د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ګټه په دې کې ده چې په خپلو کې سره زیانمنې شوې اړیکې او باور له سره ورغوي. دا هېوادونه یو هم د نړۍ کوم بل کونج ته کډه نه شي کولای، نو ښه دا ده چې په خپلو کې خپلې اړیکې عادي کړي، یو بل ته د مرستې لاس ور وغځوي او که نور هېڅ هم نه وي، نو اړیکې خو باید پر دې اساس عیارې کړي چې «وروري به کوو؛ خو حساب تر منځ». په دې کې هېڅ لوری هم زیان نه کوي او دا دې دواړو په ګټه خبره ده. ښایي ځینې لوري دا په خپله ګټه وبولي چې توده ګټه له سړې ګټې غوره ده، خو زه فکر کوم چې په دې اړه لږ تامل پکار دی؛ ځکه سیاست د احساساتو خبره نه ده، بلکې باید ټول لوري له لږ تامل او غور نه کار واخلي. زما هدف دلته یوازې افغانستان او پاکستان یا یوازې افغانستان او ایران یا یوازې افغانستان او د مرکزي آسیا هېوادونه نه دي، بلکې زه د ټولو خبره کوم. که چېرې دغه هېوادونه ټول په خپلو کې د اعتماد فضا رامنځته کړي، ټول به ترېنه ګټه واخلي. زه ان د هند او پاکستان خبره کوم. ښایي د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر شخړه پر دې حل نه شي چې دواړه لوري د ټول عمر لپاره یو بل ته ګوته په ماشه ناست وي او که نه دا دواړه هېوادونه خو څو ځله سره ټکر هم شول چې د همدې تضاد او دښمنۍ په نتیجه کې پاکستان په ۱۹۷۱ ز کال کې تجزیه شو. دغسې ښایي سبا ته هند هم له یوه دغسې خطر سره مخ شي لکه په ۱۹۹۸ ز کال کې که امریکا مداخله نه وای کړې، ښایي پاکستان په کارګل کې له هنده خپل انتقام اخیستی وای یا دا چې دا موضوع دې دواړو هېوادو تر منځ پر یوه تمام عیار جنګ بدله شوې وای. که چېرې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ موجوده بې اعتمادي پر اعتماد بدله نه شي، دا خطر هره شېبه موجود دی چې دې دواړو لوریو تر منځ یو ځل بیا د جنګ اور بل شي، لکه چې دا څه موده د مخه هندي الوتکې راغلې او د پاکستان په خاوره کې یې بمبارد وکړ، چې په نتیجه کې د هند یوه مګ الوتکه هم د پاکستان د هوایي ځواکونو لخوا را وغورځول شوه او پیلوټ یې هم ژوندی ونیول شو؛ خو د پاکستان حوصله مندۍ دا چې علت یې هر څه و، هغه جلا بحث غواړي د دواړو هېوادو تر منځ د جنګ مخه ونیوله. اوس دلته پر دې خبره غور کول پکار دي چې د کشمیر مسئله د هند د وېش پر مهال چا لاینحله پرېښوده او له دې کار نه یې هدف څه و او اوس څوک غواړي له دې اختلاف نه د ځان په ګټه کار واخلي؟ امریکا دا مهال له چین او روسیې سره په نړیوال تقابل کې ده چې په نظامي سیالۍ سربېره تر ډېره اقتصادي انګېزه هم لري. امریکا، د چین له مخ پر ودې اقتصاد نه ډېره وېره لري او د چین د دې اقتصادي ودې مخه هم نه شي ډپ کولای؛ ځکه یو کارګر چې په چین کې په څومره لږه اجوره کار کوي، په امریکا کې یې هېڅکله نه کوي، همدا اوس امریکا پخپله له یو ډول اقتصادي رکود سره مخ ده؛ خو امریکا غواړي خپلو هژموني سیاستونو ته له دې لارې وده ورکړي. امریکا غوښتل چې د هند او چین تر منځ له سرحدي اختلافونو څخه ګټه واخلي او هند د چین پر وړاندې استعمال کړي؛ خو هند پر دې نزاکت پوه شو او دې ته یې لار خلاصه نه کړه چې د امریکا د اهدافو د تحقق په خاطر د چین پر وړاندې استعمال شي؛ نو یې هڅه وکړه چې له چین سره خپلې اړیکي تر ډېره بریده عادي کړي او تجارتي اړیکي سره ټینګ کړي. همدغسې له پاکستان سره د امریکا تودې اړیکې د همدې لپاره دي چې د چین پر وړاندې ترېنه کار واخلي؛ خو پاکستان هم پر دې خبره ښه پوهېږي او چین هم. چین د همدې لپاره د یوه اقتصادي دهلېز د غځولو لپاره په پاکستان کې تر شپېتو ملیاردو ډالرو زیاته پانګونه اعلان کړه. اوس په پاکستان کې عمده مسئله د ګوادر بندر دی، پاکستان له چین سره قرارداد کړی چې دا بندر ورته ورغوي او امریکا غواړي دا امتیاز د چین له لاسه واخلي او د همدې سیالۍ په خاطر یې د بلوڅو د خپلواکۍ غورځنګ د نړیوالو ترهګرو په لېست کې شامل کړ؛ خو زه فکر کوم پاکستان ته دغسې امتیازات ورکول به د لنډمهال لپاره وي، چې کله یې حاجت پوره شو، امریکا بیا دوستي نه پېژني. زه یې دلته یو ژوندی مثال ورکوم. د ایران پخوانی پاچا رضاشاه پهلوي د امریکا ډېر ټینګ دوست و؛ کله چې د هغه صدراعظم ډاکټر مصدق پرې کودتا وکړه، رضاشاه له ایرانه وتښتېد؛ خو کله چې ډاکټر مصدق د ایران تېل ملي اعلان کړل، انګریزانو له امریکا سره غوږونه و جنګول چې دا خو زموږ دواړو په زیان دی؛ نو د ډاکټر مصدق حکومت یې را نسکور کړ، هغه یې زندان ته واچاوه او رضاشاه یې بېرته ایران ته راستون کړ او بیا ځلې یې واک ته ورساوه؛ خو په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د هغه د سقوط یو عمده دلیل د هغه د مېرمنې له خولې دا دی، چې رضاشاه یوه تېروتنه وکړه او هغه دا چې هغه پخپله د ایران تیل ملي اعلان کړل. دلته سړی دې نتیجې ته رسېږي چې د استعماري ملکونو اهداف خو تل د هغوی پر ګټو تکیه وي او هسې پر بشري بنیادونو پر چا تش سلام هم نه اچوي. که چېرې امریکا پر دې باور شي چې پاکستان زما د ګټو د تحقق په جهت کې زما په ښه نه راځي؛ نو بیا به یې له پاکستان سره هم چلند همدغسې وي. له بلې خوا د ګاونډیو هېوادونو یو پر بل تکیه، پر نړیوال استعمار تر تکیې غوره ده، همدارنګه د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې پر نړیوال استعمار تر تکیې ډېره غوره دي. تاسې وګورﺉ همدې امریکا چې پاکستان د ساړه جنګ پر مهال د پخواني شوروي پر وړاندې ورسره څومره مرسته وکړه او څومره خطرونه یې ومنل؛ خو چې پر پاکستان بده ورځ راغله او بنګال ترېنه د بېلېدو پر پوله ودرېد، امریکا ورسره هېڅ مرسته ونه کړه، که څه هم چې پر افغانستان د شوروي تر تجاوز وروسته هم پاکستان له امریکا سره ډېره مرسته وکړه، که چېرې د پاکستان مرسته نه وای، امریکا د شوروي پر وړاندې هغه نقش نه شو لوبولای لکه چې ویې لوباوه. شوروي د افغان مجاهدینو پر وړاندې مات شو او امریکا له شوروي نه د ویتنام غچ واخیست. امریکا له پاکستان سره همدومره اړیکې ساتي او همدومره مرستې ورکوي چې د امریکا له مداره ونه وځي او که نه، پاکستان باید هېڅکله دا ونه ګڼي چې امریکا به یې په هره بده ورځ په ښه راشي. همدارنګه انګلیس هم له چین سره دښمني لري، انګلیس له ۱۸۴۰-۴۲ ز کلونو پورې پر چین د تریاکو جګړه وتپله او په ۱۹۹۷ ز کال کې چین هانکانګ د انګلیس له منګولو ویوست؛ د دوی هم یو بل ته له زړه نه وځي چې دغسې انګلیس هم پاکستان ته ډېر ضرورت لري.
که چېرې د شوروي او ایران یا اوس د روسیې او ایران اړیکو ته را شو، پر ایران د روسانو لخوا د ګلستان او ترکمنچای تړونونو تحمیل د ایران لپاره یوه ډېره بده خاطره ده؛ خو کله چې په ۱۳۵۷ لمریز کال کې په ایران کې د امام خمیني په مشرۍ د اسلامي انقلاب بریا له لوېدیځ سره د ایران اړیکې تر ډېره بریده خرابې کړې، که څه هم کله نا کله د دې خرابو اړیکو د رغولو هڅه هم شوې ده؛ خو هغه یوه مقطعي خبره ده، لکه په ۲۰۰۱ ز کال کې چې امریکا پر افغانستان برید کاوه، نو ډېر پروازونه یې د ایران له هوایي قلمرو نه په ګټې اخیستنې سره وکړل؛ خو اوس هغه دي ګورو چې د امریکا او ایران او حتی انګلیس او ایران اړیکې په کوم حالت کې دي. ایران د لوېدیځ پر ځای دې ته اړه درلوده چې له شوروي او بیا دا دی اوس له روسیې سره دوستانه اړیکې ولري او په بدل کې یې د امریکا او د هغې د لوېدیځو انډیوالانو د تهاجمي سیاستونو مخه ډپ کړي. دغسې دا اوس په منځني ختیځ کې د ایران او سعودي د روان تقابل تر شا هغه دي ښکاره د امریکا او اروپایي استعمارګرو لاس دی، که چېرې دا دواړه اسلامي هېوادونه په خپلو کې سره عادي اړیکې ولري او خبره د تشیع او تسنن د ایډیالوژیکو اختلافونو له دایرې نه بهر کړي، زه فکر کوم چې دوی یو داسې قوت تشکیلولای شي چې لوېدیځ استعمار دلته خپل اهداف هغسې یې چې زړه غواړي، نه شي تر سره کولای.
که چېرې د سیمې هېوادونه او خصوصاً اسلامي هېوادونه په خپلو منځو کې موجودې بې باورۍ ختمې کړي او یو بل ته د مرستې صادقانه لاسونه ورکړي، فکر کوم چې لوېدیځ به پخپله په دوی پسې را منډې کړي؛ خو کاش دا هېوادونه لږ ساړه وخوري او خپلې ګټې او زیانونه د تعقل په ترازو کې وتلي. که دغه هېوادونه پر خپلو لنډمهالو ګټو پړمخې پرېوځي، لږ دې پر خپلو اوږدمهالو ګټو هم فکر وکړي او ګرده اسلامي نړۍ دې په پام کې ولري.