افغان حکومت او د سې ای اې قراردادیان هره شپه په کلو او بانډو کې شپني عملیات کوي. په دې عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوړي، خو تر طالبانو ډېر ملکي وګړي پکې وژل کېږي. یوازې په یوه اونۍ کې څو داسې پېښې شوې دي. په وردګو کې پر روغتون برید وشو، څلور کارکوونکي یې ووژل شول. په بغلان کې پر یوه کور برید وشو چې د یوې کورنۍ اووه غړي یې ووژل. وژل شوي شپږ ماشومان او یوه یې مور وه. بیا یې په وردګو کې شپني عملیات وکړل، ۱۲ ملکي وګړي یې ووژل. بیا یې په اروزګان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي ووژل. دا یوازې د پنځو شپږو تېرو ورځو پېښې دي.
اوس اساسي پوښتنه دا ده چې د دغو عملیاتو هدف څه دی او له امن او ثبات سره څه مرسته کوي؟
ښايي دا بریدونه په دې خاطر توجیه کړل شي چې د وسله والو طالبانو مشران پکې وژل کېږي. کېدای شي کوم مشر پکې وژل شوی وي، خو حقیقت دا دی چې مهم نظامي قوماندانان پکې نه دي وژل شوي. کله چې یوه سیمه پوره د طالبانو تر کنټرول لاندې وي، په نیمه شپه په الوتکو کې ځواکونه ورشي، هلته ملکي وګړي، ښځې او ماشومان ووژني او بیا ترې را ووځي؛ دا له وحشت او جنایت پرته بله څه مانا لري؟ دا چاره د امنیت او ثبات ضد ګام دی او له دې پرت بله هېڅ مانا نه لري. حتی که په نیمه شپه ځي، طالبان وژني، بیا هم دا چاره له ثبات سره مرسته نه کوي، ځکه امنیت او ثبات هغه وخت راتللی شي چې هدفمند عملیات وشي. که عملیات داسې وي چې یوه سیمه یو مخ له مخالفینو خلاصه شي، هلته باید امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شي، نو دا چاره له امنیت سره مرسته کوي. که په نیمه شپه ځواکونه یوې سیمې ته ورځي او هلته طالبان وژني، خو نور سیمه همغسې د طالبانو تر کنټرول لاندې وي، دا له امنیت او ثبات سره څه مرسته کوي!؟ که استدلال دا وي چې طالبان وژل کېږي، تر فشار لاندې راځي او کمزوري کیږي، نو دا ناسم استدلال دی. طالبان په وژلو او بندي کولو نه خلاص شول او نه کم شول، بلکې لا زیات شول. اوس که څلور طالبان ووژل شي، لس نور طالبان کېږي. که بیا په عملیاتو کې ملکي وګړي ووژل شي، نو طالبان لا پیاوړي کېږي او خلک لا زیات له حکومت څخه لرې کېږي.
دا شپني عملیات او ملکي مرګ ژوبله که د امنیت او ثبات په موخه کېږي، نو واضح ده چې دا چاره له امن او ثبات سره مرسته نه کوي، خو که دا عملیات یوازې د وحشت او وېرې د ایجاد لپاره کېږي، نو بیا بریالي دي او رښتیا هم پوره وحشت او وېره یې ایجاد کړې ده، خو امنیت او ثبات یې نه یوازې خوندي کړی نه دی، بلکې ستونزې یې ورته پیدا کړې دي. که رښتیا د سولې او ثبات نیت او اراده وي، نو پکار ده چې پر دغو عملیاتو له سره غور وشي او نور ودرول شي.