په وردګو کې خلکو د ګډو ځواکونو له خوا د وژل شوو ملکي وګړو، ښځو، ماشومانو او نورو بې ګناه وګړو ویر کاوه چې په غزني کې وسله والو طالبانو هم په یوه برید کې ملکي وګړو ته پراخه مرګ ژوبله واړوله. د برید په شاوخوا سیمه کې ملکي وګړي او یو ښوونځی و، چې همدې چارې د ماشومانو او نورو بې ګناه وګړو مرګ ژوبله زیاته کړه. تر دې وړاندې هم په کابل کې د طالبانو په برید کې له دې امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته وه، چې د برید شاوخوا د استوګنې سیمې وې. په کلیو او بانډو کې خو بیا ګډ ځواکونه یو مخ ملکي وګړي وژني چې تر ډېره د رسنیو او فعالینو له سترګو پټ وي او یا هم په قصدي او شعوري ډول نه رسنیز کېږي.
د سولې د خبرو په روان پړاو کې دواړه لوري غواړي ځان په نظامي ډګر کې پیاوړی وښيي. له همدې امله بریدونو ته زور ورکوي، خو دا نه ګوري چې د دوی د بریدونو اصلي قربانیان څوک دي. د ښځو، ماشومانو او نورو بې ګناه وګړو په وژلو سره د زور ښودل نه کوم اسلامي کار دی او نه هم کوم افغاني او انساني کار. د ښځو او ماشومانو وژل د کمزورو، ډارنو، بې اصولو او وحشي خلکو کار دی چې په هېڅ ډول نه توجیه کېږي. ځینې دا کار د تېروتنې یا بلې پلمې پر اساس توجیه کوي چې دا خپله جنایت او وحشت ته مشروعیت ورکول دي. په کلي او کور کې چې ښځې، ماشومان او نور بې ګناه وګړي پکې اوسیږي، بمباري او هوايي بریدونه تېروتنه نه ده، بلکې په قصدي ډول د ملکیانو وژنه ده. د یو یا څو طالبانو لپاره د ټول کور یا کلي بمبارول او نړول یوازې وحشت دی او بس. همداسې د خلکو د استوګنې او ګڼې ګوڼې په ډکه سیمه کې په یوه نظامي یا بل هر هدف برید وحشت دی. په هر هدف برید دا وحشت نه شي توجیه کولی. دا خبره چې ګواکې خلک دې له دغو مرکزونو لرې وي، غیر عملي ده او یوازې وحشت ته توجیه پیدا کول دي. په دې ډول دواړه لوري د ملکیانو پر وړاندې په ډېر بې توپیره چلند کوي او د ښځو، ماشومانو او نورو بې ګناه وګړو په وژلو سره غواړي خپلو سیاسي موخو ته ورسیږي. ښکېل لوري چې د ملکي وګړو د خوندیتوب کومې چیغې وهي، واقعیت دا دی چې دا تش شعارونه دي او دوی ته د ملکي وګړو ژوند هېڅ ارزښت نه لري.
که د سولې خبرې د دې لپاره وي، چې دا جګړه ختمه شي او دا خبرې بریالۍ کېږي، نو دا د جګړې وروستۍ ورځې دي. په وروستیو ورځو کې څوک له مخالفینو سره دومره وحشت نه کوي، خو دلته ښکېل لوري له ملکي وګړو سره دومره وحشیانه او ظالمانه چلند کوي چې دا په هېڅ ډول نه توجیه کېږي. دوی باید پوه شي چې له سولې وروسته له همدې خلکو سره اوسیږي او له همدې خلکو به د سیاسي ملاتړ تمه لري. که دوی رښتیا افغانان وي او په همدغه هېواد کې ژوند او اوسېدل غواړي، نو پکار ده چې د وحشتونو دا سیالۍ پرېږدي او د خلکو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه واخلي.