د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او استخباراتي ادارې ته دومره څه ورکړل چې اوس یې پر خوښۍ سره نمانځي. څرنګه یې چې وړاندوینه کېده، د عمران خان او ټرمپ ترمنځ کتنه د پاکستانیانو له هیلو سره سمه وشوه. عمران خان به له بېرته راستنېدو سره سم اوس دا دعوه کوي چې هېواد یې له نړیوالې انزوا څخه وویست، د افغانستان د سولې په پروسه کې یې اساسي کردار تر لاسه کړ او حتی د کشمیر په مسئله کې یې د ټرمپ د ګډون لېوالتیا زیاته کړه.
عمران خان او پاکستاني نظامي او استخباراتي ادارو همدا فرصت غوښتو، که څه هم چې لنډمهاله به وي. ظاهراً به چین له پاکستان سره خپلې اړیکې عادي ساتي، خو له ټرمپ سره د عمران خان نږدې کېدل به بیجېنګ خواشينی کړي، خو بیا به هم خپل تشویش څرګند نه کړي. د پاکستان مخ پر ځوړ اقتصادي حالت به همداسې روان وي او د پانګې اچونې کومې نښې لا نه تر سترګو کېږي. پاکستان په تېر یوه کال کې ۱۶ میلیارده ډالره پورونه اخیستي دي. صادرات یې اوس هم د رکود په حالت کې دي او د بهرنیو اسعارو ذخیره یې تر اتو میلیاردو ډالرو زیاته نشوه.
همدارنګه، د پخواني لومړي وزیر نواز شریف لور، مریم نواز شریف په ټول پنجاب کې ولسي محبوبیت او ملاتړ تر لاسه کړی دی چې داسې وضعیت د پاکستان په تر ټولو بانفوسه آیالت کې د عمران خان د سیاسي ملاتړ متزلزله حالت ښکارندوی دی. د حکومت کمزوري تاکتیکونه، پوځي ملاتړ او پر رسنیو پابندي ونشو کولای چې حکومت د مریم نواز شریف مخه ونیسي. هغه د خپل پلار په ټاکنیزه حوزه کې ملاتړ او نفوذ ټينګ وساته او خان او نظامیانو ته یې سردردي جوړه کړې ده.
که د ټرمپ او امریکا په اړه د عمران خان له پخوانیو ویناوو څخه تېر شو، له ټرمپ سره د عمران خان کتنه یو ښه فرصت و. لېکن د ټرمپ خواخوږي هم بې ثباته او د باور وړ نه ده، لکه عمران خان چې په یو ټرن (U-turn) خان مشهور دی، هغه نه یوازې داسې شاتګ توجیه کوي، بلکې ځان ورته حقیقي رهبر هم ښکاري.
ټرمپ په عادي حالت کې غوره دی
د ټرمپ له لوري د عمران خان مېلمه پالنه په دې مانا نه ده چې هغه ناڅاپه د پاکستان خواخوږی شو. هغه د افغانستان په مسئله کې د پاکستان مرسته غواړي چې په بدل کې به د پاکستان غوښتنې مني. د ټرمپ لخوا د عمران خان او پاکستان ستاینه هغه تاکتیک دی چې تر دې وړاندې د شمالي کوریا له کېم جونګ اون سره هم تر سره کړی و چې له دې لارې په پایله کې یوې معاملې ته سره ورسیږي.
ستاسو په یاد دي چې کله ټرمپ وویل چې دی او کېم جونګ اون يو له بله سره مينان شوي دي؟ یا هغه مو په یاد دي چې ويې ویل، د شمالي کوریا د خونکار ډیکټاټور «ښایسته لیک» یې تر لاسه کړی دی چې د اټومي وسلو د نه جوړولو مذاکراتو د پرمختګ نښه یې بلله؟ د کوریا په ټاپو کې کومه لویه مسئله نه وه او ټرمپ به پر دې ډېر ژر پوه شي چې د جنوبې آسیا مسئلې د ځمکو او جایدادونو تر مذاکراتو ډېرې پېچلې دي.
د بېلګې په توګه، په داسې حال کې پاکستان ممکن د طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه مساعده کړي، خو که طالبان اوربند اعلان نه کړي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو نه شي، پاکستان به دوی ته له پناه ورکولو څخه لاس وانه خلي. ټرمپ غواړي چې امریکا د دې جګړې ګټونکی اعلان شي، خو که د سولې اوسنیو خبرو ته وګورو، طالبان ګټونکي ښکاري.
د ټرمپ دا خبره چې د افغانستان جګړه به د WMD يا د ډله ييزې ويجاړۍ د وسلو له لارې په لسو ورځو کې پای ته ورسوي، له سختو غبرګونونو سره مخ شوې او آن د خاموش او آرام افغان ولسمشر غوسه یې هم راپارولې ده. د ټرمپ داسې ویناوې به د طالب ضد افغانانو په یو ځای کېدو اغېز ولري او د امریکایانو په اصطلاح په بینالافغاني مذاکراتو کې به دوی سخت دریځ اختیار کړي.
د «خان» د خوښۍ لنډه موده
امریکا له هغه حالت څخه اوس ډېره لرې راغلې چې د افغانانو په مشرۍ د سولې مذاکرات یې غوښتل او پر پاکستان به یې د طالبانو لخوا په افغانستان کې د بریدونو له امله تورونه لګول، خو اوس هم طالبان د دوی دښمنان دي او پر دې هر یو پوهېږي چې د طالبانو مشران چېرې اوسیږي. خو که د سولې خبرې له ناکامۍ سره مخ شي او د ټرمپ د جګړې د ختمېدو هیله له منځه ولاړه شي، دا به د پاکستان لپاره په لوی تاوان بدله شي.
پاکستان غواړي چې امریکا دې د کشمیر په مسئله کې پر هند فشار واچوي، چې په بدل کې به یې موږ له دوی سره د طالبانو په مذاکراتو کې مرسته وکړو. داسې غوښتنې پوره کېدل ممکن د امریکا تر وسه هم لوړه وي. لکه څنګه چې د ټرمپ تر خبرو وروسته، د هند د بهرنیو چارو وزارت له یو ساعت نه په کم وخت کې د کشمیر په اړه د امریکا د منځګړیتوب د خبرو وضاحت ورکړ او ويې ویل چې هند به د هند او پاکستان د لانجو د دوه اړخیزه حل له دریځ څخه پر شا نشي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلې خبرې بېرته واخیستې او د دواړو هېوادونو د لانجو د حل لپاره یې پر دوو اړخیزو خبرو ټینګار وکړ. امریکا ممکن له هند څخه وغواړي چې له پاکستان سره د سولې خبرې پیل کړي، خو تر څو چې په پاکستان کې د جهادي ډلو په اړه د هند شکایتونه رفع نشي، نوی ډیلی به د امریکا غوښتنې و نه مني.
د عمران خان او ټرمپ له کتنې سره بیا هم د پاکستان اړیکې له امریکا سره ښې نه دي. پاکستانیان غواړي چې ټرمپ او امریکا دې له ګاونډیانو سره د دوی لانجې حل کړي او له پاکستان سره دې تر خپلې اندازې زیاتې مرستې وکړي، خو فیالحاله د داسې غوښتنو د پوره کېدو امکان نشته.
کله چې ټرمپ امریکا د نړۍ څوکیداره نه بولي، هغه د امریکا د منځنۍ طبقې استازیتوب کوي او نه غواړي چې هېواد یې د نړۍ د لانجو حلولو مسوولیت پر غاړه واخلي.
له ټرمپ سره د سپينې ماڼۍ په دفتر کې د عمران خان د کتنې خوښي به زیات وخت دوام ونه کړي. د پاکستان د لانجې حل د نظامیانو واکمني ختمول، وسله والې ډلې له منځه وړل، د اقتصاد د رغونې لپاره له دوامداره مرستو او پورونو اخیستو څخه لاس په سر کېدل، د هند او افغانستان په ګډون له ګاونډیانو سره رښتینې اړیکې جوړول او په هېواد کې قومي، مذهبي او سیاسي تنوع ته اجازه او ودې ورکولو کې نغښتې ده، خو اوسمهال داسې هېڅ نښه نه لیدل کېږي.
حتی که پاکستان د افغانستان په اړه د امریکا غوښتنې پوره هم کړي، داسې امکان شته چې په پای کې به بیا سره خوابدي شي. د افغانستان د سولې خبرو، پاکستان ته د لنډمهاله معاملې ګټه په لاس ورکړه، خو چې کله امریکایان له افغانستانه ووځي، د ټرمپ لپاره د پاکستان اهمیت هم له منځه ځي.
ټرمپ، عمران خان ته د کتنې پر مهال وویل چې «پاکستان لوی هېواد دی»، هغه ښایي بله ورځ له دې خبرې په شا شي او پر دې پوه شي چې «هند تر دې (پاکستان) هم لوی هېواد دی».