دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

د ځواکونو ایستل، د امریکا مجبوریت که انتخاب؟

جولای 21, 2019
in دریځ
0 0

د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ په شوو خبرو کې له افغانستان څخه د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو وتل اساسي خبره ده. که څه هم څوک دقیق نه پوهېږي چې په څومره وخت کې د امریکايي ځواکونو پر وتلو موافقه شوې ده، خو ویل کېږي چې د شوې هوکړه له مخې به په ۱۸ میاشتو کې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي. امریکا او طالبانو تر اوسه په دې اړه وروستۍ هوکړه او لاسلیک نه دي کړي، خو خلیلزاد په امریکا کې دی او هلته اوس دا په سیاسي کړیو کې یو مهم او اساسي بحث دی.

ځینې سیاستوال، سناتوران او په ځانګړي ډول نظامي جنرالان ټینګار کوي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل به خطرناکې پایلې ولري او له همدې امله ټینګار کوي چې باید یوه برخه ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي. دوی وايي چې که امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې نه شي، نو ښايي افغانستان بیا د امریکا له دښمنانو ډک شي او پر امریکا برید وکړي. په امریکا کې دا بحث لا هم شته چې طالب د باور وړ ځواک نه دی او هر وخت له خپلې خبرې ګرځېدلی شي. دوی دغه راز وايي چې په سیمه کې د امریکايي ګټو لپاره هم اړتیا ده چې امریکا په افغانستان کې خپل ځواکونه پرېږدي. له بله اړخه د امریکايي ځواکونو وتلو او ساتلو ته د ماتې او بریا له زاویې هم کتل کېږي. امریکايي نظامیان او هغوی چې د امریکا پر نظامي حیثیت ټینګار کوي، له افغانستان څخه د ځواکونو وتل د امریکا یو ډول نظامي ماتې ګڼي. دوی استدلال کوي چې د ځواکونو په وتلو سره دا پیغام ورکول کېږي چې امریکايي نظامیان په افغانستان کې مات شول او مجبور شول چې په پای کې پرته له لاسته راوړنې ووځي. له همدې امله دوی دې داسې سیاسي معاملې پلویان دي، چې ورسره سم په افغانستان کې د امریکا ځواکونه پاتې شي.

اوس د امریکا په سیاسي کړیو کې دا بحث ګرم دی او تر هغو چې په دې اړه وروستۍ هوکړه کېږي، دا بحث به لا هم روان وي. که امریکا ونه غواړي چې خپل ځواکونه وباسي، بیا د دې مانا دا ده چې دوی سیاسي جوړجاړی نه غواړي، ځکه سیاسي جوړجاړی د ځواکونو له وتلو سره تړلی دی. د وسله والو طالبانو لومړنۍ خبره دا ده چې د سولې لپاره باید بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. دوی په دې خبره کې جدي دي او اوس یې دا دریځ سیمه ییز او لوی قدرتونه هم خوښوي او ملاتړ یې کوي. همدا چاره امریکا مجبوروي چې دا غوښتنه ومني او د زهرو دا کوټ وڅښي. دا د امریکا لپاره یو مجبوریت دی، نه یو انتخاب.

څه چې زموږ افغانانو لپاره مهم دي، هغه دا دي چې د امریکايي ځواکونو وتل له سولې سره پوره غوټه شي. همدا چې امریکايي ځواکونه وځي، ورسره سمه باید سوله راشي. داسې نه چې امریکايي ځواکونه وځي، خو موږ بلې جګړې ته ځو. یا د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګوالی داسې شي چې موږ له یوې جګړې بلې ته ولاړ شو. له همدې امله امریکايي ځواکونه باید ووځي، خو ورسره باید داسې ګامونه واخیستل شي چې سوله تضمین شي.

Share8Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In