دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

امریکا ولې افغان حکومت د سولې په تړاو له غونډو وباسي؟

جولای 14, 2019
in دریځ
0 0

د امریکا، چین، روسیې او پاکستان استازي په بېجینګ کې سره کښېناستل او د افغانستان د سولې په تړاو یې خبرې وکړې. دا غونډه مهمه ګڼل شوې او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې په دې ناسته کې د تاوتریخوالي پر کمېدو او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پر مخامخ خبرو ټینګار شوی دی. د دې غونډې د ګډونوالو له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د سلا مشورو بهیر به روان ساتي او د دری اړخیزې ناستې پر بنسټ چې تېره اپرېل میاشت مسکو کې ورباندې هوکړه شوې، نورو مهمو غاړو ته به هم په راتلونکې ناسته کې د ګډون بلنه ورکول کېږي. معلومه نه ده چې نورې مهمې غاړې کومې دي.

دا د مسکو، بېجېنګ او واشنګټن د دری اړخیزو غونډو لړۍ ده چې لومړۍ یې په واشنګټن، دویمه په مسکو او درېیمه په بېجېنګ کې وشوه، خو دا ځل غونډې ته پاکستان هم وربلل شوی و. افغان حکومت په دې غونډه کې نه و او دا هم نه دي ویلي شوي چې ولې افغان حکومت دې غونډې ته نه دی وربلل شوی. اوس پوښتنه دا ده چې که طالبان له افغان حکومت سره خبرې نه کوي، نو امریکا ولې داسې مهمو غونډو ته افغان حکومت نه ورغواړي؟

اوس اوس داسې ښکاري چې د سولې په تړاو غونډو کې د افغان حکومت منزوي کول یوازې د طالبانو نه، بلکې د امریکا کار هم دی. د افغانستان په تړاو د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې حکومت نشته، دغه راز د طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ په غونډو کې هم افغان حکومت نشته، چې ښايي لامل یې طالبان وګڼل شي، خو په داسې غونډو کې هم حکومت نشته چې هلته د طالبانو دریځ رول نه لري. د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په دویم پړاو کې په متحده اماراتو کې امریکا، طالبان، سعودي، امارات او پاکستاني چارواکي ناست وو، خو د حکومت استازو له غونډې د باندې انتظار کاوه او تر پایه غونډې ته پرې نه ښودل شول. هلته چې د افغانستان پر برخلیک خبرې کېدلې د ای اېس ای رییس، سعودي او اماراتي چارواکي ناست وو، خو د حکومت د استازو ځای نه و. په څو نورو غونډو کې هم افغان حکومت هېڅ استازی نه لاره. د امریکا، چین او روسیې ترمنځ د افغانستان په تړاو په دری اړخیزو غونډو کې هم حکومت نه و. دا دی په درېیمه غونډه کې یې پاکستان ور ګډ شو، خو بیا هم افغان حکومت نه و. حکومت هم په دې تړاو غلی دی، نه خپله څه وايي او نه هم امریکا ته په ښکاره په دا ډول غونډو کې د دوی د نه ګډون اعتراض کوي. حکومت ځان خپلواک او ازاد ګڼي. د نړۍ کوم خپلواک او ازاد دولت اجازه ورکړې چې د خپل هېواد په تړاو په کېدونکې غونډه کې یې دې استازي نه وي!؟ که داسې شوي هم وي، په سرعت او شدت یې اعتراض کړی او دا ډول غونډې یې درولې دي. زموږ حکومت له بده مرغه نه په دې غونډو کې شته او نه هم داسې اعتراض کوي چې دا لړۍ ودرېږي. زموږ چارواکي د دې پر ځای چې د هېواد د برخلیک په اړه فکر او کار وکړي، پر کمپاین او بې ارزښته معاملو لګیا دي او هڅه کوي چې څه ډول خپل واک وغځوي او یو ځل بیا پنځه کاله دلته پر خلکو واکمن شي.

Share11Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In