افغانستان د ۲۰۱۹ ز کال د سپټمبر ۲۸مې نېټې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د چمتووالي په درشل کې دی. له ۲۰۰۱ ز کال راهیسې چې په افغانستان کې د نوي نظام بنسټ اېښودل شوی، دا د ولسمشرۍ لپاره څلورم ځل ټاکنې دي چې د تر سره کېدو پلان يې چمتو شوی دی. د افغانستان د ولسمشرۍ دا ټاکنې په داسې مهال کې تر سره کېږي، چې د رایې ورکولو له ټاکل شوې نېټې څخه دوه ځله د مخه د ټاکنو نېټه بدله شوه. د ولسمشریزو ټاکنو د بېلابېلو ټکټونو له نظره د ولسمشرۍ د ټاکنو د ځنډ په اړه مختلف حقوقي نظرونه موجود دي، په تېره بیا دا چې له اساسي قانون څخه بېلابېل تفسیرونه کېږي. د ۲۰۱۴ ز کال ولسمشرۍ ټاکنې د دوو کاندیدانو تر منځ د شخړو تر بريده ورسېدې چې بالاخره د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري مداخله وکړه او د دواړو کاندیدانو تر منځ یې د ملي یووالي د حکومت بنسټ کېښود. د ملي یووالي حکومت مشرانو د خپلې کاري دورې په پیل کې ژمنه وکړه چې د ټاکنو په کمېسیونونو او د ټاکنیزو کمېسیونونو مشرتابه کې به ژور اصلاحات راولي. سږ کال د ولسمشرۍ ټاکنې په داسې حال کې تر سره کېږي، چې د ملي یووالي حکومت له لوري په ټاکنیزو کمېسیونونو کې اصلاحات نه شي تر سره کېدی. که څه هم د ملي یووالي حکومت د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمېسیون کمیشنران نوي پر دندو وګومارل، له مختلفو ادرسونو د نویو کمیشنرانو پر ټاکل کېدو نیوکې وشوې، چې په پایله کې یې ولسمشر مجبور شو چې له لنډې مودې وروسته د دواړو کمېسیونونو مشران له دندو لرې کړي.
په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ د نوماندانو او شنونکو تر منځ اندېښنې شته، د دغې موضوع په اړه د بحث او د نوماندانو تر منځ د رغند تفاهم نشتوالی دا اندېښنې لا پیاوړې کوي. په دې سربېره، د دغو اندېښنو د له منځه وړلو لپاره د یوې اجماع له مخې پلان او داسې هوکړه هم نشته چې ټول لوري د لوبې په قاعده سره یوه خوله کړي. د دې لپاره چې د را روانو ټاکنو پر وړاندې پراته خنډونه لېست شي، بحث پرې وشي او حللارې ولټول شي د ټاکنو د تخنيکي متخصصینو، سیاسي شخصیتونو او د ټاکنیزو ټکټونو د غړو تر منځ رغند بحث ته اړتیا ده. د همدې موخې لپاره د افغانستان د چارو مرکز د هیواد ځینو سیاسي مشرانو، د ولسي جرګې غړو، د ټاکنیزو کمېسیونونو کمیشنرانو، پر انتخاباتو د نظارت خپلواکو ادارو مشرانو او د نظر خاوندانو تر منځ ناسته برابره کړه، څو د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو پر وړاندې شته ستونزې تشخیص کړي او د حل په موخه یې پر لازمو لارو خبرې وکړي.
دغه تحليلي بحث د ۲۰۱۹ ز کال د جون په شلمه نېټه وشو. په بحث کې د مدني ټولنو غړو، د پارلمان غړو، د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمیشنر، د ټاکنو اړوند خپلواکو ادارو ناظرینو، حقوق پوهانو ، د ولسي جرګې کاندیدانو، د ولسمشر مشاورینو او د معلوماتي ټکنالوژۍ پوهانو ګډون درلود. د ګډونوالو تر منځ ازاد بحث وشو، هر ګډونوال خپل نظر له کوم ممانعت پرته څرګند کړ. د بحث نظرونه، له ګډونوالو سره د شوې سلا په رڼا کې، اشخاصو ته نه منسوبیږي، یانې د نوم له اخیستلو پرته په دې راپور کې هغو موضوعاتو ته اشاره کیږي چې بحث ورباندې شوی دی.
د بحث اصلي ټکي
په بحث کې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د خپلمنځي نه همغږۍ او بې باورۍ د فضا یادونه وشوه. په غونډه کې یادونه وشوه چې د کمېسیون د کمیشنرانو تر منځ د بې باورۍ فضا تر دې حده رسیدلې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنران په خپلمنځي ناستو کې له غونډې دمخه باید خپل ټلیفونونه د مجلس له ځایه بهر پرېږدي او د کمېسیون مشران له ټلیفون او یا کومې بلې ټکنالوژیکې وسیلې پرته د مجلس خونو ته ننوزي، څو د مجلس خبرې ریکارډ نه شي. په ورته ډول د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشران او اداري پلاوی په کمېسیون کې د استخدام په اړه واحد نظر نه لري او همدارنګه د عملیاتي برخې پر سر هم دټاکنو کمېسیون مشران یو له بل سره همغږي نه لري. د بحث له محتویاتو معلومیدله چې د ټاکنو کمېسیون کمیشنران تر اوسه هم خپلو منځونو کې پوره همغږي نه لري او په متفرقه ډول د کمېسیون چارې پر مخ وړي. د کمېسیون د کمیشنرانو تر منځ نه همغږي او بې باوري د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر وړاندې، چې د سپټمبر په اته ویشتمه تر سره کیږي، بنسټیز خنډ وپیژندل شو.
دویمه موضوع چې د بحث د ګډونوالو له لوري د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر وړاندې ستر خنډ وپیژندل شو، د ټاکنو پر پروسې د عامو خلکو د بې باورۍ کچه وه، چې لا هم د ټاکنو پر بهیر عام خلک باور نه لري. د ۲۰۱۴ ز کال په ټاکنو کې د دوو مخکښو نوماندانو تر منځ اختلافات او همدارنګه په ټاکنو کې د بیروني عناصرو رول لوبول هغه څه وو، چې خلکو پر ټاکنو او د خپلې رایې پر استعمال باور له لاسه ورکړی دی. تازه تر سره شویو د ولسي جرګې ټاکنو کې د لاسوهنې، درغلیو او ناسمو تعاملاتو له کبله د خلکو بې باوري لا زیاته شوه. د تیرو ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو اړوند، د خلکو بې باوري هغه څه دي چې د غونډې ګډونوالو یې په اړه اندیښنه وښوده چې ښايي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې په پوره پیمانه خلک رایې کارولو ته لاړ نه شي او ټاکنې به د مشروعیت له خلا سره مخ شي.
له دې سره جوخت د ټاکنو د کمېسیونونو نوي مشرتابه ناسمې او د وخت په نظر کې نه نیولو سره د وعدې کوي، په داسې حال کې چې څرګنده ده چې دوی په خپل وخت خپلو کارونو ته رسیده ګي نه شي کولای، چې دا هم د ر اتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر وړاندې د اساسي خنډونو په توګه یاده شوه. د مثال په ډول، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې تیرو ټاکنو پایلې شپږ میاشتې له خپل وخت څخه وروسته اعلان کړې. همدارنګه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې د سپټمبر اته ویشتمه نېټه په نظر کې نیولې او د نهایي پایلو اعلان لپاره یې که ټاکنې بل پړاو ته لاړې نه شي، د نومبر میاشتې اوومه په پام کې نیولې. دا چې ټاکنې ممکن دویم پړاو ته لاړې شي او یا هم د کاندیدانو تر منځ د نه قناعت مسئله رامنځته شي، هغه څه دي چې وخت به ونیسي، مګر د ټاکنو کمېسیون دغه موارد په هیڅ ډول په نظر کې نه دي نیولي. که دا وعده پوره نه شي، دا هم د نورو نوماندانو لپاره د ټاکنو د پایلې د نه منلو په پلمه بدلېدلی شي او د ټاکنیز بهیر د لا ټکني والي لامل کېدی شي.
د غونډې ګډونوالو د ځینو کاندیدانو منفي تعاملات هم د ټاکنو پر وړاندې ستر خنډونه حساب کړل، چې دا هم پر ټاکنو د خلکو باور او د ټاکنو بريالي تر سره کېدل زیانمنولی شي. ځینې مخکښ نوماندان وار له مخه د اوسني ولسمشر لخوا درغلیو ته د لارې هوارېدو په څېر خبرې کوي. له وخته مخکې د ټاکنو پروسې سبوتاژ کولو لپاره پلمې جوړول او له ټاکنو د بایکاټ لپاره زمینه جوړول، د ځینو کاندیدانو لخوا هغه څه دي چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د بریالیتوب چانس له ګواښ سره مخ کوي. د کاندیدانو لخوا د ټاکنو د پایلو نه منل او عدم قناعت هم یوه ستونزه ده چې ټاکنې له ګواښ سره مخ کولای شي. د ځینو کاندیدانو منفي تعاملات او حرکات د دې باعث شوي چې عام خلک پر ټاکنو خپل باور له لاسه ورکړي او د ټاکنو مسئله د عامو خلکو په ذهنیت کې پر یو مشکوک حالت بدله شي.
په ورته وخت کې د ټاکنيز بهیر لپاره بې وخته پرېکړې هغه څه دي چې ټاکنې له ګواښ سره مخ کولای شي. په ټاکنو خپلواک کمېسیون کې بيړني بدلونونه هم د داسې لامل په توګه یاد شول چې ښايي له تخنيکي پلوه دغه کمېسیون له ماتې سره مخ کړي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمیشنرانو له لوري د تیرو پارلماني ټاکنو د مسوولانو بدلول به هم د دې لامل شي، چې نوي کارکوونکي ونه شي کولی چې خپل مسوولیتونه په ښه توګه ادا کاندي او له دې حساسې مرحلې په بریالیتوب مخ ته لاړ شي. ګډونوال په دې اند وو چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون به د دغې مهمې پروسې لپاره په تخنيکي او عملياتي ډول داسې چمتو نه وي، کوم ډول چې پکار ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کمیشنرانو او د دارالانشا رییس نوي ټاکل او د وخت کموالی به د دې باعث شي چې د دواړو کمېسیونونو نوي استخدام شوي کمیشنران خپلو دندو کې پاتې راشي. له یو لوري د ټاکنیزو کمېسیونونو کمیشنرانو ته تر ټاکنو پورې وخت خورا محدود دی او له بل اړخه د ټاکنیزو کمېسیونونو کمیشنران د ټاکنو اړوند هیڅ نوعه تجربه او کاري مخینه نه لري، چې وکولای شي خپله دنده په ښه توګه پر مخ یوسي. د غونډې ګډنوالو د بې تجربې کمیشنرانو ګومارنه د ټاکنو پروسې پر وړاندې اساسي خنډ یاد کړ.
د غونډې ګډونوالو ټاکنیزو کمېسیونونو کې د نويو کمیشنرانو سیاسي اړیکو ته چې اکثریت یې لري، د انديښنې په سترګه وکتل. د ټاکنیزو کمېسیونونو مشران له مختلفو سیاسي احزابو او ډلو سره تړاو لري چې له امله به یې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د خپلواکۍ او بې پريتوب اصل ونه شي ساتلی. دا هغه څه دي چې د شفافو ټاکنو لپاره خورا مهم دي. د غونډې ګډونوالو اندېښنه څرګنده کړه چې ممکن د ټاکنو پر مهال د دواړو کمېسیونونو کمیشنران خپلو سیاسي لوریو ته تمایل ښکاره کړي او ټاکنې د بحران لور ته یوسي.
بل لور ته د ټاکنو خپلواک کمېسیون غواړي چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د بایومټریک دستګاوې واخلي، خو د ټاکنو وخت ته په کتو دا امکان نه لري چې د ټاکنو کمېسیون دې بایومټریک دستګاوې واخلي او ټاکنې دې پرې تر سره کړي. د بایومټریک سیسټم کارول په راتلونکو ټاکنو کې د مالي منابعو له استعمال پرته بله مانا نه لري. د بایومټریک سیسټمونو د استعمال او همدارنګه پر نوموړي سیسټم د پوه او اګاه کسانو ګومارنه هغه څه دي چې د ټاکنو کمېسیون یې د کولو توان نه لري. د ګډونوالو نظر د بایومټریک دستګاه استعمال په اړه دا و، لکه څرنګه چې په تیرو پارلماني ټاکنو کې له بایومټریک دستګاوو څخه ګټه اخیستنه ناکامه ثابته شوه، نو همدارنګه به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د بایومټریک دستګاه کارول د حل پر ځای په ټاکنو کې نورې ستونزې راولاړې کړي.
د ګډونوالو نظر د نړیوالې ټولنې په اړه هم دا و چې دا ټولنه په تیرو ټاکنو کې د نيمګړتياوو په اړه غلې پاتې شوه او همدارنګه یې د یو نړیوال همکار په توګه د ټاکنو په مسئله کې د حکومت پر کړنو سالم او درست نظارت ونه شو کړای. د ټاکنو په اړه د پالیسۍ جوړولو پر مهال باید نړیوالې ټولنې د افغانستان دولت ته لازمې مشورې ورکړې وای، خو له بده مرغه داسې ونه شول. خو په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډونوالو نظر دا و چې نړیواله ټولنه باید په پوره دقت او تدبیر سره نوموړې ټاکنې وڅاري.
پر ټاکنو د څار بنسټونو د چارو په اړه هم له حکومت او په ځانګړي ډول د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه خپله ناخوښي څرګنده کړای شوه، چې په ټاکنیزو پروګرامونو کې د ټاکنو د څار بنسټونه د موضوع حاشیې ته پریښودل شوي. د ټاکنو پر څار ملي بنسټونه په ځانګړي ډول هغوی چې له نړیوالې ټولنې څخه مالي امکانات تر لاسه کوي، ممکن په ټاکنو سم نظارت کولو ته زړه ښه نه کړي.
د ناستې برخوالو په خپلو خبرو کې اندیښنه وښوده چې د ټاکنو له تر سره کیدو دمخه، ځینې کاندیدان پر خپله ماتې یقیني شوي او له اوسه د ټاکنو د کمېسیون بدنامولو او همدارنکه د ټاکنو د پروسې د بدنامولو لپاره په پراخه توګه کمپاین او هڅې کوي. په دې برخه کې ځینې کاندیدان د خپلو سیاسي امتیازاتو تر لاسه کولو لپاره د ټاکنو پروسې له بدنامولو ناوړه ګټه اخلي.
د ناستې برخوالو د رایه ورکونکو پر لېست هم اندیښنه څرګنده کړه. په دې برخه کې ګډونوالو زیاته کړه چې د ټاکنو کمېسیون ونه شو کړای چې د رایه ورکونکو یو معتبر او بشپړ لېست جوړ کړي، څو ترې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ترې کار واخیستل شي. د رایه ورکونکو لېست د افغانستان د نفوس او احصایې په نظر کې نیولو سره بشپړ او اماده شوی لېست نه دی چې وکړای شي د ټاکنو پر ورځ د رایه ورکونکو شمیر معلوم کړي. ولسمشریزو ټاکنو ته په کمه زماني موده کې د احصایې مرکزي اداره نه شي کولای چې د رایه ورکونکو لېست په ښه توګه کره او معلوم کړي، له بل اړخه د احصایې مرکزي اداره نه شي کولای چې د رایه ورکونکو په لېست کې تقلب او غلطۍ په لنډ مهال کې ثابتې کړي.
د ناستې برخوالو له ټاکنو سره هممهاله د سولې پروسه او په نوموړې پروسه کې د امریکا او طالبانو ژوره ښکېلتیا او همدارنګه د سولې روان حالات هم سره وتړل. اکثرو ګډونوالو وویل چې د سولې اړوند خبرې د ټاکنو پروسه ځنډنۍ کولای شي. د طالبانو او امریکا له پټو خبرو داسې څرګندیږي چې د ټاکنو تر مخه ممکن امریکا او طالبان په افغانستان کې د یو نوي حکومتي سیسټم په جوړولو هوکړه وکړي او ټاکنې له یو نامالوم برخلیک سره مخ کړي.
د ناستې د بحث یوه بله مهمه خبره د ټاکنو کمېسیون د کمیشنرانو د معافیت او له جزایي مسوولیت څخه د تیښتې مسئله یاده شوه. د ټاکنیزو کمېسیونونو کمیشنران د تیرو ټاکنو په تړاو ګرم او مسوول وپیژندل شول، خو له بده مرغه یو تن هم د محکمې میز ته راکش نه شو کړای، څو د ټاکنو نورو مسوولینو ته د پند او عبرت سبب شي. د ټاکنیزو کمېسیونونو کمیشنرانو او نورو مسوولینو له محاکمې څخه تیښته هغه څه دي چې د ټاکنو په برخه کې د فساد زمینه جوړوي.