سوله د ټولو لومړیتوب دی. موږ ته سوله د ژوند په مانا او تا ته د مقدس ماموریت په مانا ده. اتلس کاله مو د دغه وطن په باروتو کې تېر کړل. کار مو وکړ، زیار مو وکړ، منډې مو وکړې، خدمت مو وکړ، د سولې لپاره زارۍ مو وکړې، کور په کور وګرځېدو، ولایت په ولایت مو د سوال لمنې وغوړولې او د دغه ملت او ځان لپاره مو د امن خیرات ټول کړ، خو نن حالات بدل دي، فورمول بدل دی او لاره بدله ده.
د تېرو اتلسو کلونو د جګړې شدت، تداوم او پېچلتوب د دغه وطن د ځینو بې حسه مشرانو د لاس کار دی. په دې کې هېڅ شک نشته چې کله کله هم امریکا په لوی لاس جګړه اوږده کړې او کله کله ترې اوږده شوې. هر څه چې وو، تېر شول او موږ عام ځوان نسل یې قرباني او زېږنده یو.
سږنی کال د سولې لپاره بهترین فرصت دی. ولسمشر ټرمپ د جنوبي اسیا لپاره پالیسي اعلان کړه. افغان جګړه پای ته رسول غواړي؛ په داسې حال کې چې سیمه ییزه اجماع وار د مخه جوړه ده. د ټرمپ د دغه لوی ماموریت لپاره تاسې ګومارل شوی یاست. ستاسې په پوهه، نړۍ لید او هنر کې شک نشته. تاسې هم د دې خاورې زېږنده یاست که څه هم اوس د امریکا استازولي کوی. باور لرم چې د دغه ملت په درد دردمن یاست او غواړی د ژوند په وروستیو کلونو کې د افغان کشالې صفحه بدله کړی، خو په یاد مو وي چې ارمان تر عمله متفاوت دی. د دې لوی ماموریت لپاره حقیقي پلان، لویه حوصله، ماهرانه تکتیک او هر ډول ډیپلوماټیک هنر ته اړتیا ده.
موږ افغانان په حساسو زماني شرایطو کې قرار لرو. که څه هم د سولې لپاره زرین فرصت دی، اندکه غلطي هم کولی شي چې یا سوله متلاشي کړي او یا یې هم قېمت ډېر لوړ کړي.
زه پوهېږم چې په یوه وخت کې تاسې د طالبانو، افغان حکومت، افغان سیاسیونو او د سیمې هېوادونو له مشرانو سره پر مذاکره بوخت یاست، خو کله کله مو وار خطا کېږي. د سولې د راتګ لپاره مناسب فورمولونه کارول سوله یقیني کولی شي، کنه بیا ځل جګړه تودېدل به قیامت ته ورته وي، نه یوازې افغانان به د دغه اور خاشاک شي، نړۍ او امریکا به هم په رښتیا د دې جګړې تاوان ورکوي.
نن سبا سوله او د سولې خبرې هر ځای کېږي. پر نورو ناستو سربېره، د قطر وروستۍ ناسته خورا حیاتي او ارزښتمنه وه. ناسته د اجنډا له مخې خورا مهمه وه، خو د مدیریت او ګډونوالو په لحاظ غیر منظمه او غیر عادلانه وه. په داسې حال کې چې د سپټمبر تر میاشتې څو محدودې ورځې پاتې دي چې ټاکنې به کېږي، ایا اوس هم باید موږ د سولې ناستې د ناستو لپاره کار وکړو که نه د پایلو لپاره؟
که هدف پایلې وي، نو لازمه نه ده چې بحث په کلیوالي شکل پیل او بې له منظمو بحثونو او اغېزو پای ته ورسېږي. لازمه نه ده چې هغه څوک دې د سولې بحثونه پر مخ یوسي چې د جګړې له لارې تغدیه کېږي، پر سوله عقیده نه لري، د سولې انګېزه ورسره نه وي موجوده او د دغه هېواد لپاره هېڅ ډول ګټو ته ژمن نه وي.
د بېلګې په توګه، څرنګه کېدای شي چې پلرونو یې کلونه کلونه جنګ کړی وي او بچي یې اوس په قطر کې د سولې خبرې کوي؟
څرنګه کېدای شي چې د جنګ په پیسو مقام ته رسېدلي خلک اوس د سولې د راتګ لامل شي؟ څرنګه کېدای شي چې څو تکراري څېرې دې د ټول ملت استازولي وکړي او حقیقي سوله ییز اشخاص دې یوازې نندارچیان وي؟
که داسې حال وي، نو په رښتیا چې دا وطن د سیاسي غلو، جاسوسانو او سرمایه دارانو دی. ځوان، اګاه، باخبره، ملتپال، سوله غوښتونکي او د ارزښتونو خلک باید یوازې انتظار وکړي او بد خلک دې د دوی برخلیک ټاکي.
رښتیا چې په اوسني وخت کې سړیتوب، وطن پالنه، علم، خدمت او رښتینولي جرم دی؛ ځکه خو په وطن مین خلک په اوږده خوب ویده شوي دي. نه غږ لري، نه رول لري او نه ارزښت.
د جرمني، قطر او نورو دخیلو اړخونو سربېره، باید تاسې ښاغلی د مسئلې حساسیت درک کړئ. د امریکا د استازي په حیث نه، بلکې د یوه افغان په حیث، څو هغه خلک په پروسه کې شامل کړی چې سوله پېژني، سوله خوښوي او پر سوله پوهېږي؛ ځکه د جګړې قیمت عام ملت ورکوي، نه خانان او د خانانو بچي.
لازمه ده د راتلونکو ناستو لپاره مناسب بستر جوړ کړی، اجنډا معلومه وي، د خبرو خلک، اورېدونکي، لیدونکي او ملت په منظم ډول مدیریت شي. بیا ځل یې تکراروم، که ستا ماموریت د حقیقي ثبات لپاره وي، نو اوسني بعضې ګډوډ خوځښتونه په هېڅ دلیل د تلپاتې سولې د راتګ سبب نه شې ګرځېدلی، خو دا چې د سولې په نامه د کومې بلې عجیبې مرحلې د پیل تابیا نیسو.
اخر تر کومه؟ په جګړه کې غلطي، په سیاست کې غلطي، په ټولنیزو تعاملاتو کې غلطي او اوس په سوله کې هم غلطي. لویان به تر کومه غلطي کوي او افغان ملت به تر کومه د دې غلطیو سزا ویني؟
په دې کې شک نشته چې افغان ملت بې کسه دی، خو تاریخ، قلم او کتاب په لاس کې لري. د امریکا په شمول به د خلیلزاد کارنامې هم د تاریخ برخه شي. هیله ده چې دا کارنامې د سولې او ثبات وي، نه د ناکامو تجربو او عداوتونو.