ژباړن: جواد تیموري
د متحده ایالتونو د اردو متقاعد جنرال، ډانلډ بولډک د امریکا په مشهور نظامي اخبار، میلیټري ټایمز کې لیکي، جنګ تل له تېروتنو او غلطو قضاوتونو سره مل وي. همدا د جنګ فطرت دی. ځینې تېروتنې د جنګي شرایطو په بدلون پورې اړه لري او ځینې نور په نظام او سیسټم پورې. متحده ایالتونو په افغانستان کې د پام وړ تېروتنې کړې دي.
جنرال بولډک لیکي، واقعیت دا دی چې د افغانستان ټوله جګړه له تېروتنو ډکه ده او همدا وجه ده چې «کامیابي» ورکه او نامعلومه ده. که څه هم د امریکا پوځ په افغانستان کي په تاکتیکي لحاظ ښه وځلېدی، خو د امریکا سیاسي مشران او عالي رتبه جنرالان په دغه جنګ کې ناکامه شول؛ ځکه هېڅکله ښه تاکتیک بده ستراتېژي نه شي سمولای. په افغانستان کې زموږ ستراتېژیکه بې ثباتي د حد اقل ثبات راوستلو مخه ونیوله، خو له بده مرغه له هېچا سره د دغو تېروتنو په اړه حساب او کتاب ونه شو، نو له همدې کبله ښه به دا وي چې موږ له افغانستانه راووځو. نوموړی لیکي چې متحده ایالتونو د عراق د جګړې ترڅنګ، په افغان جګړه کې هم ډېرې تېروتنې کړې، چې دری لویې یې په لاندې ډول دي:
لومړۍ تېروتنه
په افغانستان کې زموږ لومړۍ ستره تېروتنه دا وه چې موږ د افغانستان په جګو او تنګو درو کې خپل عسکر ورننه ایستل. موږ د شورويانو د عسکرو ټولو د عبرت درسونو ته شا کړه. موږ غوښتل چې پر افغانانو باندې امریکايي حللاره تحمیل کړو. موږ افغانانو ته اجازه ور نه کړه چې خپل مشرتوب پخپله وکړي، بلکې موږ د هغوی اوږده او له ستونزو ډک تاریخ ته هېڅ توجه ونه کړه. موږ ډېر ژر دا هېره کړه چې ولې افغانستان ته د امپراتوریو «هدیره» وايي او ولې برېټانویان او شورویان هلته مات او توهین شول.
موږ دا هم هېره کړه چې که څه هم افغانان مرستو ته اړتیا لري، خو که چېرې خارجي عسکر د هغوی په ملک کې زیات پاتې شي، افغانان د هغوی پر ضد خامخا قیام کوي. موږ د دې پر ځای چې په افغانستان کې اول ښه کلک تهداب جوړ کړو، لومړی مو بام او چت جوړ کړ. همدا وجه ده چې له اولې ورځې څخه بیا تر نن پورې دا بام چکک کوي.
دویمه لویه تېروتنه
موږ په افغانستان کې طالبانو ته له ۲۰۰۳ ز کال څخه بیا تر ۲۰۰۹ ز کال پورې اجازه ور کړه چې بیا سره راغونډ شي او بیا را ژوندي شي. د عراق جنګ زموږ توجه او منابع بل طرف ته واړول. په ۲۰۰۴ ز کال کې طالبان بیا سره منظم شول او په کلیو کې يې د خلکو د حمایت د حاصلولو په غرض فعالیت پیل کړ. په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ ز کلونو کې طالبانو د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د ټېک ځای پیدا کړ. له ۲۰۱۰ ز څخه تر ۲۰۱۳ ز کال پورې موږ د سوچ په ټال کې زنګېدو او زیات عسکر مو افغانستان ته واستول. که څه هم زموږ څه پرمختګ وکړ، خو له بده مرغه له ۲۰۱۳ ز کال څخه بیا تر نن پورې موږ خپل ټول موفقیتونه له لاسه ور کړل.
درېیمه لویه تېروتنه
موږ په ۱۸ کلونو کې پر دې ونه توانېدو چې د افغانستان د مخدره موادو مشکل حل کړو. په افغانستان کې د مخدره موادو کاروبار ښه په درز روان دی او طالبان له دې لارې زیاتې روپۍ تر لاسه کوي.
د مخدره موادو د مخنیوي لپاره یو ښه عملي حل دا و چې همدا صنعت قانوني شي او له کوکنارو څخه په طبابت کې استفاده وشي. دغه کار به هم زیات خلک استخدام کړي وای او هم به د نورو زراعتي بدیلونو لپاره زمینه مساعده شوې وای، خو موږ دا کار ونه کړ، بلکې ډېر ژر مو حوصله له لاسه ورکړه.
مرکزي او جنوبي اسیا د جهان هغه سیمې دي چې هلته ترورېزم، افراطیت، د عامې تباهۍ وسلې او جنګونه پکې پرېمانه دي. متحده ایالتونه او ناټو مجبور دي چې په دې سیمه کې خپل ستراتېژیکي اهداف او ګټې مشخصې کړي او یوه داسې عملي ستراتېژي معرفي کړي چې زموږ ګټې را وساتي. د دې ستراتېژي انکشاف دا ایجابوي چې موږ هغه کارونه وکړو چې کولای یې شو او هغه کارونه چې افغانان يې کولای شي، هغه هغوی ته ور پرېږدو.