طالبان لا هم ټینګار کوي چې له حکومت سره خبرې نه کوي، خو خلیلزاد وايي چې حکومت یو واقعیت دی او دوی هڅه کوي، څو طالبان قانع کړي چې له حکومت سره خبرې وکړي. تر دې وړاندې خلیلزاد ویلي وو چې له طالبانو سره یې د ځواکونو پر وتلو، د چا پر ضد د افغان خاورې پر نه استعمال، اوربند او بین الافغاني خبرو بحثونه کړي چې پرمختګونه هم پکې شوي دي. له بین الافغاني خبرو څخه د امریکا موخه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې دي. طالبانو د خلیلزاد دغو خبرو ته په غبرګون کې ویلي چې پر اوربند او بین الافغاني مذاکراتو یې له خلیلزاد سره بحث نه دی کړی.
اوس اساسي پوښتنه دا ده چې د دې ربړې اصلي لامل څه دی او څنګه به حل کېږي؟
طالبان د دوو دلایلو پر اساس له حکومت سره خبرې نه کوي، چې یو دلیل په ښکاره وايي او یو یې نه وايي. طالبان وايي چې حکومت بې واکه دی او دوی له بې واکه او لاسپوڅي حکومت سره خبرې نه کوي. هغه څه چې طالبان یې نه وايي، خو له حکومت سره د خبرو نه کولو اصلي لامل دی، هغه دا دی چې طالبان فکر کوي له حکومت سره په خبرو د خپلې مبارزې مشروعیت ته زیان رسوي. طالبان حکومت نه مني او ځان حکومت ګڼي، خو که فکر کوي چې که له حکومت سره خبرې وکړي، د دې مانا دا ده چې دوی حکومت د حکومت په حیث په رسمیت پېژندلی دی. په دې سره دوی په طبیعي ډول د حکومت پر ضد جګړه کړې ده او دوی د باغیانو تعریف پیدا کوي. طالبان دا فکر هم کوي چې دوی له امریکا سره جګړه وکړه او اصلي اړخ امریکا ده، خو که له حکومت سره خبرې کوي، نو د دوی د جګړې بل اړخ هم افغاني کېږي او په دې سره یې جګړه تقدس له لاسه ورکوي.
امریکایان هم په دوو دلایلو پر دې ټینګار کوي چې طالبان دې له حکومت سره خبرې وکړي. لومړی دا چې امریکا نه غواړي ځان د جګړې د یوه لوري په توګه را څرګند کړي. که طالبان له حکومت سره خبرې ونه کړي او هر څه له امریکا سره حل کول غواړي، د دې مانا دا ده چې د جګړې اصلي اړخ امریکا وه او د افغانستان د اشغال په تړاو د طالبانو ادعا سمه وه او د دوی جګړه مقدسه وه. امریکا غواړي له همدې حالته ځان وباسي. د افغانستان په جګړه کې ډېر جنایتونه هم شوي دي، چې امریکا یې له اخلاقي او مادي زیانونو ځان ایستل غواړي او له همدې امله غواړي حکومت د اصلي لوري په توګه را څرګند کړي. امریکا دا هم غواړي چې له حکومت سره په خبرو د طالبانو وزن را کم کړي او خپل سیال یې ونه ګڼي. له همدې امله امریکا له حکومت سره پر خبرو ټینګار او طالبان انکار کوي.
لا هم د دې ربړې د حل څرکونه نشته، خو د دې لپاره چې دا ستونزه حل شي، یوه لاره شته او هغه دا ده چې د اوسني حکومت وخت پوره دی. د یوې لویې جرګې له لارې دې یو موقت او بې طرفه حکومت جوړ شي، خو طالبان دې ومني چې له دې حکومت سره به خبرې کوي، جوړجاړی به کوي او ستونزه به حلوي. په دې سره به هم دا ربړه حل شي او هم به په افغانستان کې د بې حکومتۍ او بې نظامۍ مخه نیول شوې وي.