کومتي چارواکي هره ورځ د ټاکنو خبره کوي. کله د ټاکنو لپاره د بودجې د برابرولو، کله په ټاکنو کې د حکومتي چارواکو د نه مداخلې او کله هم د رڼو ټاکنو خبرې کوي. پرون یو ځل بیا محمد اشرف غني پر ټاکنو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې سوله د ټاکنو مانع نه شي کېدلی او ټاکنې به پر وخت کېږي. خو خلک له ټاکنو ستړي دي او غواړي سوله وشي.
حکومت په داسې حال کې پر ټاکنو ټینګار کوي چې هره ورځ ډېر افغانان وژل کېږي او په ټول هېواد کې جګړه زور اخلي. څومره چې جګړه او وژنې زیاتیږي، په همغه کچه خلک پر سوله او سیاسي جوجاړي ټینګار کوي او نه غواړي چې ټاکنې وشي. ټول پوهېږي چې ټاکڼې د سولې پر وړاندې خنډ دی او د افغانستان خلک د هر هغه څه مخالف دي چې د سولې پر وړاندې د خنډ سبب کېږي. که څه هم په ارګ کې چارواکي ټاکنې د سولې پر وړاندې خنډ نه ګڼي، خو هر څوک پوهېږي چې په ارګ کې واکمن به د خپل واک د دوام لپاره د اوس په شان د سولې مخالفت وکړي. دوی چې په ناقانونه ډول واکمن دي او فکر کوي چې په درغلیو به بیا ټاکنې وګټي، اوس هم د سولې مخالفت کوي او کله چې د ټاکنو په نامه د یوې پروسې له لارې واک ته راشي، نو بیا به تر اوس ډېر د سولې مخالفت وکړي.
یوازې دا بحث هم نه دی چې ټاکنې د سولې پر وړاندې خنډ دي، بلکې خلک پوهېږي چې د درغلیو، فساد، بې کفایتیو او مسخرو یوه پروسه پرې د ټاکنو په نوم تېرېږي. کله چې پر نیمايي افغانستان وسله وال طالبان واکمن وي، په نیمايي نور کې هم په لوړه او ټیټه کچه امنیتي ستونزې وي، نو ټاکنې به چېرته او څنګه کېږي!؟ کله چې د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونونه د بې کفایته او مفسدو کسانو مرکز وي، نو څنګه به رڼې ټاکنې وشي؟ کله چې ارګ د کمپاین له پیل وړاندې حکومتي امکانات کاروي، نو څنګه به عادلانه ټاکنې وشي؟ کله چې د ټاکنو کمېسیون په ټولو چارو او آن د عادي مامورینو په مقررۍ کې ارګ لاسوهنه کوي، نو رڼې او عادلانه ټاکنې څه مانا لري!؟
خلک پوهېږي چې راتلونکې ټاکنې د تېرو هغو په شان موږ لا ناوړه حالت ته وړي او بیا چې اوس د سولې چانس شته، نو دغو ټاکنو ته د زهرو په سترګه کتل کېدای شي. له همدې امله خلک نه غواړي د مسخره او چټلو ټاکنو له لارې د سولې چانس ضایع کړي. اوس وخت دی چې موږ د ټاکنو پر ځای پر سوله او سیاسي جوړجاړي ټینګار وکړو. ټاکنې او بیا په داسې حالاتو کې ټاکنې یوازې په افغانستان کې د جګړې، وینې، وحشت او د غلو او خاینانو د واکمنۍ دوام دی. له همدې امله اصلي تمرکز باید پر سوله وشي او موږ باید له روانې جګړې او وحشت څخه ووځو. اوس لومړیتوب سوله دی او بیا چې کله سوله وشي، نو موږ به د رښتینو عادلانه، رڼو او سراسري ټاکنو چانس پیدا کړو.