومارل شي. زما په اند، په ټوله کې له ۷ تر ۱۰ پورې کارپوه کدرونه او ورسره په ټوله کې له ۱۵ تر ۲۰ پورې همکار کدرونه پکار دي. کېدای شي تر پنځو اداري کارکوونکي واوسي او نور د اړتیا سره سم خدماتي کار کوونکي.
د اداري اصلاح ترڅنګ، کاري اصلاح ته هم جدي اړتیا ده. د سولې وزارت دې د سولې ستراتېژۍ ته بیا کتنه وکړي او یوه هر اړخیزه ستراتېژي دې جوړه کړي. دغه اداره باید په ټوله کې یوه پالیسي سازه اداره شي او په خاصو مواردو کې دې اجرایوي دنده مخ ته یوسي. له بده مرغه تر اوسه د افغانستان حکومت او په ځانګړې توګه د سولې شورا، تر ډېره بریده د سولې پر کولو (Peace-making) باندې متمرکزه وه او ټوله هڅه یې دا وه چې څنګه په لویه کچه له مخالفینو سره سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي. دا په داسې حال کې ده چې هېواد مو څه د پاسه څلور لسیزې په جګړو کې ښکېل و چې د یادو جګړو هر پړاو د افغاني ټولنې لپاره بېلابېلې بدمرغۍ زیږولې دي. ټولنې مو خپل ټولنیز یووالی (Social integration) بایللی دی، هېواد مو د جګړې او پس له جګړې هېوادونو په درشل کې ولاړ دی، د تاوتریخوالي کلتور پکې عام دی او د نه زغم له رنځه کړېږي. د دغو ټولو ستونزو د حل لپاره باید د سولې وزارت د پالیسي په کچه د کار کولو دنده ولري.
د سولې وزارت لپاره اړینه ده چې د شخړو د مدیریت (Conflict Management) ټولو اړخونو ته ځواب ورکوونکی و اوسي. بې له شکه چې د چارو غوښنه برخه به د لویې کچې د سیاسي بحث یعنې له طالبانو سره د سولې د بهیر مخ ته وړل یا سوله کول وي، خو هممهاله باید د سولې د چارو نورو برخو ته هم جدي کار وشي. په دې لړ کې افغانستان د سولې ضد خطرونو په وخت سره خبر ورکولو سیسټم (Early Warning System) باید جوړ او پر کار واچول شي. هغه هېوادونه چې د کمزورو هېوادونو (Fragile State) په نوم یادېږي، هلته د دغه ډول سیسټم درلودل حتمي او ضروري دي. دا سیسټم په دوامداره توګه د هېواد دننه او د باندې چارې څاري او شننه کوي څو هغه مسایل چې د هېواد ټیکاو ته خطر پېښولی شي، په وخت سره را برسېره او د هېواد له مشرانو سره د وقایوي اقداماتو په موخه شریک شي. همدا اوس افغانستان د توندلاریتوب د پدیدې ښکار دی، آن د مذهبي ډلو ترمنځ د وژنو تر بریده شخړې د هېواد په بېلابېلو برخو کې اوج ته رسېدلې دي. له دغه ډول پدیدو سره د مقابلې لپاره اړینه ده چې د پالیسي په کچه په وخت سره پروګرامونه او چارې تر سره شي.
افغانستان په ځینو جدي قومي او توکمیزو شخړو کې هم را ښکېل دی. په دې لړ کې د هزاره جاتو د ځمکو پر سر د کوچیانو او هزاره توکمو، په لویه پکتیا کې د قومونو (توتاخېل او منګل، ځدراڼ او مقبلو) او د افغانستان په شمالي سیمو کې د پښتنو او تاجکو ترمنځ ځای ځای د کړکېچونو له کبله په تېر کې ډېرې جدي ستونزې ایجاد شوې دي، چې دا ستونزې لا هم شتون لري. د دغه ډول شخړو د حل لپاره د افغانستان حکومتونو وخت ناوخت موقتي ګامونه پورته کړي، خو د دایمي حل په موخه تر اوسه کار نه دی شوی. د سولې وزارت باید د دغه ډول مسایلو د حل لپاره هم کار وکړي او د شخړو د حل په لړ کې باید د منځګړیتوب (Mediation) چارې مخ ته یوسي. دا ډېره مهمه ده چې دا ډول کوچنۍ شخړې حل شي څو په ټوله کې د ملت جوړونې پروګرام مخ ته یوړل شي.
د سولې د بهیر په لړ کې افغانستان په لومړي ځل د حزب اسلامي حکمتیار له ډلې سره د سولې تړون لیک په ۲۰۱۶ ز کال کې لاسلیک کړ چې دا بې ساری پرمختګ په افغانستان کې د رسمي سولې لومړۍ بېلګه وه. دا چې افغان حکومت په دې لړ کې کوم ځانګړی چمتووالی نه درلود، نو د سولې د تړون لیک د پلي کولو لپاره یو ځانګړی کمېسیون جوړ شو. یاد کمېسیون پرته له کوم چمتووالي او ځانګړیو کاري وړتیاوو چې د سولې په برخه کې کاري تجربه ولري، کار پیل کړ. دا چې داسې تمه شته چې په راتلونکي کې هم د سولې بهیر به د سولې په تړونونو لاسلیک شي، نو د سولې وزارت باید د سولې د تړونونو د پلي کولو په برخه کې هم سر له اوسه چمتووالی ونیسي. له حزب اسلامي سره تر سره شوې سولې د تجربو په رڼا کې، چې ما د جامع تحقیق په رڼا کې لا پخوا راټولې او خپرې کړې، باید د ستراتېژیکې کچې چمتووالی واوسي. په دې برخه کې د کاري کدرونو روزنه هم ډېره اړینه ده.
هره ټولنه چې له اوږدمهاله جګړې څخه را تېره شي، هغه ډېرې مودې ته اړتیا لري چې بېرته عادي حالت ته وګرځي او کله کله یوازې نسلي بدلون کولی شي د جګړې بدرنګه ټولنیزې نښې نښانې له منځه یوسي، خو د شخړو د مدیریت په لړ کې سوله جوړونه (Peacebuilding) یوه مهمه او دوامداره پروسه ده. په دې برخه کې د جګړې د وختونو د خواشینیو د رفع کولو، د ملت جوړونې، د ټولنیز پیوستون (Social Integration)، د سولې د کلتور د عامولو او ورته هلې ځلې تر سره کېږي. دا چارې باید د یاد وزارت د ستراتېژیکو لومړیتوبونو برخه و اوسي.
هغه هېوادونه چې شخړو ځپلي وي، هلته تل د شخړو او سولې د چارو کارپوهانو او کدرونو ته په لویه اندازه او په اوږدمهال کې اړتیا وي. له بده مرغه، سره له دې چې افغانستان څه د پاسه څلور لسیزې له شخړو سره لاس او ګرېوان دی، اوسمهال د کدري وړتیاوو له کمښت سره مخ دی. په ځانګړې توګه، د سولې د چارو کارپوهانو شمېر ډېر کم دی. د دې لپاره چې دا اړینه تشه په هېواد کې ډکه شي، د سولې وزارت باید په هېواد کې د سولې په برخه کې زده کړو لپاره په پراخه پیمانه کار وکړي. دا کار د هېواد له دننه پوهنتونو سره په ګډه پلي کول به خورا آسانه وي، خو یوه کارپوهه اداره باید په دې برخه کې دنده په غاړه ولري، څو تعلیمي ادارې په دې برخه کې د کدرونو د روزلو چارې مخ ته یوسي.
افغانستان د خپل تاریخ په حساسو شېبو کې دی او له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې مو هېواد د دې موکه تر لاسه کړې، چې له شخړو او کړکېچونو څخه د سولې لور ته وخوځېږي. په دې مرحله کې اړینه ده چې د سولې له بهیر سره په ټوله کې مسلکي او علمي چلند وشي، څو د سولې جوړونې بهیر په چټکۍ سره مخ ته یووړل شي. لازمه ده چې په دې اړه له نړیوالو تجربو زده کړه وشي او په افغانستان کې شته نړیوالې ادارې په دې برخه کې د افغانستان له حکومت سره مرسته کولی شي. اړینه ده چې افغان حکومت له تېرو تجربو څخه زده کړه وکړي او د سولې په برخه کې د اصلاحاتو دا بهیر په رښتینې توګه تر سره کړي، که نه نو آن که له مخالفینو سره جوړجاړی هم وشي، ټولنه به مو د رښتینې او پایدارې سولې لور ته له اړین سفر څخه پاتې وي.