AI څه شی ده؟
مصنوعي ځیرکتیا (AI) انساني ځیرکتیا ته ورته ځیرکتیا ده، چې په ماشینونو په خاصه توګه کمپیوټري سیسټمونو کې ترې ګټه اخیستل کېږي او د انسان په شان فکر، عمل، عکس العمل، زده کړه او تصمیم نیونه کوي.
د AI لنډ تاریخ
د اوسنۍ مصنوعي ځیرکتیا زړي پخوانیو هغو فیلسوفانو شیندلي وو چې پخوا یې دا تیوري وړاندې کړې وه، چې د انسان فکر څرنګه کار کوي، څو یې خلکو ته په سمبولیکه بڼه بیان کړي. په ۱۹۴۰ ز کال کې د یوه ډیجیټل کمپیوټر اختراع چې فعالیت یې پر ریاضیکي عملیو باندې ولاړ و، اختراع د فیلسوفانو د یاد کار پایله شوه. دې کار او د دې کار تر شا مفکورو ډېر څېړونکي دې ته وهڅول، څو د یوه الکټرونیک مغز د جوړښت د امکان پر شتون باندې جدي بحثونه او څېړنې وکړي.
د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال برېټانوي کمپیوټر ساینس پوه الن ټیورېنګ د Enigma کوډ (چې جرمني ځواکونو د پټو او معتبرو پیغامونو د لېږد را لېږد او د هغه د پوره امنیت ساتلو لپاره کارولو)، د امنیت ماتولو لپاره پر یوه ماشین باندې کار وکړ. الن ټیورېنګ او همکارانو یې د Bombe په نامه داسې ماشین جوړ کړ چې د Enigma رمزونه یې کشف او د هغه امنیت یې ماتولو.
Enigma او Bombe ماشینونه د مصنوعي ځیرکتیا بنسټ اېښودونکي ګڼل کېږي. ټیورېنګ وایي، داسې یو ماشین چې له انسان سره داسې حالت کې مرسته او پوهاوی وکړي چې انسان دا درک نه کړي چې دا ماشین دی او که انسان، ښایي «The Imitation Game» لوبه وګټي او کولی شو ور ته ځیرک ماشین ووایو. د دې موضوع په اړه مورټن تېلدم په ۲۰۱۴ ز کال کې د Imitation Game په نامه یو مستند فلم هم جوړ کړی.
په ۱۹۵۶ ز کال کې امریکایي کمپیوټر ساینس پوه جان مکارتي د Dartmouth په نوم یو کنفرانس جوړ کړ، په یاد کنفرانس کې د مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence) اصطلاح د لومړي ځل لپاره و منل شوه. د دې لپاره چې د مصنوعي ځیرکتیا ځواک لوړ او په اړه یې عامه پوهاوی زیات شي، د امریکا متحده ایالتونو په بېلابېلو برخو کې ډېرو څېړنیزو مرکزونو پر کار پیل وکړ. څېړونکو الن نیول او هربرت سمن په دې برخه کې، چې مصنوعي ځیرکتیا د کمپیوټر ساینس یوه څانګه وګڼي او ګټه اخیستنه یې په نړیواله کچه زیاته شي، مؤثر رول ولوباوه.
د مصنوعي ځیرکتیا ډولونه
مصنوعي ځیرکتیا کېدای شي پر ډېرو برخو او ډولونو باندې ووېشل شي، خو په اصل کې مصنوعي ځیرکتیا پر دوو اساسي برخو، د وړتیاوو له مخې او عملکرد له مخې باندې وېشل شوې ده.
د وړتیاوو له مخې
1- محدوده یا کمزورې مصنوعي ځیرکتیا(Narrow or Weak AI)
محدوده یا کمزورې مصنوعي ځیرکتیا د AI یو ډول دی چې په خپلې ټاکلې ځیرکتیا سره د یوې اختصاصي او محدودې دندې د تر سره کولو توان لري. له ټاکل شویو محدودیتونو ورهاخوا د کار کولو ځواک نه لري.
په اوسني عصر کې د AI له دې ډول څخه په پراخه کچه ګټه اخیستل کېږي چې تر ټولو ښه بېلګه یې په آیفون کې Apple Siriدی، چې په یوه محدوده ساحه کې د عمل ځواک لري.
د مصنوعي ځیرکتیا له دې ډول څخه په نورو چارو لکه، شطرنج لوبه، انټرنېټي پاڼو کې د پېر او پلور چارې، بې موټروانه موټرونه او د خبرو او انځورونو پېژندونکو پروګرامونو کې هم ګټه اخیستل کېږي.
2- عمومي ځیرکتیا (General AI)
د AI دا ډول یو انسان ته ورته د ډېرو مغلقو او پېچلو چارو د پر مخ وړلو او تر سره کولو ځواک لري.
تر اوسه داسې کوم سیسټم وجود نه لري چې د AI له دې ډول څخه اوسي او د یو انسان په شان ټولې چاري کنټرول او تر سره کړي. خو په نړیواله کچه څېړونکي په دې برخه کې پر څېړنو بوخت دي، څو داسې سیسټمونه او ماشینونه جوړ کړي چې د AI دا ډول (عمومي ځیرکتیا) پکې کارول شوې وي. د یادولو وړ ده چې دا ډول ماشینونه او سیسټمونه جوړول به یو څه وخت ته اړتیا ولري.
3- نا محدوده او ځواکمنه مصنوعي ځیرکتیا (Super or Strong AI)
د AI دا ډول په داسې یوه سطحه کې ځای لري چې ورڅخه جوړ شوي ماشینونه له انساني ځیرکتیا څخه پیاوړي او ځیرک دي او د داسې چارو د تر سره کولو ځواک لري چې انسان یې له تر سره کولو محروم دی.
د AI د دې ډول ځینې کلیدي خاصیتونه د فکر کولو، استدلال، د معمایي لوبو حل کول (Puzzle)، قضاوت، پلان جوړولو، زده کړې او له خلکو سره د اړیکو په ساتلو کې وړتیا ده او دا چارې به د AI د یاد ډول در لودونکی ماشین او یا هم سیسټم چارې ټولې په خپله تر سره کوي.
د AI دا ډول هم تر اوسه یوه فرضي موضوع ده، د داسې سیسټمونو جوړول یوه انقلابي پېښه ده او تر اوسه په حقیقي نړۍ کې نشته.
د عملکرد له مخې
1- انفعالي ماشینونه (Reactive Machines)
انفعالي ماشینونه د مصنوعي ځیرکتیا له تر ټولو اساسي ډولونو څخه دي. یاد ماشینونه او سیسټمونه د پخوا تېرو شویو پېښو او یا هم تجربو د په یاد ساتلو توان نه لري، څو په راتلونکې کې ترې ګټه واخلي. یوازې پر فعلي چارو تمرکز او د موجود امکان په کچه غبرګون ښيي. د IBM کمپنۍ یو کمپیوټر (Deep Blue)چې د شطرنج لپاره جوړ شوی، په جوړښت کې د AI له یاد ډول څخه کار اخیستل شوی دی.
2- محدوده حافظه (Limited Memory)
د محدودې حافظې لرونکي ماشینونه کولی شي پخوا تېرې شوې پېښې او تجربې د یو لنډ وخت لپاره په یاد وساتي او په راتلونکې کې ترې د یوې محدودې مودې لپاره ګټه واخلي.
بې موټروانه موټرونه د دې ډول غوره بېلګه ده چې پر سرک د یاد موټر شاوخوا د روانو موټرونو د سرعت، د دوی تر منځ واټن، د مجاز لوړ سرعت کچه او داسې نورو اړوندو معلوماتو ته په محاسبې د سړک پر سر خپل تګ ته دوام ورکړي.
3- ذهني تیوري (Theory of Mind)
د ذهني تیورۍ مصنوعي ځیرکتیا لرونکي سیسټمونه او ماشینونه باید د یو انسان احساسات او باورونه درک او له خلکو سره په ټولنیزه بڼه د اړیکو پر ټینګولو واکمن وي.
د AI دا ډول لا تر اوسه د اوسني عصر په ماشینونو کې نه دی پلی شوی، خو څېړونکي په اړونده برخه کې پر څېړنو بوخت دي.
4- خودآګاهي (Self-Awareness)
پر خودآګاهۍ استواره مصنوعي ځیرکتیا د مصنوعي ځیرکتیا د راتلونکي لپاره تر ټولو اړین ډول دی، چې د یادې AI در لودونکي ماشینونه به بې حده ځیرک او له ځانه به د عاطفې او خودآګاهۍ احساسات لري. پر دې ډول AI باندې استوار ماشینونه هم تر اوسه نشته.
هغه برخې چې له AI څخه پکې ګټه اخیستل شوې
مصنوعي ځیرکتیا په اوسني عصر کې اغېزناک رول لوبوي، چې په ځینو مواردو کې یې شتون د حس کېدو وړ او په ځینو کې بیا هېڅ پام نه ور ګرځي.
اوسمهال هر کله چې موږ په ګوګل (Google) کې پلټنه کوو، له یو ځای څخه بل ځای ته ټکټونه پېرو، هوټلونو کې کوټې نیسو، په وېبپاڼو کې خپاره شوي اعلانونه (Ads) وینو او یا هم کله چې په فېسبوک کې د خلکو پوسټونه ښکته او پورته کوو، د دې ټولو شا ته له AI څخه ګټه اخیستل شوې او د هغې له خوا تنظیمېږي.
په روغتیايي برخه کې
AI په روغتیایي برخه کې یو انقلابي بدلون راوستی. د یو شخص د روغتیایي دوسیو له امنیت ساتلو نیولې بیا تر جراحۍ. مونږ ټول د دې شاهدان یو چې له ډېر پخوا راهیسې په روغتیایي برخه کې کمی احساسېږي.
AI اوس ډاکټرانو ته زیات فرصتونه برابر کړي او د دوی بوختیا یې څه نا څه را کمه کړې ده. پر AI استوار ماشینونه د ناروغيو په تشخیص او درملو جوړولو کې ځانګړی رول لوبوي.
په مالي چارو کې
مالي سکټور تل د مالي راپورونو، دقت او په لویه کچه د مقداري معلوماتو پروسس او محاسبې ته اړتیا لري، څو یو غوڅ او قاطع تصمیم ونیسي.
د AI په دقت سره کار کولو ته په کتو، مالي سکټور په چټکۍ سره خپلې ټولې چارې الګوریتمي سوداګرۍ، انطباقي ځیرکتیا، چټ باټونو (Chatbot) او نورو ماشیني چارو ته اړوي او خپلې ټولې چارې پر دې باندې مخ ته وړي.
اوس پر AI سمبالاستوار داسې ماشیني مشاورین وجود لري چې په مارکېټ کې ډېټا ته په کتو، د اسهامو او ونډو په اړه تر ټولو دقیقې پرېکړې او وړاندوېینې کوي. په دې برخه کې یې د بې ځایه مالي مصارفو او انساني انرژۍ د سوځېدو او مالي مصارفو تر ډېره بریده مخه نیولې ده.
په ځیرکو موټرونو او ډرون الوتکو کې
په اوسني عصر کې له AI څخه ګټه اخیستنه په پراخه کچه زیاته شوې. د نړۍ وتلي شرکتونه لکه امازون او والمارټ په لویه کچه په ډرون د رسونې پر خدماتو باندې پانګونه کړې او دا ډول چارې به ډېر ژر په نړیواله کچه په نورو هېوادونو او د نورو شرکتونو له خوا عام شي.
دا ډول الوتکې او موټرونه د AI غوره بېلګې دي، څو وښیي چې څرنګه یې د ماشینونو په نړۍ کې انقلاب راوستی او په کم وخت کې د زیات کار د تر سره کولو توان لري.
ځیرک موټرونه او یا هم ډرون الوتکې د ډېرو اهدافو لکه، د ټکسي په توګه، د رسټورانټونو له خوا د خوراکي توکو د انتقال، په پوځي برخه کې د هوایي عملیاتو، د آنلاین پلورونکو لکه امازون له خوا د پېرل شویو توکو د انتقال، د طبیعي پېښو پر مهال د بېړنیو مرستو په رسولو او په فلم جوړولو کې د کمرې په توګه ګټه اخیستل کېږي.
د سیاحت او ټرانسپورټ په برخه کې
په دواړو سیاحت او ټرانسپورټ کې AI پیاوړی او کلیدي رول لوبوي. کور او یا هم کار ځای ته د تللو تر ټولو لنډې لارې لپاره لارښوونه او په سیاحت کې د پلان جوړولو له امله AI له خلکو سره زیاته مرسته کړې، څو زیات څه په کم وخت کې ترتیب کړي.
سیاحتي شرکتونه اوسمهال پر AI سمبال له ځیرکو وسایلو د سیاحتونو په ترتیب کې په پراخه کچه ګټه اخلي او سیاحان د دې په واسطه کولی شي په یاد سفر کې تللو هوټلونو، رسټورانټونو، تفریح ځایونو او داسې نورو ځایونو باندې نظرونه ورکړي او کله چې کوم بل کس غواړي یاد ځای ته په سیاحت لاړ شي، له ورکړل شویو نظریاتو څخه په ګټې اخیستنې کولی شي څو لا پیاوړی، غوڅ او باوري تصمیم ونیسي.
چټ باټونه (Chatbots) هم په دې برخه کې له سیاحانو سره مرسته کوي او دوی ته نږدې هوټلونه، رسټورانټونه، د هغو قیمتونه او داسې نور اړوند ځایونه په نښه کوي، څو وکولی شي یو ارامه او هوسا سفر ولري.
د ټرانسپورټ په برخه کې موږ کولی شو د اوس لپاره پر AI سمبال Google Maps د بېلګې په شان راوړو. Google Maps کولی شي موږ ته زموږ د ټاکل شوې موخې لپاره د تللې لارې لارښوونه وکړي، هغه که په بایسکل اوسو که په موټر، که په بس، که په رېل او یا هم پلي روان اوسو.. AI له کاروباریانو سره څه نا څه په هره برخه کې مرسته کړې ده.
امنیت او استخبارات
امنیتي کمرې اوس تقريباً ټوله نړۍ په خاصه توګه د پر مختللو هېوادونه په ښارونو کې د ترافیکي او امنیتي اهدافو لپاره کارول کېږي.
کله چې یوه ښار کې زرګونه امنیتي کمرې او پکې د میلیونونو خلکو استوګنه ګورو، دا را ته ناممکنه ښکاري چې امنیتي کمرې د دې دومره شمېر خلکو امنیت وساتلی او یا د یو مجرم پکې په اسانۍ وپېژني. خو مصنوعي ځیرکتیا (AI) دا امکان را منځته کړی څو یاد کار د په اسانۍ تر سره شي.
مخ او غږ پېژندونکې ټکنالوژۍ ورځ په ورځ د پرمختګ پر لور روانې دي. اوسمهال د چین په ځینو ښارونو کې یاده ټکنالوژي پلې کېږي او د امنیت د ټینګښت لپاره ور څخه ګټه اخیستل کېږي چې په نږدې راتلونکي کې به په ټوله نړۍ کې پلې وي.
ټولنیزې شبکې
که فکر کوی چې پر AI سمبال ځیرکو موټرونو یا الوتکو ستاسو په شخصي ژوند تاثیر نه دی کړی، هغه هم د دې له امله چې تر اوسه ستاسو سیمه کې نشته، نو په فېسبوک، ټوېټر، انسټاګرام، سنپ چټ او یا هم داسې نور اپلېکشنونه چې ستاسو سیمه کې وجود لري، داسې شیان چې پرته له استفادې یې ستاسو یوه ورځ هم نه تېرېږي، کې څه ووایی!
حقیقت دا دی، کله چې تاسې له ټولنیزو شبکو ګټه اخلی، په هغې کې زیاته برخه تصمیمونو او کړنو، له نوټېفېکېشن نیولې بیا تر پوسټونو، ټولو هغو کې د AI نفوذ شته. AI یادې ټولنیزې شبکې کنټرولوي او ځینې اړینې چارې لکه، په ټولنیزو شبکو کې د اعلانونو خپرول او د هغې رسول اړوند خلکو ته پر مخ وړي.
ولې مصنوعي ځیرکتیا (AI) ته اړتیا لرو؟
AI ته موږ اړتیا لرو، ځکه کوم ورځني کارونه چې موږ يې باید تر سره کړو، ورځ په ورځ پکې زیاتوالی راځي، نو دا یوه ښه مفکوره ده څو یادې چارې په ماشیني توګه تر سره کړو. AI د انساني ځواک په سپمولو کې مرسته کوي او په تولید کې زیاتوالی راوړي. لکه څرنګه چې پخوا په فابریکو او نورو تولیدي برخو کې زیاتره له انساني ځواک څخه ګټه اخیستل کېده، همدا شان تولید هم په یوه محدوده کچه د زیات وخت په تېرېدو تهیه کېدو. خو دا چې فابریکې اوسمهال پر ماشینونو باندې سمبال دي، په ډېر کم وخت کې په یوه زیاته کچه تولیدات ورکوي.
پایله
دا چې د مصنوعي ځیرکتیا د ښېګڼو او کارنده چاپېریالونو په اړه مو معلومات تر لاسه کړل، ځینې پوهان لکه، سټیفن هاکېنګ، بېل ګېټس او الن مسک یې شتون د انساني ژوند لپاره خطرناک بولي او زیاته اندېښنه یې بشري ځواک ته د توقع د کمښت په اړه ده.
سټیفن هاکېنګ وایي، مصنوعي ځیرکتیا ته انکشاف او پرمختګ ور کول ښایي د بشري ځواک په زیان تمام شي. کله چې انسانان پر مصنوعي ځیرکتیا سمبال ماشینونه جوړ کړي، دا به یوه ورځ خپله د انسان پر وړاندې ودرېږي او هغه ته تر توقع وتلي زیانونه اړولی شي. دا چې انسان د محدود بیولوژیکي تکامل لرونکی دی، نو و به نه شي کولی چې د یادو ماشینونو پر وړاندې ودرېږي او د هغه کنټرول بېرته خپل لاس کې واخلي.
اوس نو AI له ځان سره هم مثبت اړخونه لري او هم منفي.
ما یې ټول اړخونه اهمیت، تاریخ او موخې بیان کړې او هم مو یې د کاروباري تسهیلاتو په اړه خبرې وکړې. خو له دې ټولو ښېګڼو سره سره اړینه ده چې پر داسې ټکنالوژۍ غور او پانګونه وشي چې بشریت، د ژوندیو موجوداتو چاپېریال او هم تلپاتې پراختیا ته چې د نړیوالې ټولنې مهم مسوولیت دی، پکې زیاته توجه وشي.
زه باور لرم چې د دې ټکنالوژۍ د زیانونو قابو کول ممکن دي او باید پر دې لا غور وشي څو منفي تاثیرات یې کم کړو، حتی که صفر کېږي هم نه بیا هم دا لازمه ده چې حداقل ته یې راولو.
ځکه نن ورځ ډېرې نورې ټکنالوژۍ شته چې بشري ټولنو ته یې ډېر سهولتونه را منځته کړي، خو بیا هم یو لړ جدي ستونزې انعکاس کوي او د انسانانو په شمول، نورو ژوندیو موجوداتو او د هغوی چاپېریال ته زیان رسوي.
په ټوله کې ویلی شو چې یاده ټکنالوژي په یوویشتمه پېړۍ کې د سوداګرۍ لپاره ډېره ګټوره تمامه شوې او د بشریت لپاره یې په چارو کې اسانتیاوې رامنځته کړې، نو اړینه ده چې پر تکامل او سمون یې لا فکر وشي او مطلوبې پایلې ترې تر لاسه شي.