د روان کال د ثور په شپږمه نوې ولسي جرګه پرانیستل شوه او ټاکل شوې چې څو ورځې وروسته وکیلان د اوړي په رسمي رخصتۍ ولاړ شي، خو جرګې لا هېڅ کار نه دی کړی او آن له داخلي لانجې څخه وتلې نه ده. د اداري پلاوي پر سره له لانجو وروسته اوس د وکیلانو ترمنځ د ډېرو کمېسیونو د ریاست پر سر لانجې دي او یوه بله یوه لانجه یې را پیدا کړې ده. د ستونزې بل اړخ دا دی چې ځینو کمېسیونونو ته وکیلان د غړیتوب لپاره نه ورځي، خو ځینو نورو ته بیا له حده ډېر کسان ورغلي چې په کمېسیون کې ورته ځای نشته.
د ولسي جرګې د دغه حالت له امله موږ له دوو ستونزو سره مخ یو. یو دا چې د ولسي جرګې نورمال کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ دي او بل دا چې افغانستان په ناوړه حالت کې دی چې د یوې پیاوړې او فعالې ولسي جرګې سخته اړتیا احساسېږي.
همدا اوس ویل کېږي چې تر سلو زیات تقنیني سندونه شته چې باید وکیلان پرې بحث وکړي او تصویب یې کړي. د ولسمشر ډېر تقنیني فرمانونه دي چې ولس ته یې زیان اوړي او وکیلان یې باید په اړه پرېکړه وکړي. تر نیمايي ډېره کابینه لا هم سرپرستان اداره کوي چې حکومتولۍ ته یې سخت زیان اړولی دی. د دغو سرپرستانو له امله حکومت د شخصي کمپنۍ بڼه غوره کړې او پراخ فساد پکې روان دی. دا چې په ولسي جرګه کې لانجه ده، نو ځکه سرپرستان کار ته دوام ورکوي او ولسي جرګې ورته د باور رایه نه ده ورکړې. له بله اړخه د حکومت پر اعمالو نظارت د ولسي جرګې حق دی. له بده مرغه وکیلان په خپلو لانجو اخته دي او حکومت خپلسري او د قانون خلاف کارونه کوي. همدا اوس په ځینو ادارو کې په پراخه کچه اداري فساد روان دی، حکومتولي خرابه شوې او ستونزې زیاتې شوې دي. د حکومت له کړنو څخه د نظارت نشتوالی د دې لامل شوی چې دا ستونزې ډېرې شي. همداسې ګڼ نور کارونه هم شته چې د شته ولسي جرګې د عدم فعالیت له امله له خنډ او ځنډ سره مخ دي.
دویمه ستونزه دا ده چې افغانستان په ناوړه حالت کې دی او د یو ستر بدلون وخت ښکاري. لا معلومه نه ده چې دا بدلون به مثبت وي او که منفي، خو ټول پوهېږي چې یو ستر بدلون را روان دی. له بده مرغه په دغه بدلون کې د افغانانو رول او اراده یا نشته او یا هم خورا کمزورې او پیکه ده. که اوس موږ یوه فعاله او کارنده ولسي جرګه لرلی، نو دا بدلون به یې په دقیق ډول څارلی وی. دا بدلون به یې مثبت اړخ ته روان کړی وی او د منفي بدلون په مخنیوی کې به یې ګامونه اخیستي وی. له بده مرغه چې اوس د ولسي جرګې د نشتون له امله موږ په دې برخه کې هم ستر زیان کړی.
وکیلانو ته پکار ده چې نورې دا ناوړه معاملې ودروي، خپلې داخلي ستونزې حل کړي، د پیسو او فساد کیسه ختمه کړي، خپلو ورځنیو چارو او د افغانستان سترو مسایلو ته پام وکړي او خپله دنده ترسره کړي.