تازه حکومتي ځواکونو چې ویل کېږي امریکايي ځواکونو یې هم ملتیا کوله په وردګو کې پر یوه روغتون برید کړی دی. ناروغان، ډاکټران او نور کارکوونکي یې وهلي دي. په دې برید کې څلور روغتیايي کارکوونکي وژل شوي او څو تنه نور ټپیان دي. یو ډاکټر ورک دی، د مړي او ژوند درک یې نشته. بل خوا بیا په بغلان کې هم په یوه هوايي برید کې اووه ماشومان وژل شوي دي. پېښه د ډنډ شهابالدین ولسوالۍ د کتب خېلو سیمه کې شوې ده. سیمه ییز حکومتي چارواکي دواړه پېښې مني.
دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې په کابل او غزني کې د طالبانو په برید کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته حکومت توند غبرګون وښود او خلکو هم د طالبانو دغه برید کلک وغندلو. اوس پوښتنه دا ده چې حکومت ولې په دومره پراخه کچه ملکي وګړي وژني او وحشت کوي؟
ښايي لومړۍ خبره بیا هم د تېروتنې وي. اوس دا د خلکو په زخمونو د مالګي له دوړولو پرته بله مانا نه لري چې دغو پېښو ته تېروتنې وویل شي. دا یوه نه، بلکې بیخي ډېرې پېښې دي چې ملکي وګړي پکې وژل کېږي. په دې وروستیو کې دا پېښې ډېرې شوې دي او آن نړیوالو بنسټونو او رسنیو په لومړي ځل دا ویلي چې حکومت او امریکايي ځواکونو تر طالبان ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. حکومت یا د دې پېښو څخه یو مخ انکار کوي او یا یې هم مني، بیا د څېړنو خبره کوي چې پایلې یې هېڅکله نه معلومیږي. حکومت کله کله د دا ډول پېښو د تکرار د مخنیوي ژمنې هم کوي، خو نه یوازې دا پېښې کمې شوې نه دي، بلکې زیاتې شوې هم دي.
حکومت چې ځان ته مشروع او مسوول وايي، د اساسي قانون پر اساس د خلکو د خوندیتوب دنده لري، نو څنګه له خپلو خلکو سره دا ډول وحشت کولی شي!؟ څنګه خپل خلک په دا ډول وحشت وژلی شي؟ ولې بیا بیا داسې عملیات وشي چې مرګ ژوبله یې ملکي وګړو ته اوړي؟ ډېری داسې پېښې قصدي او شعوري وي، حکومت ولې د دې ډول پېښو له مسوولینو سره حساب نه کوي؟ که د ملي وحدت حکومت د افغان انسان وینې ته ارزښت ورکوي، نو د خپلې واکمنۍ له پیله تر اوسه یې کوم چارواکی یا سرتیری د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له امله محاکمه کړی دی؟ له بده مرغه هېڅ داسې بېلګه نشته. دا ښيي چې د ملي وحدت حکومت مشران د ملکي وګړو د وینې په اړه څومره بې توپیره دي.
هېڅکله یو مشروع او مسوول حکومت د خپلو خلکو پر وړانډې دا ډول وحشت نه شي کولی. دا له خپلو خلکو سره د دښمنۍ اوج ښيي. که حکومتي چارواکي دا فکر کوي چې په دې ډول وحشتونو سره به د خپلو غربي ملګرو ملاتړ خپل کړي، خپل واک به وغځوي، دا تېروتنه ده. له ولس سره دا ډول ظلم او وحشت به خپله د حکومت لپاره بدې پایلې ولري. دا ډول وحشتونه به چارواکي نور هم د خلکو له سترګو وغورځوي او بیا به د حکومت او ترهګرو ډلو ترمنځ خلک کوم توپیر نه کوي.