جمعه, جولای 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ای او ایم: د نورستان سېلاب‌ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    افغانستان او مالیزیا د عامه کتابتونونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

    د افغان او ترکي لوري ترمنځ د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

    ډبلیو اېچ او: په نورستان کې سېلابونو د اوبو شبکې زیانمنې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ای او ایم: د نورستان سېلاب‌ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    افغانستان او مالیزیا د عامه کتابتونونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

    د افغان او ترکي لوري ترمنځ د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

    ډبلیو اېچ او: په نورستان کې سېلابونو د اوبو شبکې زیانمنې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

ایا له ویتنام، عراق او افغانستان څخه تللو امریکایي سرتېرو ته یو ډول درناوی کېږي؟

جولای 10, 2019
in لیکنې
0 0

ژباړه: جواد تیموري

په عراق کې د امریکا جګړه هم د امریکایانو او هم د نورو نړیوالو له نظره یوه لویه فاجعه وه. خو له دې سره سره هم هغه امریکایي پوځیان چې له جګړې بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، هر کال یې نمانځنه کېږي، خو د دوی او د ویتنام له جګړې د ستنو شویو امریکایانو نمانځنه ډېر توپیر لري.

په تېره جون میاشت کې د عراق له جګړې ستانه شوي هوايي پوځي ډيويد بلاویا ته د امریکا تر ټولو ستر پوځي مډال ورکړل شو. د امریکا ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په تر سره کولو سره  د نوموړي  «مېړانه» وستایه. نوموړی هغه لومړی امریکایي سرتېری دی چې په ژوندون د دغه هېواد تر ټولو لوی مډال تر لاسه کوي.

په هغو مراسمو کې چې د بلاویا د نمانځلو لپاره په سپینه ماڼۍ کې جوړ شوي وو، د دغه هېواد د کانګرېس غړو، پوځي قوماندانانو او د بېلابېلو طبقو خلکو پکې ګډون کړی و. خو تر ټولو جالبه دا ده چې هغه مراسم چې د بلاویا او یا هغو پوځیانو لپاره چې له عراقه راستانه شوي، د هغو سرتېرو په پرتله چې له ویتنامه را ستانه شوي، ډېر توپیر لري.

له بلې خوا د عراق او ویتنام جګړې په امریکا کې په کور دننه تر ټولو نا خوښې جګړې وې او د دغه هېواد د تاریخ د تورو پاڼو په توګه ورته کتل کېږي.

په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسیزو کې د ویتنام د جګړې پر مهال ۵۸ زره امریکایي پوځیان او  تر دوو لکو ویتنامي سرتيري ووژل شول. دغه په دې جګړه کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله ملکیانو ته اوښتې چې د ځینو راپورونو له مخې، د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې نږدې دوو میلیونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

بلخوا، د عراق جګړه چې په ۲۰۰۳ ز کال کې پیل شوه، تر اوسه په دې جګړه کې تر پنځو زرو زیات امریکایان او نږدې نیم میلیون عراقیان وژل شوي دي.

لکه څرنګه چې مشهور امریکایي ورځپاڼه لیکونکي توماس ریکز چې د عراق د جګړې په اړه یې یو کتاب هم لیکلی، وایي چې د ډېریو امریکایانو په باور د عراق جګړه بې ګټې او «مسخره» وه.

خو له هغو سرتېرو چې په دغه جګړه کې یې ګډون کړی و، له دې کبله چې د دوی په باور بریالي شوي دي او هلته یې له امریکایي ګټو په ښه توګه ساتنه او دفاع کړې، هر کال په شاندارو مراسمو نمانځنه کېږي.

خو هغه سرتېري چې د ویتنام له خونړۍ جګړې امریکا ته بېرته ستانه شوي، له دوی سره ډېر ناوړه چلن کېږي او ډېری وخت په ویتنام کې د امریکا د ماتې پړه هم پر دوی اچول کېږي.

د امریکا نامتو تاریخ لیکونکي جیمز رایټ په نیویورکر نشریه کې لیکلي: «کوم وخت چې امریکایي سرتېري د ویتنام له تودې جګړې بېرته خپل هېواد ته راستانه شول، نو په کور دننه ورته د وحشیانه او ظالمانه جګړې د قربانیانو په سترګه نه کتل کېدل، بلکې کورنیو امریکایانو دوی د جګړې اصلي بایلونکي بلل».

اډ باریک چې اوسمهال ۷۳ کاله عمر لري، له ۱۹۶۴- ۱۹۶۷ کلونو پورې یې په ویتنام کې د امریکا په پوځ کې د انجنیر په توګه دنده تر سره کوله او په دغه هېواد کې د امریکا له ماتې وروسته بېرته ژوند خپل هېواد راستون نه شو. هغه وایي: «په یاد مې دي، کله چې د ویتنام له جګړې راستون شوم، په کور دننه امریکایانو به ماته لاړې را توف کولې، ماته به یې (بچه کوش) ویل، په رښتیا هم چې ددوی دغه چلن زه ډېر ځورولم».

خو د دې خلاف امریکایان د هغو پوځیانو چې له عراقه راستانه شوي، ډېره ستاینه او ملاتړ کوي. د الیر مکلین په نوم یو څېړونکی چې له جګړو د راستنو شویو امریکایي سرتېرو په اړه یې څېړنې کړي، وايي: «زموږ څېړنې دا په ډاګه کوي چې له عراقه د راستنو شویو سرتېرو وضعیت هغو پوځيانو ته ښه دی، چې د ویتنام له جګړې څخه راستانه شوي دي».

بلخوا هغه سرتېري چې په ویتنام کې به د جګړې پر مهال سخت زخمي شول، د ژوندي پاتې کېدو چانس به یې ډېر کم و، ځکه چې د امریکا پوځ د دوی لپاره لازم روغتیايي خدمتونه نه وو برابر کړي، خو د دې برعکس، هغه پوځیان چې د عراق په جګړه کې به یې ټپونه هرڅومره ژور هم وو، د ژوندي پاتې کېدو امکانات یې ډېر وو، ځکه چې دوی ته له نورو برخو سربېره، په روغتیايي برخه کې هم لازمې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې وې.

د یوې څېړنې له مخې، د ویتنام په جګړه کې ۷۶ سلنه هغه امریکایان چې سخت به ټپیان وو، ژوندي پاتې کېدو فرصت یې درلود، خو برعکس د عراق په جګړه کې بیا دغه شمېره ۸۰ سلنه وه.

ډیويډ همیلټون چې په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ ز کلونو کې یې په عراق کې د امریکا په پوځ کې د کارپوه په توګه دنده ترسره کړې وایي، کله چې بېرته خپل ایالت (کالیفرنیا) ته راوګرځېدم، خلکو زما تود هر کلی وکړ.

هغه وایي، کله چې د کالیفرنیا په ایالت کې له الوتکې ښکته کېدم، ومې لیدل چې خلکو په پوسټرونو کې زما عکسونه او نوم ځای پر ځای کړي او له الوتکې څخه د کوزېدو پر مهال یې زما تود هر کلی وکړ، خو هغه د خپل یوه بل ملګري خاطره هم لري. نوموړی وایي: «زما یو ملګری چې د ویتنام له جګړې څخه په داسې حال کې راستون شوی و، چې په بدن یې د ټپونو نښې له ورایه ښکارېدې، هېڅوک یې هم هر کلي ته نه وو ورغلي».

له بلې خوا د افغانستان له جګړې څخه ستنو شویو پوځیانو ته هم هر کال په دغه هېواد کې ځانګړي تدابیر نیول کېږي او د هغو ټولو سرتېرو قدرداني کېږي، چې په دې جګړه کې یې ګډون کړی و.

Share2Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نړيوال بانک: د امريکا او ايران دوامداره شخړه ښايي د نړيوال اقتصاد پرمختيايي سرعت ۱.۳ سلنې ته ټيټ کړي

جولای 23, 2026

امريکا: پر ايران مو د نوي پړاو بريدونه پيل کړل

جولای 23, 2026

سعودي عربستان له امريکا سره د اټومي انرژۍ همکاريز تړون لاسليک کړ

جولای 23, 2026

وانګ يي د امريکا له خارجه وزير انټونیو روبیو سره ولیدل

جولای 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In