د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به نن په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري. د دواړو اړخونو د خبرو اساسي موضوع افغانستان او افغان سوله ګڼل شوې چې ویل کېږي پاکستاني چارواکي ورغلي، څو د امریکايي اړخ هدایات واوري. په دغه سفر کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د پوځي استخباراتو د ادارې مشر هم شته چې په دې ډول د پاکستان ملکي، نظامي او استخباراتي چارواکي پر یوه وخت امریکا ته ورځي او هلته به امریکايي چارواکو ته ووايي چې دوی په افغان سوله کې څه کولی شي او امریکا ترې څه تمه لري.
که څه هم امریکايي لوری په افغان سوله د پاکستان له رول څخه راضې ښکاري، خو بیا هم پر پاکستان فشار راوړي. پاکستان ته شنه څراغونه ورکړل شوي، خو نه عملي فشارونه کم شوي او نه هم له پاکستان سره هغسې مرسته شوې چې دوی یې تمه کوي. له شدیدې اقتصادي ستونزې سره مخ پاکستان چې تر بل هر وخت امریکا ترې ناراضه ده او دوی غواړي چې راضې یې کړي، هڅه کوي له امریکا سره د همکارۍ له لارې خپل اقتصادي حالت بېرته ښه کړي.
د پاکستان ملکي او نظامي چارواکي ټول پر یوه وخت په داسې حال کې امریکا ته ورځي چې د طالبانو او امریکايي لوري ترمنځ خبرې روانې دي او په دغو خبرو کې د پرمختګونو رپوټونه هم ورکړل شوي دي. د سولې په روانو خبرو کې طالبانو د امریکا د توقع خلاف د امریکايي غوښتنو په منلو کې مقاومت وکړ او تر پایه حاضر نه شول چې د امریکا نظامي حضور ومني. که څه هم ټرمپ د نظامي حضور پر ځای د استخباراتي حضور خبره کړې، خو دا چې طالبان له هر ډول نظامي او استخباراتي حضور سره مخالف دي، همدلته ده چې د پاکستان رول ته اړتیا پیدا کېږي. امریکا له پاکستان څخه همدا غواړي چې پر طالبانو د امریکا نظامي او یا لږ تر لږه استخباراتي حضور ومني. ښايي دغه حضور ته پوښونه پیدا شي او پټ شي، خو هڅه روانه ده چې دا حضور وي. له همدې امله امریکا پر پاکستان فشار راوړي او پاکستاني چارواکي هم امریکا ته ورغلي چې دا خدمت ورته وکړي او هدایات واخلي.
خو ایا پاکستان طالبان هرې معاملې ته حاضرولی شي؟
د پاکستان او طالبانو د اړیکو په اړه تل مبالغه شوې. په پاکستان کې د طالبانو مرکزونه، روزنه، استوګنه او اړیکې ښکاره دي، خو دا چې طالبان دې یو مخ د پاکستان د لاس آله وګڼل شي، دا بیا افراط او تېروتنه ده. په دې وروستیو کلونو کې چې د سیمې سترو هېوادونو د امریکا پر نیت شک پیدا کړ، طالبانو هم له همدې موقع استفاده وکړه او له سیمې سره یې اړیکې پراخې کړې، نو اوس پاکستان پر طالبانو هغه نفوذ هم نه لري چې څو کاله وړاندې یې لاره. پاکستان به پر طالبانو فشار راوړي، طالب چارواکي به بندي کړي، کورنۍ به یې وځوروي، ځینې مرکزونه به یې ورته وتړي او آن ځینې طالبان به یا خپله یا پر بل چا ووژني، خو داسې نه ښکاري چې دا کارونه به د طالبانو پر اساسي دریځ اغېز ولري. لومړی خو به دا کار پاکستان ته هم زیانونه ولري او له بله اړخه به طالبان له خپلو نورو سیمه ییزو متحدینو مرسته وغواړي.
اوس چې پاکستان چارواکي امریکا ته ورځي، نو پر طالبانو د امریکايي غوښتنو د منلو ټټر به ووهي، خو ښکاري چې امریکا به پرې تر هغو فشار کم نه کړي او مرستې به ورسره ونه کړي، چې دوی پر طالبانو په عملي ډول امریکايي غوښتنې نه وي منلې.