دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

ټاکنیز کمپاین، هوايي ژمنې او د ولس غوښتنه

جولای 28, 2019
in دریځ
0 0

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ټاکنیز کمپاین نن پیلیږي او دوې میاشتې به دوام کوي. د ټاکنو کمېسیون له کاندیدانو غوښتي چې د یو بل له تخریب، ګډوډۍ، په پوځي ځایونو کې له کمپاین، د بهرنیو مرستو له تر لاسه کولو او دولتي امکاناتو له کارولو څخه په کلکه ډډه وکړي. کمېسیون دغه راز د نورو اصولو د مراعاتولو خبره هم کړې ده او ویلي یې دي چې ټولو قوانينو او مقرارتو ته درناوی، نورو کاندیدانو ته درناوی، په برابره توګه رسنیو ته لاسرسی، د کمپاین مودې رعایتول، د مالي راپور وړاندې کول او داسې نور هغه څه دي، چې کاندیدان باید ورته پام وکړي.

ټاکنیز کمپاین په داسې وخت کې پیلیږي چې خلک د ټاکنو پر ځای سولې ته لومړیتوب ورکوي او غوره ګڼي چې ټاکنې ونه شي او پر ځای یې له وسله والو مخالفینو سره جوړجاړی وشي. لا هم کره معلومه نه ده چې ټاکنې به وشي او که نه، خو حکومت پر ټاکنو ټینګار کوي. را روانې ټاکنې که وشي هم، پر وړاندې یې څو اساسي خنډونه شته چې ښکاري موږ به ښې ټاکنې ونه لرو. تر ګردو لویه ننګونه دا ده چې پر نیم افغانستان طالبان واکمن دي او په نیم نور کې هم په ټیټه او لوړه کچه ګواښ رامنځ ته کولی شي، نو په داسې فضا کې به ټاکنې سختې وي. له بله اړخه خلک د ټاکنو پر ځای سولې ته لومړیتوب ورکوي او په ټاکنو کې برخې اخیستو ته زړه نه ښه کوي. یوازې سوله هم نه ده، بلکې په تېرو ټاکنو کې درغلۍ او د محمد اشرف غني لخوا د خلکو په رایو ملنډې او د اساسي قانون خلاف د جان کیري پر مټ د ملي یووالي حکومت جوړول هم هغه څه دي، چې خلک یې په ټاکنو کې له ګډون څخه زړه توري کړي دي. د دې تر څنګ، سر له اوسه ښکاري چې حکومت به په پراخه کچه په ټاکنو کې لاسوهنه کوي، دولتي امکانات به کاروي، صندقونه به ډکوي او خپل واک به غځوي. له همدې امله را روانې ټاکنې یوه ناکامه حکومتي پروسه ده چې یوازې د اوسنیو چارواکو وخت غځوي.

د ټاکنو کمېسیون د اصولو د مراعاتولو خبرې کوي، خو له زورورو حکومتي کاندیدانو سره به څوک حساب کتاب وکړي. دوی به اصول مات کړي او سر له اوسه یې مات کړي، دولتي واک او ځواک کاروي او هر څه په خپله خوښه مخکې وړي. تر دې بده یې لا دا چې دوی به بیا خلکو ته دروغ وايي او بیا به د خلکو په سترګو کې خاورې شیندي. بیا به وايي چې د ننګرهار سبزي فرانسې ته وړم، د بامیانو او وردګو کچالو هالنډ ته وړم، افغانستان د آسیا پر څلور لارې بدلوم، مشاورین نه مقرروم، امنیت راولم، په واسطه خلک نه ګومارم، د مسجد او ښوونځي فاصله را لنډوم… . دوی به بیا زموږ د خلکو په پر پوهه او شعور ملنډې وهي او بیا به داسې ژمنې کوي چې د خلکو سترګو کې د خاورې شیندلو مانا لري.

رښتیا دا دي چې را روانې ټاکنې د افغانستان په زیان دي. موږ باید سولې ته لومړیتوب ورکړو او پرې نه ږدو چې د قدرت څو لونیان د خپل واک د دوام لپاره موږ پنځه کاله نور هم په وینو او وژنو کې را ګېر کړي او دوی خپل واک وغځوي.

Share20Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In